د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۷

سپاه پاسداران: قضا دې د لاریونونو اصلي تنظیموونکو ته درنه جزا ورکړي


سپاه پاسداران له قضايه قوې په لاریونونو کې ګډونوالو اجیرانو ته د درنې جزا غوښتنه کړې ده.
سپاه پاسداران له قضايه قوې په لاریونونو کې ګډونوالو اجیرانو ته د درنې جزا غوښتنه کړې ده.

د سپاه پاسداران ځواک مرستیال د ایران له قضائیه قوې غوښتي چې په دې هېواد کې د وروستیو لاریونونو اصلي تنظیموونکو ته چې ده اجیران بللي، درنه جزا ورکړي.

د سپاه پاسداران مرستیال قوماندان امیرالبحر علي فدوي پرون په تهران کې خبریالانو ته په دې اړه څرګندونې وکړې.

هغه وویل: "هغه لاسپوڅي مزدوران چې په ډاګه اعتراف کوي چې د امریکا او منافقینو مزدوري یې کړې ده ټول مو نیولي او انشاالله د هېواد قضايي سیسټم به یې په اشد مجازات محکوم کړي."

ایراني چارواکي وايي، د دې لاریونونو مشري هغو بدمعاشانو او بدو خلکو کوله چې د ایران له بهرنیو دښمنانو یعنې امریکا، اسرائیلو، سعودي عربستان او په بهر کې له دېره ایرانیانو سره اړیکې لري.

په ځینو سیمو کې د دې لاریونونو په جریان کې تاوتریخوالی پېښ شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په دې تاوتریخوالو کې لږترلږه ۱۱۵ کسان وژل شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په دې تاوتریخوالو کې لږترلږه ۱۱۵ کسان وژل شوي دي.

فدوي وویل، د اعتراضونو پر مهال یو شمېر کسان له نږدې په ډزو لګېدلي او وژل شوي چې د ده په وینا د اعتراض کوونکو په منځ کې د ورانکارو کسانو حضور ښيي.

هغه زیاتوي: "د پردیو د پارونو په اساس‌یې جنایت وکړ او ډېر خلک‌یې ووژل، ډېر کسان له یو یا نیم متر فاصلې لګېدلي او وژل شوي دي یعنې دوی د لاریون کوونکو په ډله کې وو."

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل تېره اوونۍ په یو بیان کې وویل چې د ایران امنیتي ځواکونو د ودانیو له سرونو او حتی په یوه مورد کې له هلیکوپټر څخه پر اعتراض کوونکو ډزې کړي.

دغه سازمان وايي، په تاوتریخوالو کې لږترلږه ۱۱۵ کسان وژل شوي، خو تهران د وژل شویو کسانو دا شمېره خیالي بللې ده.

په نیویارک کې دېره د ایران د بشري حقونو مرکز پر خپله وېب‌پاڼه لیکلي چې د کره راپورونو او د رسمي ارقامو له مخې لږترلږه ۲۷۵۵ کسان نیول شوي او زیاتوي چې د نیول شویو کسانو اصلي شمېر حتی ښايي څلور زره وي.

په همدې حال کې نږدې ۵۰ وکیلانو هغه لایحه پارلمان ته وړاندې کړې چې ښايي په پایله کې یې د تېلو وزیر بېژن زنګنه استیضاح شي.

د ایران په ډېرو ښارونو کې اعتراضونه د نومبر په ۱۵مه د حکومت له هغه اعلان وروسته پیل شول چې ویې‌ویل د تېلو بیې نږدې درې چنده لوړوي.

دا لاریونونه د ایران نږدې سلو ښارونو او ښارګوټو ته وغځېدې چې وروسته‌یې سیاسي بڼه ونیوله او معترضانو د جګپوړو چارواکو د استعفا غوښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG