د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

د المپیک لوبې؛ سبا درې افغان لوبغاړي سیالۍ کوي


د توکیو دوبني المپیک لوبو کې افغان لوبغاړي
د توکیو دوبني المپیک لوبو کې افغان لوبغاړي

د دوبني المپیک به لوبو کې ټاکل شوې چې سبا درې افغان لوبغاړي سیالۍ وکړي.

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې ویاند عارف پیمان ازادي راډیو ته وویل: "د پنځو افغان لوبغاړو څخه چې د توکیو د المپیک په لوبو کې برخه لري، فرزاد منصوري او مهدي یاوري په تکواندو او نښه ویشتلو کې متأسفانه د لوبو له دوام حذف شول، کومه بریا یې نه‌درلوده. یوازې درې لوبغاړي پاتې دي چې لوبې یې سبا پیلېږي، د منډې په برخه کې کیمیا یوسفي او شاه محمود نبرد دي او د لامبو په برخه کې فهیم انوري دی."

د توکیو د المپیک په روانو دوبنیو سیالیو کې څلور نارینه او یوه نجلۍ ورزشکاران د افغانستان په استازیتوب لوبېږي.

XS
SM
MD
LG