د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د المپیک سیالۍ؛ امریکا د تکواندو په برخه کې د سرو زرو یو مډال وګاټه


د المپيک تکواندو سیالۍ
د المپيک تکواندو سیالۍ

د امریکا متحده ایالاتو د المپیکي لوبو په دوهمه ورځ د تکواندو په برخه کې د سرو زرو یو مډال وګاټه.

دا مډال اناستاسیا زولوتیک د ۵۷ کیلو وزن په پایلوبه کې د روسۍ لوبغاړې تاتیانا مینینا په ماتولو خپل کړ.

د تکواندو په بله پایلوبه کې ازبکستاني لوبغاړي اولګبیګ رشیدوف په ۶۸ کیلو وزن کې بریتانوی لوبغاړی برډلي سنډن مات کړ او د سرو زرو مډال‌یې وګاټه.

د المپيکي لوبو په دوهمه ورځ په ۱۰ ورزشي رشتو کې د سرو زرو د ۱۸ مډالونو په سر لوبې شوي.

سهار وختي بیا په نښې ویشتلو کې د افغانستان استازي مهدي یاوري ماته وخوړه.

یاوري د ۱۰ متره بادي ټوپک په نښې ویشتلو کې ګډون کړی و.

هغه له نورو نه کمې نمرې واخیستې او وروستیو پړاوونو ته له ورتګه پاتې راغی.

د توکیو په المپیکي لوبو کې پنځو افغان لوبغاړو برخه اخیستې.

تمه ده سې شنبه فرزاد منصوري د تکواندو په برخه کې سیالۍ پيل کړي.

د جولای په ۳۰مه فهیم انوري لامبو کوي او کیمیا یوسفي هم په ۱۰۰ متره منډو کې برخه اخلي.

د جولای په ۳۱مه به شاه محمود نورزی د ځغاستې یا اتلتیک لوبو کې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG