د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

د معترضانو ځپل؛ واشنګټن پر ایراني چارواکو نور جزایي بندیزونه لګوي


د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په تازه څرګندونو کې د ایران پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو د ویزې د بندیزونو خبره کړې ده.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په تازه څرګندونو کې د ایران پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو د ویزې د بندیزونو خبره کړې ده.

د امریکا متحده ایالات وایې د ایران په څه باندي سلو ښارونو کې د اعتراض کوونکو پر وړاندي د حکومت ځپونکو اقداماتو ته په کتو، امریکا د ایران پر وړاندي نور جزایې اقدامات په پام کې نیولي دي.

په نویو بندیزونو کې د دوو قاضیانو په ګډون د ایران یو شمېر چارواکي په نښه کیږي. دغو کسانو په ایران کې د خبریالانو، سیاسي فعالانو او مذهبي اقلیتونو د محکمو مشري کوله.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په تازه څرګندونو کې د ایران پر یو شمېر اوسنیو او پخوانیو چارواکو د ویزې د بندیزونو خبره کړې ده.

دا خبرې پرون (ډسمبر ۱۹مه) په هغه غونډه کې وشوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کوربه توب په واشنګټن کې جوړه شوې وه .

ویل کیږي دا ایراني چارواکي د هغو کسانو د بشري حقونو په سرغړونو کې لاس لري چې د سوله ییزو مظاهرو پر مهال د ایران د حکومت لخوا نیول شوي دي.

مایک پامپیو په خپله لنډه وینا کې په ایران کې په ورځني ډول د بشري حقونو د سرغړونو څو بیلګي یادې کړې چې د حجاب نه رعایتولو له کبله د یوې ښځي نیول او پر هغه ځوان ډزي کول پکي شامل وو چې د اعتراضونو او د بیان ازادۍ له حق څخه یې استفاده کړې وه.

پامپیو دا هم وویل چې په ایران کې مذهبي اقلیتونه اجازه نه لري د مسلمانو ماشومانو په خدماتي مرکزونو کې کار وکړي. نوموړي د یوولسو خبریالانو حبس ته هم اشاره وکړه .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې په واشنګټن کې یې د جلاوطنو ایرانيانو په حضور کې خبري کولې زیاته کړه چې ایران خبریالانو ته د سزا لپاره د هغوی کورنۍ تر فشار لاندي راولي.

"د ایران د استخباراتو وزارت د خبریالانو د کورنیو د پاخه عمر لرونکو غړو پروړاندي یو ګواښوونکي حرکت پیل کړی دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خبره دا د ایران د رژیم د بې احترامۍ یوه وړه بیلګه ده چې په تېرو ۴۰ کلونو کې یې د خلکو د بشري حقونو په برخه کې کړې ده .

دا څرګندوني داسي مهال کیږي چې په دې وروستیو کې ایران کې پراخې مظاهرې وشوې او خلک له دې امله په اعتراضي ډول لارو کوڅو ته راووتل چې حکومت د تېلو بیه لوړه کړه.

د بخښني نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) راپور ورکړی چې په دې مظاهرو کې ۳۰۴ تنه وژل شوي دي.

ایران دا شمېره ردوي، خو پخپله یې هم د وژل شویو اعتراض کوونکو دقیقه شمېره نه ده ورکړې.

په دې مظاهرو کې زرګونه نور کسان نیول شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په پرونۍ غونډه کې د ایران مشرانو ته په خطاب کې وویل: "زه د ایران مشرانو ته یو پیغام لرم. که تاسي د خپلو خلکو او نړیوالې ټولني بیا درناوی غواړئ، که تاسې ستاسو د هېواد چې یو وخت لوی وو، ثبات او هوساینه غواړئ، نو پر کړو ژمنو ودریږئ. تاسې باید بشري حقونو ته درناوی وکړئ."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دې څرګندونو سره هم مهاله د امریکا د خزانې وزارت د ایران د دوو قاضیانو پر وړاندي بندیزونه اعلان کړل.

دا هغه قاضیان دي چې د خبریالانو، سیاسي فعالانو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندي یې د احکام په صادرولو کې لاس درلود.

ابولقاسم صلواتي او محمد مقیسه هغه قاضیان دي چې پر اوسنیو احکامو سربېره د ۲۰۰۹ کال تر انتخاباتو وروسته محاکمو پر مهال یې هم د سیاسي فعالانو او خبریالانو پر وړاندي د اوږدمهاله بند او اعدام احکام ورکړي وو.

د امریکا د خزانې وزارت په خبره دا دوه قاضیان د اروپایې ټولني په بندیزونو کې هم راغلي دي.

XS
SM
MD
LG