د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

د ۲۰۲۴ کال المپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړو سيالۍ پای ته ورسېدې؛ دا سفر څنګه و؟


يولدز هاشمي او فريبا هاشمي دوه افغانې خويندې وې چې سږ کال يې د المپيک سياليو کې ګډون کړی و.
يولدز هاشمي او فريبا هاشمي دوه افغانې خويندې وې چې سږ کال يې د المپيک سياليو کې ګډون کړی و.

د پاریس ۲۰۲۴ کال المپیک سیالیو کې د افغانستان په استازولۍ د شپږو افغان لوبغاړو سفر پای ته ورسېد.

خو دا سفر څنګه وو؟

کیمیا یوسفي، یولدوز هاشمي، فریبا هاشمي، محمود نورزي، فهیم انوري او صمیم فیض‌زاده هغه افغان ورزشکاران وو چې په‌دې سترو سیالیو کې یې د افغانستان درې رنګه بیرغ ورپولو خو هیڅ مډال یې ترلاسه نه‌شو کړای.

د پاریس د۲۰۲۴ کال المپیک سیالیو په پیلېدو د طالبانو حکومت اعلان کړی و، چې درې افغان ښځینه ګډون کوونکي په رسمیت نه‌پېژني.

ما د خپلې ورزشي شمېرې پر پاڼه د بنسټیزو حقونو یعنې د زده‌‌کړو او ورزش په اړه ولیکل
کيميا يوسفي

خو له‌دې سره - سره په‌دې سیالیو کې د دغو دریو افغان نجونو ګډون د ګڼو نړیوالو هېوادونو په ځانګړې توګه د افغانانو او له ورزش د محرومو نجونو د تود هرکلي وړ وګرځېد.

افغان منډه وهونکې کیمیا یوسفي چې په المپیک سیالیو کې یې په درېیم ځل ګډون کړی و، د ۳۶ منډه وهونکو په ډله کې یې يو دېرشم ځای خپل کړ.

کیمیا د تعلیم او برابرۍ حق له پیغام سره په‌دې سیالیو کې برخه اخیستې وه.

هغې د تېرې جمعې په ورځ د اګست په دويمه ازادي راډیو ته وویل، په‌دې سیالیو کې د هغې ګډون د مسابقې له پایلې مهم و.

نوموړې وويل: "هغه څه چې په‌دې سیالیو کې زما لپاره مهم و، د افغان ښځو په استازولۍ زما ګډون و، ما د خپلې ورزشي شمېرې پر پاڼه د بنسټیزو حقونو یعنې د زده‌‌کړو او ورزش په اړه ولیکل، زه او نورې نجونې په افغانستان کې د ښځو د بنسټیزو حقونو غوښتونکي یو."

افغان منډه وهونکې کيميا يوسفي
افغان منډه وهونکې کيميا يوسفي

یولدوز هاشمي او فریبا هاشمي هم د اګسټ پر څلورمه په سیالیو کې ګډون کړی و.

فریبا هاشمي د بایسکل ځغلونې په برخه کې ۷۵ مقام تر لاسه کړ، خو یولدوز بیا ونه توانېده چې له وروستۍ کرښې واوړي.

افغان المپیک منډه وهونکی شاه‌ محمود نورزي بیا خپل ریکارډ لوړ کړ او د نارینه‌و په ۲۰۰ متره سیالیو کې یې د لومړۍ دورې لومړۍ ډله کې څلورم مقام خپل کړ.

افغان لامبو وهونکي فهیم انوري چې د توکیو المپیک کې یې هم د ګډون تجربه درلوده، د المپیک سیالیو کې د لومړنیو لوبو د نوي ریکارډ په جوړولو سره پنځم مقام تر لاسه کړ.

خو افغان جودوکار محمد صمیم فیض‌زاد د اګسټ په دویمه په یوه لوبه کې له ماتې او د دوپینګ ټسټ په مثبتېدو په موقته توګه د المپیک له سیالیو وایستل شو.

خو په المپیک سیالیو کې د افغان ورزشي لوبغاړو د شتون په اړه خلک او شنونکي په څه باور دي؟

د کابل ښار یوې اوسېدونکې سپوږمۍ ازادي راډیو ته وویل: "فکر کوم په اوسنیو شرایطو کې چې زموږ هېواد ورسره مخ دی، همدا چې په نړیوال ډګر کې زموږ د هېواد نوم او ببرغ هم وي، بسنه کوي، هيله‌‌من یو چې لوبغاړي مو وکړای شي په خپل هېواد کې له خپلو حقونو برخمن شي."

شاه محمود نورزی
شاه محمود نورزی

له ورزش محرومه نیلا بیات ازادي راډیو ته وویل، د دوی له ښځینه لوبغاړو تمې درلودې، چې نړۍ ته د افغان نجونو وړتیاوې وښيي.

هغې وويل: "کیمیا یوسفي چې په المپیک کې یې مخکې هم تجربه درلوده، د هغې د تجربو پر اساس باید هڅه یې کړي وای، چې حد اقل برونز یا سپین زر مډال یې تر لاسه کړی وای، موږ هم ترې تمه نه درلوده چې د طلا مډال یې راوړی وای."

"تمه وه چې له‌دې ورزشي لوبغاړو له ډلې یو یا دوه لوبغاړو برنز مډال ترلاسه کړی وای
سميع هلال

د ورزشي چارو پوه سمیع هلال په‌دې باور دی چې، په‌دې سیالیو کې د ټولو افغان لوبغاړو په ځانګړې توګه د نجونو ګډون د افغانستان لپاره ځانګړی اهمیت درلود، خو په خبره یې د مډالونو د تر لاسه کولو لپاره یې هم ترې تمې درلودې.

ښاغلي هلال ازادي راډيو ته وويل: "تمه وه چې له‌دې ورزشي لوبغاړو له ډلې یو یا دوه لوبغاړو برنز مډال ترلاسه کړی وای خو له بده‌مرغه دوی ونه کړای شول د افغانستان لپاره مډال تر لاسه کړي، ذهني او روحي فشارونه او نا ارامۍ د دې لامل شوې وې چې دوی په ښه توګه و نه ځليږي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې افغان لوبغاړو په المپیک سیالیو کې ګډون کوي.

د المپیک نړیوالې کمېټې پر نجونو د ورزش د بندیز لګولو له امله د طالبانو هيڅ چارواکی هم دغو لوبو ته نه وو بللی.

د پاریس ۲۰۲۴ المپیک سیالۍ د جولای له ۲۶ نېټې پیل شوي او د اګسټ تر ۱۱مې به دوام وکړي او پارا المپیک سیالۍ به هم د اګسټ په ۲۸ نېټې پیل او د سپټمبر په ۸مې پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG