د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

افغان لوبغاړي د اسلامي هېوادونو په ورزشي سیالیو کې ګډون کوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان ۲۲ لوبغاړي به د اسلامي هېوادونو په ورزشي سیالیو کې ګډون وکړي.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې دا سیالۍ د راتلونکې اګست میاشتې په ۷مه نېټه د ترکیې په قونیې ښار کې پیلېږي.

د یادې ادارې په وینا د کراټې، غېږ نېونې، تکواندو، منډې، لامبو او د معلولانو (پاراالمپیک) ۲۲ افغان لوبغاړي به په دې سیالیو کې برخه واخلي.

د اسلامي هېوادونو لومړى پړاو سيالۍ په ١٣٨٥کال کې د سعودي عربستان په کوربه توب پیل شوې، چې افغان لوبغاړو تر دې مهاله په دې سیالیو کې ۷ د برونزو مډالونه ګټلي دي.

XS
SM
MD
LG