د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د سپاه پاسداران قوماندان امریکا او متحدین‌یې د ایران ناارامیو کې ښکېل وبلل


سلامي پرون د لسګونه زره کسانو په ګډون په یوه غونډه کې امریکا، بریتانیا، اسرائیل او سعودي عربستان تورن کړل چې د ایران په وروستیو ناارامیو کې ښکېل دي.
سلامي پرون د لسګونه زره کسانو په ګډون په یوه غونډه کې امریکا، بریتانیا، اسرائیل او سعودي عربستان تورن کړل چې د ایران په وروستیو ناارامیو کې ښکېل دي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو عمومي قوماندان حسین سلامي د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو ته‌یې ګواښ کړی دی.

سلامي پرون د لسګونه زره کسانو په ګډون په یوه غونډه کې امریکا، بریتانیا، اسرائیل او سعودي عربستان تورن کړل چې د ایران په وروستیو نا ارامیو کې ښکېل دي.

هغه ادعا وکړه چې د تېلو د بیو له زیاتوالي یوازې په ایران د برید د پلمې په خاطر کار اخیستل کېږي.

په ایران کې د وروستیو نا ارامیو پر مهال د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې ۱۴۳ کسان وژل شوي دي.

د ایران د حکومت زرګونه پلویانو د دوشنبې په ورځ (نومبر ۲۵مه) د تهران په انقلاب میدان کې غونډه وکړه او د امریکا، بریتانیا او اسرائیلو بیرغونه‌یې وسوځول.

دا غونډه د ایران د وروستیو څو ورځو د پراخو مظاهرو پر ضد جوړه شوې وه.

د ایران حکومت وايي چې بهرني دښمنانو یې مظاهرو ته لمن وهله.

د حکومت په پلوۍ د پرونیو لاریونوالو له ډلې ۳۰ کلنې جهان شاهي وویل: "دا مظاهرې زموږ د هېواد د کمزوري کولو لپاره وې. زه له خلکو غواړم چې په هوښیارۍ سره مخته ولاړ شي او پوه شي چې د هغوی اصلي مشکل په منځني ختیځ کې د ایران قدرتمنېدل دي او هغوی غواړي چې ایران کمزوری کړي او له دې لارې دا عملیات مخته وړي."

د حکومتي ملاتړو په پرونۍ مظاهره کې لوړپوړو پوځي چارواکو هم حضور درلود.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو عمومي قوماندان حسین سلامي وروستۍ مظاهرې د ایران په واټونو کې جنګ وباله.

هغه وویل: "موږ په یوه لوی نړیوال جنګ کې یو. باور وکړئ دغسې یو جنګ چې دا ورځې زموږ د هېواد په واټونو کې پیل شوی و کاملاً د یوې نړیوالې جګړې سناریو وه."

د ایران حکومت په ملاتړ لاریون
د ایران حکومت په ملاتړ لاریون

د ایران حکومت د نومبر په ۱۵مه د تېلو بیې لوړې کړې. د حکومت اعلان د ایران په څه باندې ۱۰۰ ښارونو کې د لسګونه زره کسانو مظاهرې وپارولې.

د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو کمېشنرۍ ویلي چې د ایران د حکومت له‌خوا د مظاهره‌چیانو د ځپلو په نتیجه کې لسګونه مظاهره‌چیان وژل شوي او زیات شمېر نور یې ټپیان دي.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل پرون دوشنبه د ایران په وروستیو مظاهرو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۴۳ تنه وباله او زیاته‌یې کړه چې ګڼو دغو کسانو ته د ټوپکو خولې وراړول شوي او پرې وژل شوي.

د ایران حکومت بیا دا شمېر رد کړی.

د ازادي راډيو/ فردا څانګې معلومات ښيي چې په ایران کې په وروستیو مظاهرو کې څلور زره او ۸۰۰ کسان د دې هېواد په ۱۸ ولایتونو کې نیول شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونه وايي چې د دې هېواد له قضايي ادارو یې غوښتي څو نیول شويو کسانو ته سخته سزا ورکړي.

ایراني چارواکو څو ورځې کاملاً پر انټرنټ بندیز لګولی و او له ایرانه‌یې د خبر رسولو بهیر ستونزمن کړی و.

د ایران اقتصاد د امریکا د پرله‌پسې بندیزونو په نتیجه کې سخت ځپل شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له ایران سره د نړۍ د قدرتونو له اټمي تړونه امریکا وایستله او په ایران‌یې اقتصادي بندیزونه بېرته ولګول.

امریکا وايي چې ایران په سیمه کې ترهګرې ډلې تمویلوي او د منځني ختیځ په ناارامۍ کې ښکېل دی او ترڅنګ‌یې په کور دننه خلک له سخت فشار سره مخ دي هغه څه چې ایراني چارواکي یې نه‌مني.

XS
SM
MD
LG