د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

کندهار او هلمند کې د لامبو پر مهال د ځوانانو مرګوني تلفات؛ لاملونه یې څه دي؟


د افغانستان سویل کې یو ماشوم د لامبو پر مهال
د افغانستان سویل کې یو ماشوم د لامبو پر مهال

د کندهار د ارغنداب لویه ویاله او د هلمند په سیند کې هر کال د لامبو پر مهال لسګونه ځوانان ډوبېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هلمند د څپانده سیند په څنډو کې چې اوبه یې خورا تېزې دي، یو شمیر کم عمره ماشومان لامبو کوي چې هره شېبه یې د ډوبېدو او وړلو وېره شته.

په تېرو څلورو میاشتو کې د هوا له ګرمېدو سره په پرله پسې توګه د کندهار دارغنداب سیند، لویې ویالې، دهلې بند او د هلمند په سیند کې لسګونه ځوانان او ماشومان د لامبو پر مهال په اوبو کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د طالبانو د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، له دې جملې روان کال یوازې په ارغنداب سیند او لویه ویاله کې ۱۶ کسان اوبو غرق کړي چې ۶ یې ماشومان دي.

په کندهار کې یو شمېر ځوانان او تنکي ځوانان د لامبو وهلو پر مهال
په کندهار کې یو شمېر ځوانان او تنکي ځوانان د لامبو وهلو پر مهال

خلک وایي، د ډېری ځوانانو د لامبو مهارتونه کمزوري دي او د بند د ژورو او د سیند د تېزو اوبو په خطرونو نه پوهېږي.

د هلمند اوسېدونکی عبدالستار ستوری وایي ډېری وخت ځوانان او ماشومان نه پوهېږي چې څنګه د ځان ساتنه وکړي او په ډوبېدو سره د ژغورنې لارې چارې نه لري.

ستوری زیاتوي: "هلمند سیند هر کال په لسګونه ځوانان، ښځې او ماشومان له ځان سره وړي، دا په پرله پسې تکرارېدونکې پېښې دي چې هر کال تکرارېږي. پرون مو د محمد ادریس په نوم یو اتلس کلن ځوان چې د څلورو خویندو یوازېنی ورور و٬ اوبو وړی و خاورو ته وسپاره."

د سیندونو په ځانګړي ډول د کندهار د دهلې بند او د هلمند سیند اوبه ډېر وختونه د موسمي بارانونو او د بندونو د خلاصېدو له امله په غیر متوقع ډول بدلېږي.

د کندهار اوسېدونکی حکمت الله صلحي وایي په دوبي کې ځوانان د تودوخې له امله په سیندونو کې لمبېږي چې ډېر وختونه دوی د اوبو ژوروالي او د جریان سرعت ته پاملرنه نه کوي.

صلحي زیاتوي: دا واقعا یوه جدي ستونزه ده، د هلمند سیند یا د کندهار د دهلې بند او له دې څخه غځېدلي کوچني ویالې خلک وړي او غرق کوي یې. موږ هره ورځ له دې ستونزي سره مخامخ یوو. که یوازې د کندهار لویې ویالې ته وګورو په زرګونه کوچني ماشومان په کې لمبېږي چې د غرق کېدو امکان یې شته."

د ژغورنې د مسلکي ټیمونو او وسایلو نشتوالی
خلک د ژغورنې د مسلکي ټیمونو او وسایلو نشتوالی د دې ستونزې په مخنیوي کې یوه بله تشه بولي.

د کندهار اوسېدونکې حکمت الله صلحي وایي، کله چې کوم ځوان په اوبو کې ډوب شي، د مسلکي آب بازانو د نه موجودیت له امله یې ژغورنه ډېره ګرانه وي.

صلحي زیاتوي: "د دې ستونزې د مخنوي لپاره مسلکي او سیارو ټیمونو ته اړتیا ده، کله چې ځوانان او ماشومان غرق کېږي مسلکي کسان نه شته چې هغوي و ژغوري، که د آب بازانو یو ګروپ جوړ شي او د پېښې د رامنځ ته کېدو په صورت کې رسېدګي وکړي، کولای شي د خلکو ژوند وژغوري."

په یو شمېر اروپایي هېوادونو کې د لامبو زده کړه د ماشومانو لپاره لازمي بلل کېږي.

د لامبو پر مهال د مهارتونو زده کول هم له مهمو ژغورونکو اقداماتو څخه دي چې افغان کورنۍ یې په اړه ټينګار کوي.
د لامبو پر مهال د مهارتونو زده کول هم له مهمو ژغورونکو اقداماتو څخه دي چې افغان کورنۍ یې په اړه ټينګار کوي.

د زابل اوسېدونکی او فعال روزي محمد زابلی وایي، کورنۍ دې خپلو ماشومانو او ځوانانو ته د سیندونو خطرونه په ګوته کړي او هغوی ته دې معلومات ورکړي.

نوموړي د کورنیو ترڅنګ د دغه ډول پېښو د مخنیوي لپاره د حکومت په رول ټینګار کوي او وایي، د طالبانو حکومت دې د سیندونو او بندونو د هغو برخو لپاره چې خلک یې ډېر کاروي، ځانګړې نښې او خوندي ځایونو جوړ کړي څو خلک پوه شي چې کوم ځایونه خوندي او کوم له خطرونو ډک دي.

زابلی زیاتوي: "د کندهار د لویې ویالې او د هلمند سیند او بوغرا ویالې پر مسیر د حکومت لخوا اړین تدابیر نیول ډېر مهم دي، کورنیو ته په کار ده چې خپل ځوانان او ماشومان له ژورو اوبو راوګرځوي، دغه راز حکومت دعامه پوهاوي مسوولیت هم لري."

خلک د کندهار د دهلې بند او هلمند سیندونو کې د ځوانانو د لامبو پر مهال د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره د پوهاوي پروګرامونه، د لامبو مهارتونو روزنه، د لامبو سیمو ته نژدې د ژغورنې ټیمونه ځای پرځای کول او د لامبو لپاره د خوندي ساحلونو جوړول جدي اړتیا بولي څو دا ستونزه حل او د ځوانانو او ماشومان ژوند خوندي شي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG