د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۴۳

نړۍ

ترکمنستان د نړۍ تر ټولو کمزوری انټرنټ لرونکی هېواد وبلل شو

د انټرنټ په اړه د کېبل ټکی سي او ټکی یو کې (Cable.co.uk) د راپور ګراف
د انټرنټ په اړه د کېبل ټکی سي او ټکی یو کې (Cable.co.uk) د راپور ګراف

ترکمنستان د نړۍ په سطحه تر ټولو د کمزوري انټرنټ لرونکی هېواد وبلل شو.

په دغه هېواد کې یو څوک د یوه فلم د ډاونلوډ لپاره یوې پوره ورځې ته اړتیا لري.

د کېبل ټکی سي او ټکی یو کې (Cable.co.uk) په هغه راپور کې چې په ۲۰۲۱م کال کې د نړۍ په سطحه د انټرنټي خدماتو په اړه دی، ویلي: "په ۲۲۴ هېوادونو کې د شوې سروې له مخې، ترکمنستان تر ټولو کمزوری انټرنټ لري چې سرعت‌یې په یوه ثانیه کې ۰،۵۰ مېګابایټس دی."

د دې بنسټ په حواله، که یو څوک غواړي په ترکمنستان کې د پنځه جي بي یو فلم ډاونلوډ کړي، ۲۲ ساعتونو او ۳۴ دقیقو ته اړتیا لري.

د راپور له مخې ترکمنستان چې د منځنۍ اسیا یو منزوي هېواد دی، تر جګړه‌ځپلو هېوادونو لکه یمن، جنوبي سوډان، سومالیا او افغانستان هم د انټرنټ د سرعت له مخې شاته پاتې دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اوپیک پلس هېوادونو د تیلو د تولید په زیاتولو موافقه وکړه

د اوپیک هېوادونو یوه مخکینۍ غونډه
د اوپیک هېوادونو یوه مخکینۍ غونډه

د سعودي عربستان او روسیې په ګډون د اوپیک + اوه غړو، د یکشنبې په ورځ په یوه آنلاین غونډه کې د روان کال د اګست لپاره د تیلو د تولید په زیاتولو موافقه وکړه.

د رویټرز د راپور له مخې، د اوپیک + غړو موافقه کړې چې د تیلو تولید په ورځ کې ۱۸۸،۰۰۰ بیرل زیات کړي، که څه هم د ځینو غړو اصلي تولید لاهم له ټاکل شوې کوټې څخه ښکته دی.

سعودي عربستان، روسیې، عراق، کویټ، قزاقستان، الجزایر او عمان هم د تیلو په نړیوال بازار کې د ثبات ساتلو لپاره په خپلو ژمنو ټینګار وکړ.

ټاکل شوې ده چې دغه هیوادونه د اګست په دوهمه نیټه بله غونډه وکړي.

د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د جګړې او د هرمز تنګي په بندېدو سره په سعودي عربستان، عراق او کویت کې د تیلو تولید په ورځ کې شاوخوا شپږ ملیون بیرل کم شوی.

د جون په وروستیو کې د تهران او واشنګټن ترمنځ تر هوکړې وروسته، په سیمه کې د باري کښتیو تګ راتګ زیات شوی او د تیلو بیه هم هغې بیې ته نږدې شوې چې له جنګونو مخکې وه.

ولسمشر ټرمپ وایي نتنیاهو ترې غوښتي چې سپینه ماڼۍ کې ورسره خبرې وکړي

ټرمپ سپینه ماڼۍ کې
ټرمپ سپینه ماڼۍ کې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو له هغه څخه غوښتي چې په سپینه ماڼۍ کې سره وویني، او دا غونډه ممکن د ناټو له سرمشریزې څخه د هغه له راستنیدو وروسته، حتی راتلونکې اونۍ هم ترسره شي.

د بنیامین نتنیاهو دفتر د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې هغه د امریکا له ولسمشر سره په تلیفون خبرې کړي او دواړو خواوو موافقه کړې چې ژر تر ژره په امریکا کې سره وویني.

د اسراییلي چارواکو په وینا، تمه کیږي چې په دې غونډه کې به په منځني ختیځ کې د وروستیو پرمختګونو، د غزې جګړې، دوه اړخیزو اړیکو، په سیمه کې د امنیتي وضعیت او همدارنګه د ایران د مسلې په اړه بحث وشي.

د سفر او غونډې دقیقه نیټه لا په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.

دا به په سیمه کې د وروستیو پرمختګونو وروسته د ټرمپ او نتنیاهو لومړۍ ممکنه غونډه وي.

د فوټبال په نړیوال جام کې د برازیل او ناروې لوبه

د برازیل او ناروې دوه مخکښ لوبغاړي جونیر او هالنډ
د برازیل او ناروې دوه مخکښ لوبغاړي جونیر او هالنډ

د فوټبال په نړیوال جام کې برازیل او ناروې لوبه لري.

د دوی لوبه د افغانستان په وخت نن شپه دولس نیمې بجې د نیوجرسي په میټ لایف سټډيوم کې پيلیږي.

په بله لوبه کې به مکسیکو او انګلستان سره مخ شي.

دوشنبه هم د فوټبال په نړیوال جام کې یوه مهمه لوبه کېږي.

دوه ګاونډي او سیال ټیمونه هسپانیه او پرتګال سره مخ دي.

د دوی لوبه د تکساس په ډالاس سټډيوم کې د شپې په یوولس نیمو بجو پیلیږي.

پرتګال او هسپانیه وروستی وار د ۲۰۲۵ کال د ملتونو جام په پایلوبه کې مخ وو چې په پنالټي شوټونو کې پرتګال وګټله.

ټرمپ: کولی شم د خامنه اي په جنازه کې لوړپوړي ایراني چارواکي ووژنم خو دا کار نه کوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي،"کولی شم د خامنه اي په جنازه کې لوړپوړي ایراني چارواکي ووژنم خو دا کار نه کوم".

هغه پرون د اکسیوس په نوم یوې امریکايي ویب پاڼې سره مرکه کې وویل،" ټول ایراني لوړپوړي چارواکي هلته دي، کولی شم ټول يې په یو ډز سره له منځه یوسم، خو دا کار نه کوم، ځکه بیا به څوک نه وي چې مذاکرات ورسره وکړو".

هغه وړاندې ویلي،"ایراني چارواکي له امریکا سره یوې موافقې ته د رسیدو لپاره راته زارۍ کوي".

د هغه په ټکو، د خامنه اي د جنازې د مراسمو پر مهال به دواړه خواوې پر یو بل ډز هم نه کوي.

ټرمپ د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځې په مراسمو کې ویلي و،"ایران ته مو یوه اوونۍ وخت ورکړی چې د خامنه اي د جنازې مراسم ترسره کړي".

له پرون شنبې راهیسې په تهران کې د ایران د پخواني مشر ایت الله علي خامنه اي د جنازې مراسم پیل شوي چې پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.

د پاکستان صدراعظم د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې د لاسلیک په هڅو کې د ترکیې رول مهم وباله

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف وایي، ترکیې د ایران او امریکا ترمنځ د اسلام آباد د تفاهم لیک د لاسلیک کیدو لپاره هڅو کې مهم رول لوبولی دی.

نوموړي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ له ترکیې څخه د کتنې په ترڅ کې د ترکیې له ولسمشررجب طیب اردوغان سره استانبول کې په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري یوازې په خبرو پورې نه رالنډیږي بلکې مشخصو اقدماتو هغه غښتلې کړې ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا وویل چې ترکیه او پاکستان یو ځل بیا خپله ژمنتیا تازه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارډه ډالرو ته ورسوي.

اردوغان زیاته کړه چې ترکیه خپل پانګه ‌وال هڅوي چې په پاکستان کې لا ډېرې پانګونې وکړي او په اقتصادي فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د دفاعي صنعت، انرژۍ، ټرانسپورټ، مهمو طبعي زېرمو اود معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې به د نویو ګډو پروژو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا پراخه شي.

علي عظمایي د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د سمندري ځواک د نوي قومندان په توګه نومول شوی

Tehran on July 4, 2026.
Tehran on July 4, 2026.

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې په هغې اعلامیه کې سپاه پاسدران د پخواني مشرایات الله علي خامنه یې د جنازې په مناسبت خپره کړې، علي عظمايي د سمندري ځواک د نوي قوماندان په توګه معرفي شوی دی.

د سپاه پاسداران د سمندري ځواک پخوانی قوماندان علي رضا تنګسیري وو، چې اسراییل یې د مارچ په ۲۶مه په یوه هوايي برید کې د وژل کیدو خبر ورکړ. د ایران وسله‌ والو ځواکونو هم څو ورځې وروسته د هغه مړینه تایید کړه.

د اسراییل د دفاع وزیراسراییل کاتز تنګسیري په هرمز تنګي کې د ماین ‌اېښودنې او د دغې مهمې سمندري لارې د تړلو د هڅو اصلي مسؤل بللی و.

تردې مخکې سپاه پاسداران د عظمایي چې د تنګسیري د مرستیال قومندان په توګه یې دنده مخ ته وړله، د قوماندانۍ د ټاکل کېدو رسمي اعلان نه و کړی.

د ایران په وړاندې د امریکا او اسراییل د ۴۰ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د تنګسیري او د دې هیواد د مشرعلي خامنه یي په ګډون د ایران ګڼ شمېر لوړپوړي سیاسي او پوځي قوماندانان ووژل شول. د خامنه یي جنازه به چې رسمي مراسم یې له تهرانه پیل شوي او وروسته به په قم ښارکې ترسره شي، د جولای په نهمه په مشهد کې خاورو ته و سپارل شي.

ارجنټاین د کیپ ورډ لوبډلې په ماتولو سره واتونیده د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومومي

د فوټبال په نړیوال جام کې ارجنټاین د کیپ ورډ لوبډلې په ماتولو سره واتونیده د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار ومومي.

د تیرې ورځې په لوبو کې ارجنټاین ۳ پر ۲ کیپ ورډ ټيم له مخې لیرې کړ، مصر واتونیده په پنالټي شوټونو کې اسټرالیا ته ۴ پر دوه ماتې ورکړي، کولمبیا لوبډلې ګانا ته ۱ د صفر پر وړاندې او سویس ټیم دوه د صفر پر وړاندې الجیریا ته ماتې ورکړه.

نن فرانسه له پاراګوی او کاناډا له مراکش سره لوبه لري.

دغه لوبې د امریکا په وخت د ماښام ۷ او د شپې یولس بجې پیلږي.

په تهران کې د ایات الله علي خامنه اي د جنازې مراسم پیل شول

د ایات الله علي خامنه اي او د کورنۍ د څلورو غړو تابوتونه يې د ایران په درې رنګه بیرغ پوښلو شوي دي
د ایات الله علي خامنه اي او د کورنۍ د څلورو غړو تابوتونه يې د ایران په درې رنګه بیرغ پوښلو شوي دي

په تهران کې د ایات الله علي خامنه اي د جنازې مراسم پیل شول.

د ایران د پخواني مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي د جنازې مراسم نن شنبه سهار شپږ بجې پیل شوي چې تر پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.

خامنه اي او د کورنۍ نور څلور غړي يې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې څلور میاشتې وړاندې ووژل شول.

د خامنه اي او د کورنۍ د غړو مړي يې د تهران په مصلی کې د خلکو وروستي درناوي ته اېښودل شوي چې پنځه ورځې وروسته به په خپله پلرنۍ هدیره مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.

فرانس پریس خبري اژانس لیکي،" مراسمو ته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي، ټولې لارې تړلي دي او تمه ده هوايي حریم هم وتړل شي".

د خامنه اي د جنازې په مراسمو کې تراوسه په زرهاوو کسانو ګډون کړی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د روسیې پخوانی ولسمشر دیمیتری میدویدیف او د افغانستان د ړنګ شوي جمهوریت یو شمیر چارواکو په دغه مراسمو کې ګډون کړی دی.

تراوسه معلومه نه ده چې د ایات الله خامنه اي ځایناستی مجتبی خامنه اي به په دې مراسم کې ګډون وکړي او که نه.

د اسراییلو پوځ یو ځل بیا د لبنان پر جنوب بریدونه کړي

د اسراییلو پوځ وايي، د لبنان په جنوب کې يې د حزب الله څو مرکزونه په نښه کړې دي.

دغه پوځ د جمعې په ورځ د جولای په دریمه په یو بیان کې وویل،" د حزب الله شاوخوا لس تاسیسات او د وسلو بار لارې يې ویشتي دي".

امریکا متحده ایالاتونه حرب الله ډله یو ترهګریز سازمان بولي، خو اروپايي ټولنه د دغې ډلې پوځ څانګه د ترهګرو ډلو په لیست کې شامله کړې ده.

اسراییلو او لبنان تیره اونۍ د امریکا په ملاتړ یوه هوکړه لاسلیک کړه، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سولې ته لار هواره کړي او د ایران له ملاتړه برخمنه حزب الله ډله بې وسلې کړي.

د ناټو په سرمشریزه کې د ایران د اټومي پروګرام او هرمز تنګي په اړه خبرې کیږي

تمه ده راتلونکې اوونۍ د ترکیې په پلازمینه انقره کې د ناټو سازمان په سرمشریزه کې د ایران د اټومي پروګرام او هرمز تنګي په اړه خبرې وشي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

په هغه بیان کې چې ناټو سازمان د جمعې په ورځ د جولای په دریمه خپور کړی د ولسمشر ټرمپ په حواله راغلي،" ایران باید اټومي وسلو ته لاسرسی ونه مومي او پر ایران دې فشار راوړل شي څو په هرمز تنګي کې د کښتو ازاد تګ راتګ ته اجازه ورکړي".

په ناټو سازمان کې د امریکا دایمي استازي مېټیو ویټیکر د تیرې چهارشنبې په ورځ ویلي و،" د تهران او واشنګټن ترمنځ له تړون وروسته له ناټو غړو هېوادونو سره د امریکا کړکیچ کم شوی او غړي هېوادونه به د انقري په غونډه کې د پخوا پرتله سره متحد وي".

ایران او امریکا تیره میاشت د ۶۰ ورځو په موخه یوه هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې يې په هرمز تنګي کې د کښتو تګ راتګ ته په موقته توګه اجازه ورکړل شوي ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG