د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

ځینې افغان ورزشکاران: د المپیک کمېټه د یو کال راهیسې د عصریې پيسې نه راکوي


ارشیف: د افغانستان د فوټبال لوبډلې د یوې لوبې انځور
ارشیف: د افغانستان د فوټبال لوبډلې د یوې لوبې انځور

د افغانستان د ورزش د بېلابېلو څانګو ورزشکاران شکایت کوي چې له یو کال راهیسې د المپيک ملي کمېټې له خوا دوی ته د عصریې پيسې نه دي ورکړل شوي.

ورزشکاران وايي، د عصریې پیسې د دوی مسلم حق دی چې له یو کال راهیسې ورته نه دي ورکړل شوي.

د افغانستان د والیبال د فدراسیون د ملي لوبډلې غړي سباون غورځنګ ازادي راډيو ته وویل، د عصریې پیسې ورته مهمې دي.

نوموړی زیاتوي: "سږ کال موږ لومړۍ ربعه د عصریې پیسې تر لاسه کړې، خو د پاتې نورو میاشتو لا پاتې دي. موږ له مسوولانو هیله کوو چې د عصریې پیسې موږ ته ډېرې راکړي، څو موږ وهڅول شو او په ورزشي ډګر کې لا ښې لاسته راوړنې ولرو."

د پارالمپيک د لامبو وهلو په برخه کې یو معیوب لوبغاړی عبدالاحد امیري هم ورته شکایت لري.

هغه وایي: "موږ ته یې د ۱۴۰۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو راکړې، خو بیا مو تراوسه عصریه نه ده تر لاسه کړې. زموږ غوښتنه همدا ده چې عصریه دې موږ ته په عین وخت کې راکړي، ځکه دا اړتیا ده."

ارشیف: په کابل کې د والیبال سیالیو یو انځور
ارشیف: په کابل کې د والیبال سیالیو یو انځور

د افغانستان د بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو یو شمېر مسوولان هم دغه ستونزه تاییدوي او وایي، سږ کال د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې له خوا ورزشکارانو ته د عصریې پیسې نه دي ورکړل شوي.

د باسکټبال د فدراسیون رییس عبیدالله ارغندیوال وویل: "سږ کال د عصريې پیسې ورزشکارانو ته نه دي ورکړل شوي، خو تېر کال ۷۰ ورزشکارانو ته ووېشل شوې. موږ ته یې ویلي چې ورزشکارانو ته به د عصریې پيسې ورکوي، خو لا تراوسه یې نه دي ورکړي."

د افغانستان د المپيک ملي کمېټه هم مني چې په ۱۴۰۱ کال کې یې ورزشکارانو ته د عصریی پیسې نه دي ورکړي، خو ټینګار کوي چې دا پيسې به ورزشکارانو ته ورکړل شي.

د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې د نشراتو رییس اتل مشواڼی د وزشکارانو او د ورزشي فدراسیونونو د مسوولانو د اندېښنو په ځواب کې ازادي راډيو ته وویل: "موږ ورزشکارانو ته د ۱۴۰۰کال عصریې پیسې ورکړي، خو د ۱۴۰۱ کال لا نه ده اجرا شوې او لامل یې دا دی چې موږ ته هدایت راکړل شوی و چې لومړی د ملي ټیمونو انتخابات او جدولونه بشپړ شي او وروسته د یوې شفافې پروسې له لارې توزیع شي."

ده زیاته کړه چې په دې بهیر کار روان دی.

د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ ریاست د معلوماتو پر بنسټ عصریه هغه پیسې دي چې د تمرین پر مهال ورزشکارانو ته د دوی له لاسه ورکړې انرژۍ په خاطر ورکول کېږي چې له تمرین وروسته ورنه استفاده وکړي.

دا عصریه په ۶۰ او ۷۰ لسیزه کې ورزشکارانو ته د مېوې، شېدو، خرما او ځينو نورو قوي خوړو په توګه ورکول کېده، خو د جمهوریت په وروستیو کلونو کې په نقدې ډول هر ورزشکار ته د میاشتې ۱۰۰۰ افغانۍ ورکول کېدې.

افغان ورزشکاران په خپل وخت د دوی د عصریې د پیسو په ورکړې او د اندازې په زیاتېدو ټینګار کوي او وايي، اوس چې ګراني ډېره شوې نو په میاشتني ډول زر افغانۍ دوی ته ډېرې کمې دي.

XS
SM
MD
LG