د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۱

سیګار: سپورټي او روغتیايي خدماتو ته د افغان مېرمنو لاسرسی محدود شوی


ارشیف، کابل پوهنتون کې د افغان نجونو د والیبال لوبه
ارشیف، کابل پوهنتون کې د افغان نجونو د والیبال لوبه

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش اداره د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په حواله وايي، د افغانستان په اړه ځینې وروستي راپورونه د اندېښنې وړ دي.

د سیګار په حواله دغو راپورونو کې د ښځو پر سپورټي فعالیتونو د طالبانو له خوا بندیز او روغتیايي خدماتو ته د ښځو محدود لاسرسی شامل دی، ځکه د طالبانو حکومت ښځو ته سپارښتنه کړې چې باید داسې مرکزونو ته له نارینه محرم پرته لاړې نه شي.

سیګار پرون په ټویټر کې د طالبانو له خوا د ډزو په وسیله د ښځو د حقونو لپاره د لاریونونو ګډوډولو او په ادارو کې د ښځینه مامورانو د کار مخنیوي دغه راز د بشر دوستانو چارو د ښځینه کار کوونکو د کار د مخنیوي لپاره د طالبانو هڅو ته اشاره کړې ده.

افغان الاصله بریتانوۍ پیمانه اسد چې د لندن په هارو شورا کې د ټولنیز انسجام د چارو لپاره د کابینې غړې ده، پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، ۲۰۲۱ میلادي کال د افغان نجونو او ښځو لپاره کومه لاسته راوړنه نه درلوده.

د هغې په وینا، د طالبانو رژیم نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم او ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړې.

د میدان ښار پخوانۍ ښارواله، ظریفه غفاري وايي، افغانستان اوس د ۹۰یمو لسیزو افغانستان نه دی، بلکې اوس ښځې هر ډول خطرونه پر ځانونو مني او د خپل حق لپاره خپل اواز پورته کوي.

نوموړې وايي: "افغان ښځې د وطن د نفوس تر ۱۶ میلیونو ډېره برخه جوړوي. دوی د استبدادي حکومتونو په وېره پسې نه سر خوږوي او تر هغې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي چې د میوند د ملالې تاریخونه بیا راتازه کړي. موږ پر طالبانو غږ کوو چې تاسو په ډار اچوونکو برنامو موږ نه شئ ماتولای. ځکه موږ شا ته د ګرځېدو برنامه نه لرو. ښه به دا وي چې یو بل سره ومنو، دغه ولس او وطن ته په ګډه سره کار وکړو."

د میدان ښار پخوانۍ ښارواله، ظریفه غفاري وايي، افغانستان اوس د ۹۰یمو لسیزو افغانستان نه دی
د میدان ښار پخوانۍ ښارواله، ظریفه غفاري وايي، افغانستان اوس د ۹۰یمو لسیزو افغانستان نه دی

د طالبانو وسله والو په وروستي مورد کې تېره سې شنبې په کابل کې د ښځو د یوه لاریون مخه ونیوله چې د لاریون برخوالو ویلي، د طالبانو تر ډزو وروسته د دوی ۶ کسان ژوبل شوي دي.

د لاریون برخوالو د کار، ډوډۍ او ازادۍ شعارونه ورکول. د دوی له ډلې تمنا صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل:"تمه وه د کابل په دوو سیمو کې لاریون وکړو، خو بدبختانه د طالبانو له تاوتریخوالي سره مخ شوو. هغه کسان چې غوښتل یې دې لاریونونو کې ونډه واخلي او یا یې ګډون کړی و، یو شمېر ته‌یې اجازه ورنه‌کړل شوه چې اصلي ګروپ سره یوځای شي او هغوی چې اصلي ګروپ کې وو پرې ډزې وشوې چې بدبختانه یو شمېر ټپیانې شوې هم دي."

د طالبانو حکومت مخکې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم لپاره د یوه طرزالعمل د جوړولو خبره کړې وه چې تر اوسه یې جزییات له خلکو سره نه دي شریک شوي.

د طالبانو وسله والو په وروستي مورد کې تېره سې شنبې په کابل کې د ښځو د یوه لاریون مخه ونیوله
د طالبانو وسله والو په وروستي مورد کې تېره سې شنبې په کابل کې د ښځو د یوه لاریون مخه ونیوله

طالبانو ویلي چې دوی د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د کار پلوي کوي چې ډېر ژر به په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

که له یوې خوا په اکثرو دولتي ادارو کې د ښځو د کار مخه نیول شوې، د طالبانو له خوا تر اوسه د ګمارنو په لېست کې د یوې ښځې نوم هم نه تر سترګو کېږي.

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د نجونو، ښځو او بشري حقونو په برخه کې ټاکل شوې استازې رینا امیري ویلي، د نجونو او ښځو ستونزې درک کوي او د حل لپاره به یې هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG