د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

افغانستان کې د لامبو پر مهال د ډوبېدو پېښو زیاتوالی؛ لامل یې څه دی؟


ارشیف: په فاریاب کې یو کس د لامبو وهلو پر مهال
ارشیف: په فاریاب کې یو کس د لامبو وهلو پر مهال

په افغانستان کې د اوړي په موسم کې د هوا له ګرمېدو سره سم په يو شمېر ولايتونو کې د لامبو پر مهال په اوبو کې د منځني عمر د هلکانو او تنیکو ځوانانو د ډوبېدلو پېښې زياتې شوې دي.

دا پېښې تر ډېره د افغانستان په ختیځو ولایتونو په ځانګړې توګه ننګرهار کونړ او یو شمېر نورو ولایتونو لکه؛ بدخشان، پروان او پنجشېر کې رامنځته شوې دي.

که څه هم په دې ولایتونو کې د طالبانوحکومت سیمه ییزو چارواکو ازادي راډیو ته د دغو پېښو د کره شمېر له ورکولو ډډه وکړه، خو د ازادي راډیو او د افغانستان د یو شمېر سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې یوازې په تېره یوه میاشت کې له ۲۰ ډېر کسان په ننګرهار ولایت کې په سیندونو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

یو شمېر افغانان د دې پېښو د ډېرېدو لامل د دغو کسانو بې پروايي او د لامبو د لازمو مهارتونو په اړه د پوهاوي نشتوالى ګڼي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی شمس چې څه موده وړاندې یې ٢٢ کلن ورور يې اوبو ډوب کړى او مړ شوى، ازادي راډيو ته وويل: "زما ورور ۲۲ کلن و، مازديګر چې له خوبه پاڅېدم او د سيند غاړې ته ولاړم، ورور مې هم له شا راپسې راغى، د لوی اختر نه وروسته د ورور واده مې هم نږدې و، کله جې اوبو ته کوز شو، خو ډېر وخت ترې تېر شو بېرته له اوبو را پورته نه‌شو، زه پوه شوم چې هغه اوبو یوړو، وروسته مو مړى د بهسود پله سره وموند."

ارشیف: د افغانستان سویل ختیځ کې یو شمېر تنکي ځوانان له لامبو وهلو وروسته د سیند پرغاړه ناست دي
ارشیف: د افغانستان سویل ختیځ کې یو شمېر تنکي ځوانان له لامبو وهلو وروسته د سیند پرغاړه ناست دي

خو د یو شمېر نورو ډوبو شویو کسانو کورنۍ وايي چې د څو اونیو په تېرېدو سره هم نه دي توانېدلي چې د خپلو کورنيو د غړو مړي ومومي.

د پنجشېر ولايت يوه اوسېدونکي ميوند ازادي راډيو ته وويل چې تېره مياشت يې د تره ١٨ کلن زوى ډوب شوى او تر اوسه يې مړى نه دى موندل شوى.

هغه وویل: "زما د تره زوی ۱۸ کلن و، د چنګاښ په ١٧مه د شاتل ولسوالۍ د کورآب په سيمه کې ډوب شو، غوښتل یې لامبو ووهي، خو هغه مهال د اوبو يوه برخه لاړه دى ونه توانېده چې ځان له اوبو بېرته راوباسي او تر اوسه له عبدالوهابه چې د ترور زړى مې دى هېڅ خبر نه لرو."

یو شمېر عام خلک دا هم وايي چې دوی د تفرېح پر مهال ويني چې د منځني عمر لرونکي هلکان او تنکي ځوانان غيرمسلکي لامبو وهي چې د دوى د ډوبېدو لامل کېږي.

د بدخشان ولايت اوسېدونکی نظام الدین مدقق ازادي راډيو ته وویل: "ځینې ځوانان په اوبو کې د لامبو پر مهال پاملرنه نه کوي چې د دوى د ډوبېدو او د کورنيو يې غم لامل کېږي، کورنۍ بايد دې ټکي ته پام وکړي او دولت هم بايد توجه او څارنه وکړي."

خو یو شمېر مسلکي لامبو وهونکي، په سیندونو کې د ډېرو ځوانانود ډوبېدو لامل د لامبو په برخه کې د هغوی د پوهاوي نشتوالی او بې مسلکيتوب بولي.

حمیدي وايي: موږ يوه نړیواله اصطلاح لرو چې اوبه د هېڅ لامبو وهونکي لپاره امن نه دي.

د لامبو د نړیوال فدراسیون رییس او په افغانستان کې د لامبو د نړیوال فدراسیون استازي قاسم حمیدي ازادي راډیو ته وویل: "موږ يوه نړیواله اصطلاح لرو چې اوبه د هېڅ لامبو وهونکي لپاره امن نه دي، مونږ بايد هغه ځاى کې لامبو وکړو چې هلته لږ ترلږه د ډوبېدو خطر نه وي او مسلکي لامبو وهونکي موجود وي، له بده مرغه موږ نه شو کولای هر ځای لامبو وهونکي وګمارو، خو کورنیو او خلکو ته د رسنیو له لارې عامه پوهای اړین دی."

د حمیدي په خبره، په معیاري احوضونو کې د اوبو ژوروالی باید د هغو کسانو لپاره چې تازه لامبو پيلوي ۱۷۰ او د مسلکي کسانو لپاره بايد ۲۸۰ سانتي متره وي.

د ده په خبره، کوم کسان چې په ازادو اوبو کې لامبو وهي بايد اوبه له ٦٠ تر ٧٠ سانتي ژور والى ولري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG