خبرونه
د ایران په اعتراضونو کې یو کس وژل شوی
د رپوټونو پر اساس، په ایران کې د دګاز د نرخ او تېلو د نرخ د لوړېدو پر ضد په اعتراضي مظاهرو کې یوتن وژل شوی دی.
د ایران د سیرجان ولایت والي، پرون د نوامبر په ۱۶مه، ویلي چې د یوه اعتراض کونکي د وژل کېدو شرایط لا نه دی څرګند شوی خو یو شمېر نور وګړي زخمیان شوي دي.
تردې وړاندې له ایرانه په رپوټونو کې وویل شول چې د سیرجان په ښار کې یو شمېر اعتراض کونکو د جمعې په ورځ هڅه کوله چې د تېلو یوې سترې زېرمې ته اور ور واچوي خو امنیتي ځواکونو یې د مخنیوي هڅه کوله.
د ایران له نورو سیمو مشهد، اهواز او شیراز څخه هم د خلکو د اعتراضونو او د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب خبرونه خپاره شوي دي.
د ایران اقتصاد د امریکا د مالي بندیزونو له امله تر سخت فشار لاندی دی.
په داسې حالت کې بیا د ایران حکومت ویلي چې د تېلو او ګاز نرخ لوړوي.
د حکومت د دې اعلان پر ضد د ایران په بېلابېلو ښارونو کې خلکو مظاهرې پېل کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
افغان لیکوال او ژورنالیست، شفیق الله دردمل ومړ
لیکوال، شاعر او ژورنالیست شفیق الله دردمل ومړ.
نوموړي لسیزې د افغانستان په چاپي او غږیزو رسنیو کې کار کړی او مخکې په اریانا پوهنتون کې د ژورنالیزم استاد و.
هغه یو مهال د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د ډرام او ډیالوک څانګې مشر او په افغان نشراتي مرکز کې یې هم د ډرامو د لیکوال او پروډیسر په توګه کار کړی دی.
شفیق الله دردمل له اوږدې مودې راهیسې ناروغه و چې بلاخره یې یکشنبه د چنګاښ څلورمه د ۷۵ کلونو په عمر په خپل کور کې ساه ورکړه.
د ازبکستان دمرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف له ملا محمد حسن اخوند سره په سوداګرۍ او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي
د ازبکستان دمرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی دافغانستان-ازبکستان تجارتي فورم لپاره کابل ته تللی.
د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې د ازبکستان سوداګر او پانګه وال د افغانستان د کانونو د استخراج ، انرژۍ، د فلزاتو ویلې کولو او د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې ځانګړې لیوالتیا لري.
دازبکستان دمرستیال صدراعظم جمشید خواجه یوف د یکشنبې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او نورو لوړپوړو چارواکو سره هم کتلي.
د طالبانو د حکومت په بیان کې د ازبکستان د صدراعظم د مرستیال په حواله راغلي چې افغانستان د ازبکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او د اوسني سفر هدف د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې د ژمنو شویو پروژو د عملي کار پیل او ارزونه ده.
افغانستان تېر کال ازبکستان ته د ۱۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت وچې او لمدې میوې، پنبه، ډبرو سکاره او غالۍ لیږي.
له هغې خوا بیا تصیفه شوي تیل، غنم، بریښنا او حبوبات واردیږي.
په برلین کې د همجنسپالو په یوه پرېډ باندې برید سره ۱ کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي
د جرمني په پلازمینه برلین کې یوه بریدګر خپل موټر د همجنسپالو په یوه جشن وروستی یو کس یې وژلی او ۱۶ نور یې ټپيان کړي.
پېښه شنبه ناوخته د همجنسپالو د کلني جشن پرمهال د برلین په تیرګارټن سیمه کې شوې.
د جرمني صدراعظم فریردیش مرتڅ دا پېښه غندلې او د المان په ټولنه یې برید بللی.
هغه ویلي چې دا برید به په ډېر جدي ډول وڅېړل شي.
پولیسو د هغه بریدګر د لټون هڅې کوي چې خپل موټر یې په خلکو ور وستی دی.
پولیس وایي چې دوی د عبدل.ب په نوم په یوه کس چې ۲۱ کلن دی شکمن دي او د هغه د نیولو هڅې کوي.
په فرانسه او هسپانیه کې پراخې اورلګېدنې; سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شول
د شنبې تر ورځې د فرانسې په سوېل لوېدیځ او د هسپانیې د مادرید ښار شاوخوا سیمو کې د پراخو اورلګېدنو له امله تر ۲۶۷ زرو ډېر کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په فرانسه کې شاوخوا ۱۹۷ زره کسان د بوردو ښار او نږدې سیاحتي سیمو څخه ایستل شوي او حکومت د اور د مخنیوي لپاره پوځي ځواکونه هم سیمې ته استولي دي.
په هسپانیه کې هم د مادرید لوېدیځو کلیو څخه شاوخوا ۷۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چې سلګونه اوروژونکي د اور د مهارولو هڅې کوي. که څه هم د ځینو اورلګېدنو شدت کم شوی، خو خطر لا هم پر ځای دی.
د فرانسوي چارواکو د معلوماتو له مخې، اورلګېدنو تر اوسه نږدې ۹۸ زره هکټاره ځمکه سوځولې ده. په هسپانیه کې هم شاوخوا ۲۵ زره هکټاره ځمکه د اور ښکار شوې ده.
کارپوهان وایي، د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې څپې او وچکالۍ د دغو اورلګېدنو شدت زیات کړی دی.
اروپایي ټولنې هم د اور وژنې الوتکو په استولو سره د دغو اورلګېدنو د مهار په هڅو کې مرسته کړې ده.
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان
په سوریه کې د دوو بسونو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې په ورځ، د دمشق او د دېرالزور ولایت ترمنځ پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یو بس امنیتي ځواکونه لېږدول او بل بس ملکي کسان انتقالول.
د پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي چې له ټکر وروسته یو بس اور اخیستی دی.
د رپوټ په اساس د ټپیانو د لېږد او د ژغورنې د عملیاتو لپاره پوځي چورلکې هم د پېښې ځای ته استول شوې دي.
د سوریې چارواکو تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند کړی. دغه لویه لاره د پرلهپسې ټرافیکي پېښو له امله د «مرګ سړک» په نوم هم پېژندل کېږي.
سوریه چې کلونه په کې کورنۍ جګړه روانه وه، د سړکونو په شمول یې پراخې زېربناوې زیانمنې شوي دي.
د هند د پوهنې وزیر له پراخو اعتراضونو وروسته استعفا وکړه
د هند د پوهنې وزیر، دهرمندرا پرادان، د کانکور ازموینو د ګډوډۍ پر ضد د محصلینو او ځوانانو له پراخو اعتراضونو وروسته د شنبې په ورځ استعفا وکړه.
په وروستیو ورځو کې زرګونو مظاهرهچیانو په نوي ډیلي او د هند په نورو ښارونو کې د تعلیمي نظام د اصلاح او د پوهنې د وزیر د ګوښه کېدو غوښتنه کوله.
پرادان د شنبې په ورځ په اېکسپاڼه ولیکل چې خپله استعفا یې صدراعظم نریندرا مودي ته سپارلې ده.
د «CJP» په نوم اعتراضي غورځنګ د وزیر له استعفا وروسته د اعتراضونو د پای اعلان وکړ او ویې ویل چې د مظاهره چیانو اساسي غوښتنې پوره شوې دي.
دغه اعتراضونه په پیل کې د کانکور د ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو له امله پیل شوي وو، خو وروسته د ځوانانو د بېکارۍ او د ښوونیز نظام د اصلاح غوښتنو ته هم وغځېدل چې د نریندرا مودي د حکومت لپاره یوه ستره ننګونه وګڼل شول.
د افغانستان په ځینو سیمو کې د سېلابونو د احتمال خبرداری
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت د نورستان په ګډون د ختیځو حوزود سیندونو د اوبو د کچې لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.
دې وزارت د شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینو سره سم د اقلیمي بدلونونو له امله، د زمري له یکشنبې تر دوشنبې پورې د هېواد په یو شمېر سیندیزو حوزو کې د سېلابونو د راوتلو او د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.
وزارت له خلکو غوښتي چې سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.
بلخوا، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۱۰ کسان مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
په وروستیو ورځو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول نورستان کې، سختو بارانونو او سېلابونو سخت ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. چارواکي وايي د تېرې اوونۍ په سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپیان یا ورک دي.
ریچارډ بنېټ په ایران کې د افغانانو اعدامونه خواشینونکي بللي دي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ د امریکا او ایران ترمنځ شخړو ته په اشاره ویلي چې په ایران کې افغان کډوال د تر ټولو زیانګالو کسانو له ډلې دي.
هغه د شنبې په ورځ، د زمري یا اسد میاشتې په درېیمه، په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې ډېری افغان کډوال په دغو شخړو کې له پامه غورځول کېږي.
بنېټ همداراز په ایران کې د افغانانو د اعدامونو دوام خواشینوونکی بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایران قضايي قوې د ګل محمد محمدي په نوم د یوه افغان وګړي د اعدام خبر ورکړی و. نوموړی د تېر کال د اعتراضونو له قضیې سره د تړاو په تور په اعدام محکوم شوی و.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د محمدي د اعدام حکم د چنګاښ میاشتې په ۲۸مه د اصفهان په یوه زندان کې عملي شوی دی.
انتونیو ګوتیریش نن شنبې سوریې ته ولاړ؛ په څه باندې یوه لسیزه کې دمشق ته د ملګروملتو د یوه سرمنشي لومړنی سفر
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په یوه درې ورځني سفر نن شنبې سوریې ته ورسید. دا له کله چې په دې هیواد کې کورنۍ جګړه پیل شوې وه، دمشق ته د ملګروملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفردی. د راپورونو له مخې نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې په سوریه کې د سیاسي انتقال له بهیر څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړي. په سوریه کې سیاسي بدلون څه باندې یو نیم کال وړاندې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبرکې هغه مهال رامنځته شوچې د دیارلس کلنې کورنۍ جګړې له پای ته رسیدو او د اوږدمهاله واکمن بشارالاسد د واکمنۍ له نسکوریدو سره د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ نویو واکمنو د دې هیواد واګې په لاس کې واخیستې.
د سوریې د دولتي خبري آژانس (سانا) د راپورله مخې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د دمشق په نړیوال هوایي ډګرکې د ګوتېرېش او د مل پلاوي یې هرکلی وکړ.
له دې وړاندې د ملګروملتونو پخوانی سرمنشي بان کي مون په ۲۰۰۹ کال کې سوریې ته تللی و، هغه هم دوه کاله مخکې تردې چې په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شي. په دې جګړه کې تر نیم میلیون ډېر کسان ووژل شول او ملیونونو نور له هیواده بهرکډه کولو ته اړشول.
د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل
د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، نن شنبه د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د بارانونو د ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
بدخشان، تخار، نورستان، بغلان، پنجشېر، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، سرپل او غور هغه ولایتونه دي چې پکې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی دی.
په دغو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۵ میلی مترو پورې اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان ختیځ، په ځانګړي ډول نورستان، د سختو او ویجاړوونکو بارانونو او مرګونو سېلابونو شاهد و.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخې، د دغو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه شوي، ۵ تنه ورک او ۱۲۵ تنه ټپیان شوي دي.
دغو سېلابونو همدارنګه په نورستان، پکتیا، پکتیکا، غزني او میدان وردګ ولایتونو کې پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.