د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

المپيک لوبې؛ د افغانستان لومړني استازي مهدي یاوري ماته وخوړه


د توکیو په المپيکي لوبو کې د افغانستان لومړنی استازی مهدي یاوري
د توکیو په المپيکي لوبو کې د افغانستان لومړنی استازی مهدي یاوري

د توکیو په المپيکي لوبو کې د افغانستان لومړني استازي مهدي یاوري ماته وخوړه.

یاوري د ۱۰ متره بادي ټوپک په نښې ویشتلو کې ګډون کړی و.

هغه له نورو نه کمې نمرې واخیستې او وروستیو پړاوونو ته له ورتګه پاتې راغی.

د توکیو په المپیکي لوبو کې پنځو افغان لوبغاړو برخه اخیستې. تمه ده سې شنبه فرزاد منصوري د تکواندو په برخه کې سیالۍ پيل کړې.

د جولای په ۳۰مه فهیم انوري لامبو کوي او کیمیا یوسفي هم په ۱۰۰ متره منډو کې برخه اخلي. د جولای په ۳۱مه به شاه محمود نورزی د ځغاستې یا اتلتیک لوبو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG