نالوستي ځوانان ټولنيزې رسنۍ څه‌ډول کاروي؟ د ځينو کليوالي ځوانانو کيسې او تجربې

يوشمېر ځوانان، چې ازادي راډيو ته يې خپل انځورونه رالېږلي.

نالوستي ځوانان که څه هم خط نه‌شي لوستی، خو داسې لارې چارې يې موندلي چې پوهېږي ټولنیزې رسنۍ څنګه وکاروي.

"زه وټس‌اپ کاروم او غږیز پیغام استوم، نور څه نهکاروم."

"زه ډېره هڅه کوم خو بې‌سواده یم، ځانته مې اوس د انټرنیټ له لارې یوه استاده نیولې ده، خو بیا هم راته د زده‌کړو زمینه برابره نه‌ده."
د غزني اوسېدونکې ليلا

د غزني اوسېدنکې لیلا ده، وايي زده‌‌کړې يې نه‌‌دي کړي خو پوهېږي چې په موبایل کې څنګه انټرنیټ فعاله کړي او خپلو ملګرو سره د وټس‌اپ له لارې خبرې وکړي.

لیلا په وټس‌اپ کې د غږیزو پیغامونو او زنګ له لارې له نورو سره اړیکه نیسي.

د هغې په خبره، په‌‌دې هم پوهېږي چې څنګه سټیکرې جوړ کړي او کله نا کله د هغو سټېکرو په مرسته له ملګرو سره په خبرو کې خپل احساسات بیان کړي.

لیلا وايي، په وټس‌اپ کې په‌‌داسې ګروپونو او چینلونو کې اډ ده چې د خبرونو سربېره، د مخ د ښکلا په اړه مشورې او د خیاطۍ زده‌‌کړې په اړه په‌‌کې عکسونه او ویډيوګانې کتلی شي.

لیلا اوس د دې لپاره چې وکولی شي له ټولنیزو رسنیو کار واخلي، لیک او لوست ته يې مخه کړې ده.

هغه وايي: "زه ډېره هڅه کوم خو بې‌سواده یم، ځانته مې اوس د انټرنیټ له لارې یوه استاده نیولې ده، خو بیا هم راته د زده‌کړو زمینه برابره نه‌ده."

د خوست د ځاځي‌میدان ولسوالۍ په ليرې پروت پیرمیله کلي کې د حمزه په نوم یو شل‌کلن ځوان چې د لیلا په څیر يې زده‌‌کړې نه‌‌‌دي کړي وايي، له وټس‌اپ او فېس‌بوکه کار اخلي او په‌‌دې پوهېږي چې څنګه له نورو سره له‌‌‌دې لارې اړیکه ونیسي.

حمزه ازادي راډيو ته وويل: "ولا زه خو یوازې په‌‌‌دې پوهېږم چې یو څوک راته زنګ ووهي، یا يې پیغام راته پرېښی وي، چې وايې‌ورم، نور په لیکلو نه‌پوهېږم، وټس‌اپ او فېس‌بوک ډېر کاروو، نور ډېر زه نه‌‌پوهېږم خو دا کاروو."

افغانستان کې د نالوستو ځوانانو له لوري د ټولنيزو رسنيو کارول.

حمزه وايي، که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې متن نه‌شي لوستلی، خو د ویډیو او انځورونو په کتو په یوه موضوع پوهېږي.

صلاح‌الدین چې په همدې کلي کې یو بل ځوان دی او هغه هم زده‌‌کړې نه‌‌‌دي کړي وايي، د غږیزو پیغامونو او زنګ له لارې له خپلو ملګرو او د کورنۍ له هغو غړو سره چې له هېواده بهر دي اړیکه نیسي.

په‌‌‌دې کلي کې حمزه او صلاح‌‌‌الدین یوازیني کسان نه‌‌دي چې زده‌‌کړې يې نه‌‌دي کړي، بلکې ډېر ځوانان شته چې له زده‌‌کړو بې‌برخې دي، خو ټولنیزې رسنۍ په ځانګړي توګه فېس‌بوک او وټس‌اپ کاروي.

خو دا چې دا ځوانان انټرنیټ څنګه فعالوي او څنګه د ځان لپاره په‌دې رسنیو کې اکونټونه جوړوي؟ په اړه يې صلاح‌الدین وايي: "وټس‌اپ کاروو، مسنجر کاروو، موږ خو خپله پرې نه‌پوهېږو، خو په کلي کې مو داسې ځوانان شته چې هغه لوستي دي، هغوی راته انټرنیټ فعالوي او موږ ورته پیسو ورکوو، بیا يې کاروو، نور خپله په لیکلو نه‌پوهېږم."

د هغه په خبره، دا لوستي کسان وخت ناوخت له دوی سره مرسته کوي، چې په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي توګه په فېس‌بوک کې اکونټ جوړ کړي.

اوس هر کار ډېر ژر کېږي، له خلکو ژر خبرېږو، زه خو يې ډېر ښه بولم، دا ځوانان پرې ډېر ښه پوهېږي، کله مو دوی پرې پوهوي."
يو قومي مشر

"زه وفا زخمي د هرات ولایت له شینډن ولسوالۍ درته پیغام پرېږدم، ګلالۍ ارماني خبرې کوم له هلمند ولایت څخه."

دا د ازادي راډیو هغه دوه ښځینه اورېدونکي دي چې د وټس‌اپ له لارې يې ازادي راډیو ته پیغامونه پرېښي دي.

دغو نجونو چې زده‌کړې يې نه‌‌‌دي کړي، له پیغامونو سربیره، وخت ناوخت د وټس‌اپ له لارې ازادي راډیو ته زنګ وهي او د خپلې خوښې د سندرو د اورېدو غوښتنه هم کوي.

که څه هم د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې نالوستي، د ټليفوني شبکو ټیت کیفیت او د انټرنیټ لوړې بیې ټولنیزو رسنیو ته د ځوانانو لاس‌رسی محدود کړی دی، خو اوس د ځوانانو په ډېرو ناستو کې د خبرو اترو ځای ټولنیزو رسینو نیولی دی.

که څه هم تر اوسه په‌‌‌دې اړه هیڅ سروې نه‌‌‌ده شوې، چې د افغانستان په ليرو پرتو سیمو کې څومره خلک په ځانګړې توګه ځوانان په خپلو مبایلونو کې ټولنیزې رسنۍ کاروي، خو د پیرمیله په کلي کې یو قومي مشر وايي، د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې هغه فکر چې د مبایل کارول یو غلط کار دی، یو څه له‌منځه تللی دی او خلک اوس د رسنیو په ارزښت پوهېږي.

ياد قومي مشر چې خپل نوم نه‌اخلي وايي: "اوس ډېر فکر بدل شوی دی، هغه وايي کومه ګنډه چې په لاس خلاصېږي خولې ته يې مه وړه، اوس هر کار ډېر ژر کېږي، له خلکو ژر خبرېږو، زه خو يې ډېر ښه بولم، دا ځوانان پرې ډېر ښه پوهېږي، کله مو دوی پرې پوهوي."

افغانستان کې د نالوستو ځوانانو له لوري د ټولنيزو رسنيو کارول.

د افغانستان په ښارونو کې بیا هغه ځوانان چې زده‌کړې يې کړي، د وټس‌اپ او فېس‌بوک سربېره، نورې ټولنیزې رسنۍ لکه ټوېټر، انسټاګرام، ټلېګرام، ټک ټاک او په ځانګړې توګه د یوټیوب کارولو ته يې مخه کړې ده.

د هغو معلوماتو پر اساس چې ګلوبل ډیجیټال اورویو خپاره کړي، د سږ کال تر اکټوبر میاشتې پورې په ټوله نړۍ کې تر پنځه میلیارده ډېر خلک ټولنیزې رسنۍ کاروي.

د ګلوبل ډیجیټال اورویو د معلوماتو پر بنسټ، یوټیوب هغه رسنۍ ده، چې تر ټولو ډېره کارول کېږي، ورپسې وټس‌اپ، فېس‌بوک، انسټاګرام، د فېس‌بوک مسنجر او ټک ټاک په ترتیب ډېرې کارولی شوې رسنۍ دي.

راپور: فريده سيال