د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

ترکیې ته د افغانستان د المپیک کمېټې د پلاوي سفر


ترکیه کې د اسلامي هېوادونو سیالیو کې د ګډون په موخه د المپیک کمېټې پلاوی
ترکیه کې د اسلامي هېوادونو سیالیو کې د ګډون په موخه د المپیک کمېټې پلاوی

د المپیک ملي کمېټې او ورزش د مشرتابه پلاوی د اسلامي هېوادونو لوبو کې د ګډون په موخه نن ترکیې ته سفر وکړ.

دغې ادارې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې د پلاوي په تشکیل کې د ملي المپیک کمېټې د رییس په شمول د یادې ادارې څو نور چارواکي شامل دي.

په خبر کې راغلي، چې له افغانستان څخه په دغو لوبو کې د لامبو وهلو، ځغاستې، معلولينو، تکواندو، کراټې او پهلواني ٢٢ورزشکاران په کې ګډون وکړي.

د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې د ترکیې په کوربتوب د دې هېواد په قونيه ښار کې د اسلامي هېوادونو پنځم پړاو سيالۍ د اګسټ له ٩مې نېټې څخه تر ١٨ مې پورې دوام وکړي.

په دغو سياليو کې به د ۱۴ اسلامي هېوادونو لوبغاړي ونډه واخلي.

XS
SM
MD
LG