د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

یونېسف د افغان نوزېږو ماشومانو د تغذیې په اړه اندېښنه ښودلې


ارشیف: د کابل په یوه روغتون کې نوې زېږېدلي ماشومان.
ارشیف: د کابل په یوه روغتون کې نوې زېږېدلي ماشومان.

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې په درېیو کې تر دوو کم نوزېږي په لومړیو شپږ میاشتو کې یوازې د مور په شدو تغذیه کېږي.

ماشوم ته د مور د شیدو د ورکړې د نړیوالۍ اوونۍ په درشل کې ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف د افغان نوزیږ ماشومانو د تغذیې په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه صندوق د شنبې په ورځ د اګست د میاشتې په ۳مه په خپلې ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي، په افغانستان کې په درېیو کې تر دوو کم نوزېږي په لومړیو شپږ میاشتو کې یوازې د مور په شدو تغذیه کېږي.

یونېسف ويلي چې په کابل کې د اروپايي ټولنې له استازولۍ سره به په ګډه د وضعیت د ښه کولو لپاره له افغان میندو سره د تغذیې د مشورو په برخو کې مرستې وکړي.

د یونېسف دغه شان سپارښتنه کړې چې د ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره باید په لومړیو میاشتو کې د مور د شیدو او له شپږو میاشتو وروسته د نورو غذايي موادو ورکړه په پام کې ونیول شي.

وړاندې بیا ماشوم ته د مور شیدو د ورکړې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت د روغتیا نړیوال سازمان یا "ډبلیو‌ايچ‌او" سپارښتنه کړې وه چې ماشومانو ته د ښې تغذیې لپاره باید د ښځو وضعیت ښه شي.

د دغه سازمان د افغانستان څانګې، د اګست په لومړۍ نېټه په خپله ایکسپاڼه کې د افغانستان لپاره د دې سازمان د استازي په حواله ویلي وو چې په ګډه باید د داسې یو چاپېریال په رامنځته کولو کې چې میندو خپلو ماشومانو ته د شیدو د ورکړې په اهمیت پوه شي او په هر حال کې یې ملاتړ وشي ډاډ ترلاسه شي.

د هرات روغتون د نسايي او ولادي څانګې یو انځور
د هرات روغتون د نسايي او ولادي څانګې یو انځور

د مور د شیدو ورکولو نړیواله اوونۍ هر کال د اګست له لومړۍ نېټې تر اوومې نېټې د روغتیا نړیوال سازمان د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یا یونېسف او نورو اړونده بنسټونو په ملاتړ جوړېږي.

یو شمېر افغان میندي بیا شکایت کوي چې ناسم اقتصادي وضعیت ماشومانو ته د شیدو په ورکړه هم بده اغېزه کړې ده.

د بلخ ولایت اوسېدونکې سمینه، چې یوه اته میاشتې لور لري، وايي چې نه کافي شیدي لري او نه هم د داسې خوراکونو وس چې ډاکتران یې سپارښتنه کوي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې شیدې مې کمي شوي دي، ډاکترانو ته لاړم هغوی وايي ښه خوراک وخوره، زما چې څومره وس کېږي هغومره خوراک کوم، خو د ډېر ښه خوراک توان نه لرم اوس دې مسئلې مونږ دواړو ته ستونزه پیدا کړې ده."

د کابل ښار یوه اوسېدونکې هم چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله نه شي کولای خپلې وړې پنځه میاشتنې لور ته کافي شیدي ورکړي.

هغه وايي: "زه خپله دوه ماشومان لرم چې د یوه عمر یې درې کاله او بل هغه یې پنځه میاشتې دی، خو کافي شیدي نه‌شته او د اقتصاد په اړه که ووایم هم دومره ښه نه دی، کله چې یوه مور نه شي کولای ښه خواړه وخوري نو دا څنګه کېدای شي چې خپل ماشومان ښه تغذیه کړي، خاوند مې ډېر کار کوي خو عاید یې کم دی."

حسین‌زی وايي: د مور شیدې د ماشوم لپاره بشپړ غذايي توازن برابروي چې د هغوی د ذهني او فزیکي ودې لپاره ضروري دي.

د ننګرهار د طب پوهنځي استاد ډاکتر اسدالله حسین‌زي ماشوم ته د مور د شیدو د اهمیت په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د مور شیدې د ماشوم لپاره بشپړ غذايي توازن برابروي چې د هغوی د ذهني او فزیکي ودې لپاره ضروري دي چې په‌کې پروتین، ویټامینونه او انزایمونه شامل دي او د دې ټولو ګټو سربېره ماشوم ته د مور د شیدو ورکړه د مور او ماشوم ترمنځ د عاطفي اړیکو جوړولو لپاره ډېره مهمه برخه جوړوي."

حسین‌زی په داسې حال کې ماشومانو ته پر سمې تغذیې ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبلیوایف‌پي" تر دې مخکې د خوړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

د خوړو نړیوال پروګرام شاوخوا دوه میاشتې وړاندې دا هم ویلي وو چې دغه سازمان له هرو درېيو دغو ماشومانو یوازې له یو یې ملاتړ کولی شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG