د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۳

بودیجې کمښت؛ ډبلیوایف‌پي: تر یو میلیون ډېرې افغان مېرمنې او ماشومان مرستې له لاسه ورکوي


ارشیف: په افغانستان کې پر اړمنو ماشومانو د وچې ډوډۍ د ویش بهیر څخه یو انځور
ارشیف: په افغانستان کې پر اړمنو ماشومانو د وچې ډوډۍ د ویش بهیر څخه یو انځور

د خوړو نړيوال پروګرام وايي، د بودیجې د ډېر کمښت له امله به په افغانستان کې تر يو ميليون ډېرې ښځې او ماشومان د تغذيې په برخه کې له مرستو برخمن نه شي.

"ډبلیوایف‌پي" د اګست په ۲۶مه په خپل ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه ویډیو او پیغام کې خبرداری ورکړی چې د مرستو کمښت به تر ټولو لوی زیان افغان ښځو او ماشومانو ته ورسوي.

په افغانستان کې د دې پروګرام د کمېدو له امله د ښځو او ماشومانو ژوند په خطر کې دی، په داسې حال کې چې د تغذیې اسانتیاوې محدودې دي.

یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې له خوار ځواکۍ سره مخ دي، وايي چې د مرستو دوام ته شدیده اړتیا لري.

د نیمروز یوه اوسېدونکې وايي: زما اقتصادي وضعیت ښه نه و او نه شم کولی چې ځان او بچو ته ښه رسېدنه وکړم. زما لومړی ماشوم خوارځواکي شو او بیا مې دویم ماشوم هم په خوارځواکۍ اخته شو.

د نیمروز ولایت یوې اوسېدونکې چې دوه ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي، ازادي راډیو ته وویل: "زما اقتصادي وضعیت ښه نه و او نه شم کولی چې ځان او بچو ته ښه رسېدنه وکړم. زما لومړی ماشوم خوارځواکي شو او بیا مې دویم ماشوم هم په خوارځواکۍ اخته شو، دواړه ماشومان مې چې یو یو کلن او بل څلور کلن دی، خوارځواکي دي."

د خوړو نړیوال پروګرام شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ویلي وو چې دغه اداره کولای شي په افغانستان کې له هرو درېیو خوارځواکو ماشومانو څخه یوازې یو ماشوم ته مرستې ورسوي.

د "ډبليوایف‌پي" د معلوماتو له مخې، دغه اداره له ۴.۲ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې برابروي او ۶۵۰ زره ماشومانو او څه باندې نیم میلیون میندو ته چې په خوارځواکۍ اخته دي، روغتيايي خدمات او خواړه برابروي.

ارشیف: په هلمند کې یوې مېرمنې په خوارځواکۍ اخته خپل ماشوم سیمه ییز روغتون ته بیولی دی.
ارشیف: په هلمند کې یوې مېرمنې په خوارځواکۍ اخته خپل ماشوم سیمه ییز روغتون ته بیولی دی.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان یا "ایم‌ایس‌ایف" شپږ اوونۍ وړاندې په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ اصلي لامل بې‌وزلي او فقر دى او هغه میندې چې د تغذیې له نشتوالي سره مخ دي پوره شیدې نه شي تولیدولی چې پر ماشومانو يې ناوړه اغېز کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د شمېرو له مخې چې دوه اونۍ وړاندې يې خپرې کړى، د افغانستان ۴۸ سلنه خلک د بې‌وزلي او له دې ډلې ١٢ میلیونه او ۴٠٠ خلک يې د خوړو خوندیتوب نه لري.

د يادونې وړ ده چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو محدودونکى سياست په تیرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د بشري او پرمختیایي هڅو لپاره د نړیوالو ملاتړ د پام وړ کم کړى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG