د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

يو شمېر کورنۍ: افغانستان کې د ماشومانو د تفريح او ساتېرۍ لپاره امکانات نه‌شته


يو شمېر ماشومان، ارشيف
يو شمېر ماشومان، ارشيف

یو شمېر افغانې کورنۍ وايي،‌ اوس‌مهال د ماشومانو د تفریح او ساتېرۍ لپاره په افغانستان کې امکانات نه‌شته.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ د خپلو ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښیي او وايي، اوس‌مهال د ماشومانو لپاره د تفریح او لوبو امکانات نه‌شته.

د بلخ ولایت یوه اوسېدونکې مهناز وايي، د طالبانو له لوري پارکونو او تفریح ځایونو ته د مېرمنو په ورتګ د بندیز له کبله ماشومان هم دغو عامه ځایونو ته له تللو محروم شوي دي.

هغې ازادي راډیو ته وویل، له ۱۲ کلونو کم‌‌عمره درې خوریونه لري چې، اوس‌مهال له ګټورې سرګرمۍ پرته ټوله ورځ په کور کې وي.

نوموړې وايي: "په افغانستان کې ډېری ماشومان له خپلو مېندو سره وي، په هغه ټولنه کې چې مېرمنې پارکونو ته له تګه منع شوي وي ماشومان هم نه‌شي تلای او په موبایلونو کې بېلابېلو ګیمونو ته مخه کوي، زموږ د کورنۍ ډېری ماشومان بهرني چینلونه ګوري چې د هماغو هېوادونو له کلتورونو څخه اغېزمن کېږي."

د یادونې ده چې طالبانو په افغانستان کې له بیا ځلي واک ته رسېدو وروسته پارکونو او تفریح ځایونو د ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

طالبانو پارکونو ته د ښځو پر ورتګ بنديز لګولی
طالبانو پارکونو ته د ښځو پر ورتګ بنديز لګولی

د پروان ولایت اوسېدونکې مرضیه چې له پنځو کلنو دوه کم‌عمره ماشومان لري وايي، اوس ډېری کورني تلوېزیوني چینلونه د ماشومانو لپاره ګټورې تفریحي خپرونې نه‌لري او د برېښنا کمښت دغه ستونزه لا پسې جدي کړې ده.

هغه وايي: "زما ماشومان له سهاره تر بېګاه په کور کې وي، د تفریح او سرګرمۍ لپاره ځای نه‌شته چې لاړ شي، برق هم نه‌شته چې د انټرنټ له لارې د ماشومانو روزنیز او تفریحي پروګرامونه ورته وښیم، هغوی بلکل مړاوي شوي دي."

"بد مرغي دا ده چې اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی او څوک نه‌شي کولای خپل ماشومان پارک ته یوسي
محمد طاهر اتل

د کابل ښار اوسېدونکی محمد طاهر اتل چې له څلور څخه تر شپږ کلونو ترمنځ څلور لمسيان لري وايي، اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې ماشومان له تفریح او لوبو څخه پاتې شي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "بد مرغي دا ده چې اقتصادي وضعیت ښه نه‌دی او څوک نه‌شي کولای خپل ماشومان پارک ته یوسي، څو هلته د لوبو پر وسایلو مصروف شي او ساعت یې تېر شي، اوس هرڅه په پیسو شوي د خارج په څېر نه‌دي چې پارکونه بې پیسو وي، کله چې کورنۍ نه‌شي کولای پارکونو ته لاړې شي نو یوازینې لار یې همدا ده چې موبایلونه چارچ کړي او ماشومانو ته یې ورکړي زما لمسیان چې کله موبایل ورسره وي ان ډوډی هم نه خوري."

په همدې حال کې د ماشومانو د روزنې د برخې یو شمېر پوهان وايي، له کوره د باندې د ماشومانو تفریح او سرګرمۍ د ماشومانو د ژوند مهمه برخه جوړي او د دوی پر جسم او روان مثبت اغېز پرېباسي.

څېړنې ښيي چې ماشومان له مناسبې تغذیې، پوره استراحت او په تازه هوا کې د تفریح او لوبو په کولو سره ښه وده کولای شي.
څېړنې ښيي چې ماشومان له مناسبې تغذیې، پوره استراحت او په تازه هوا کې د تفریح او لوبو په کولو سره ښه وده کولای شي.

د ماشوم د ادبیاتو کور به نوم بنسټ مرستیالې اسما کاکړ په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "تفریح او له کوره د باندې لوبې د ماشومانو د ژوند یو مهمه برخه ده او دوی پر جسم او روان ښه اغېز لري، یو اغېز یې دا دی چې دوی له کوره د باندې له چاپیریال سره بلدیږي او ټولنیز ژوند سره عادت کېږي، پر ځان یې د باور کچه زیاتیږي او کولای شي په راتلونکې کې د ستونزو پر وړاندې مبارزه وکړي."

خو نوموړې له موبایل او اپیډ د کارونې د ناوړه پایلو په اړه وویل چې، دا چاره کولای شي په لنډ مهال او اوږمهال کې د ماشومانو پر عصابو بد اغېز وکړي او ماشومان له خپلو کورنیو څخه لرې کړي، کله چې دوی لویږي پر ځان باور یې له لاسه ورکړی وي او له ټولنیز ژوند سره بلد شوی نه وي.

د ماشومانو روزنې د برخې پوهان دغه شان وايي، پر موبایل او کمپیوټر د ماشومانو مصروفیت د رواني ستونزو سربېره د دوی په روغتیا هم بد اغېز کوي او د سترګو د لید د کمزوي کېدو ترڅنګ د ملا او غاړو په مریو کې ورته ستونزې پیدا کولای شي.

څېړنې ښيي چې ماشومان له مناسبې تغذیې، پوره استراحت او په تازه هوا کې د تفریح او لوبو په کولو سره ښه وده کولای شي.

XS
SM
MD
LG