د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۹

له پڅ انټرنټي خدماتو شکايتونه؛ اترا: قرغزي شرکت سره په ګډه د انټرنټ کيفيت لوړوو


ارشيف
ارشيف

د طالبانو د حکومت تر مدیریت لاندې د مخابراتي خدماتو اداره په افغانستان کې د انترنټ د کیفت لوړولو او لګښت را ټیټولو لپاره د یو قرغزي شرکت د پانګونې خبر ورکړی دی.

په کابل کې د انترنټ یو شمېر کاروونکي وایي په افغانستان کې انترنټ بې کیفیته دی او لګښت یې هم لوړ دی.

دوی وایي د مخابراتي شرکتونو د سیم کارتونو انترنټ کاروي او په ورځ کې یې انترنټ څو ځلې قطع کېږي او په ځینو سیمو کې خو هېڅ کار نه کوي.

فیروز او شېردل پاڅون دوه هغه افغان ځوانان دي چې کار یې زیات پر انترنټ دی او له دې لارې خپل ورځیني کارونه مخته وړي.

دوی ازادي راډیو ته وویل:"زه د کابل ښار ارزان قیمت سیمه کې اوسېږم د انترنټ لپاره مخابراتي سیم کارتونه کاروم خو کیفیت ډېر ټیټ دی او ان په ورځ کې څو ځلې بندیږي."

"ډېر کله چې انترنټ فعاله کوم کریډيټ مې زر خلاص شي او انترنټ هم ورسره غیر فعال شي ، هم د انترنټ بیه لوړه ده او هم یې کیفیت ښه نه دی."

خلک د انټرنټ له لوړو بيو او ټيټ کفايټ شکايت کوي.
خلک د انټرنټ له لوړو بيو او ټيټ کفايټ شکايت کوي.

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې په مخابراتي شرکتونو دې جدي څارنه وکړي او د انترنټ د کیفیت د لوړولو او بیې د راټیټېدو ته دې پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د مخابراتو وزارت چارواکو،د اترا ادارې او قرغزستان د سیمه ییزې پراختیا وجهي صندوق شرکت د رهبرۍ تر منځ ناسته ترسره شوې ده.

په هغه خبرپاڼه کې چې د افغانستان مخابراتي خدماتو تنظیم ادارې «اترا» لخوا خپره شوې په کې راغلي چې په دې ناسته کې دواړو خواوو په افغانستان کې د انټرنټ د کیفیت لوړولو او مناسبې بیې په تړاو خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د دې ناستې په پای کې «افغان ټیلې کام» دولتي شرکت ته لارښوونه شوې چې له دغه قرغزي شرکت سره همکاري وکړي او لازمې اسانتیاوې دې ورته برابرې کړي.

افغانستان کې ميليونونه وګړي له انټرنټ ګټه اخلي.
افغانستان کې ميليونونه وګړي له انټرنټ ګټه اخلي.

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې ۵ مخابراتي شرکتونه فعال دي او د ټیلفوني خدماتو تر څنګ خلکو ته انترنټي خدمات هم وړاندې کوي.

د دغه وزارت چارواکو وړاندې ازادي راډیو ته ویلي وه چې په ټول افغانستان کې له ۲۲ میلیونه زیات سیم کارتونه فعال دي له لس میلیونه زیات د سیم کارتونو څښتنان له انترنټ څخه استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG