د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د ازادي راډیو له راپور وروسته په هرات کې انټرنېټ کلبونو ته بیا د فعالیت اجازه ورکړل شوه


په هرات کې یو انټرنېټ کلب
په هرات کې یو انټرنېټ کلب

په هرات ولایت کې د انټرنټ کلبونو د بندېدو په اړه د ازادي راډیو د پروني راپور تر خپرېدو وروسته طالبانو بېرته دغو بندو شویو کلبونو ته د فعالیت اجازه ورکړه.

په هرات کې د یوه انټرنټ کلب مسؤل همایون وايي چې د ازادي راډیو د شنبې ورځې د راپور له خپرېدو وروسته چې په‌کې د هرات د امربالمعروف ریاست له مسؤلینو سره خبرې شوې وې د انټرنټ کلبونو د بندېدو لاملونه وموندل او دوی د امر بالعمروف رئیس ته ورغلل، ورسره یې خبرې وکړې او قناعت یې ورکړ چې په پایله کې یې دوی ته بېرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه.

هغه وویل: "موږ ته یې یو سلسله ممانعتونه وضع کړل چې له ۱۵ کالو کم عمره کسان دلته پرې نه ښودل شي، مبتذل فلمونه دې ونه وسي، نجونې دې ونه وسي، دا ټول شیان موږ پخوا هم عملي کول. دا چې ازادي راډیو زموږ غږ مسوولانو ته ورساوه، ډېره مننه. ډېر خوشال یم. شاوخوا ۳۰۰ کفې نېټونو ته بېرته د فعالیت اجازه ورکړل شوه. له ۵۰۰ ډېر کسان او ۵۰۰۰ د کورنۍ غړي چې له ډوډۍ پاتې وه بېرته په ګټه وټه شول. مننه له ټولو رسنیو او په ځانګړې ډول له ازادي راډیو، مننه."

په هرات ولایت کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رییس مولوي عبدالرحمن د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته ویلي وو چې انټرنېټ کفې ګانو د خلکو بچیان بوخت کړي وو او په خبره یې که دا همداسې ادامه ولري نو ډېر بد بخته انسان ترې جوړېږي او بده نتیجه ورکوي.

عبدالباري په هرات کې د یو بل انټرنېټ کلب مسوول دی.

هغه وایي، د کورنۍ لس که یولس کسان یې له همدې نفقه تر لاسه کوله او شاوخوا یوه اوونۍ یې دوکان بند و، خو دا چې د ازادي راډیو د راپور له خپرېدو وروسته بېرته دوی ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه، دی ترې منندوی دی.

ده ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: "ډېره زیاته مننه دا چې له موږ سره مو همکاري وکړه. هغه سوی تفاهم چې دوی درلوده، حل شو. زه د یو کفې نېټ درلودونکي په حیث له تاسو ډېره مننه کوم. ما له همدې خپل د کورنۍ د لسو، یولسو کسانو نفقه لاسته راوړله. له همدې دوکان موږ ډوډۍ خوړله. له ښه مرغه وروسته له یوې اوونې وتوانېدو خپل کار ته بېرته راشو، بیا هم له تاسو ډېره زیاته مننه کوم."

په هرات ولایت کې د حقوقو د پوهنځي محصل یونس محمد زاده وایي، دا چې په دې ولایت کې یوه اوونۍ انټرنېټ کلبونه بند وو نو محصلان له خپلو درسونږ ډېر شاته پاتې شول، خو دا چې اوس بېرته فعال شول، خوشاله دی.

ده ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "محصلانو ته دا یوه نه جبرانېدونکی زیان دی. پروژې مو پاتې شوې، خو دا چې اوس بېرته فعالې شوې نو مونږ ډېر خوشاله یو. په دې هیله چې ادامه پیدا کړي او بیا بندې نه شي."

په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست
په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل، چې په انټرنېټ کلبونو د ایښودل شویو شرطونو په اړه په هرات کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له رییس مولوي عبدالرحمن سره بیا خبرې وکړي، خو د راپور تر خپرېدو پورې یې پوښتنې ځواب نه کړې.

XS
SM
MD
LG