د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

د مور د شيدو ورکولو اوونۍ؛ يو شمېر مېندې: د ناسمو خوړو له امله مو شيدې کمې دي


روغتیاپالان هم وايي، د شیدو ورکولو پر مهال، سمو خوړو ته د مېندو لاس‌رسی ډېر اړین دی او باید په‌دې برخه کې یې ملاتړ وشي.
روغتیاپالان هم وايي، د شیدو ورکولو پر مهال، سمو خوړو ته د مېندو لاس‌رسی ډېر اړین دی او باید په‌دې برخه کې یې ملاتړ وشي.

يو شمېر افغان مېندې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله سمو خواړو ته لاس‌رسی نه‌لري او دې ستونزو یې د وړو ماشومانو پر تغذیې اغېز کړی.

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکې او د یوه لس میاشتني ماشوم مور چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، د اقتصادي ستونزو له امله سمو خوړو ته لاس‌رسی نه‌لري، له‌همدې امله شیدې یې کمې او ماشوم یې کمزوری دی.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "خاوند مې کاروبار نه‌لري، اقتصاد مو کمزوری دی، شیدې لرم، خو داسې خواړه چې زه خپله یې وخورم یا ماشوم ته مې ورکړم نه‌شته، لکه نورو کسانو په شان چې ماشومانو ته خواړه ورکوي یا خپله یو څه خوري چې ماشوم ته شیدې شي، موږ یې توان نه‌لرو."

د خوست ولایت اوسېدونکې چې دا هم نه‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي وايي، سمو خوړو ته د نه لاس‌رسي له امله، کله يې چې ماشومان پیدا کېږي شیدې یې وچیږي.

دا چې د یو شپږ میاشتني ماشوم مور ده ازادي راډيو ته یې وویل: "زه په ماشومانو عملیات شوې یم، کله چې زما ماشومان پیدا کېږي، زما شیدې ورکېږي. خوراک خو په پيسو کېږي، که وي هر څه به پخوې خورې به یې، هغه چې نه وي نو څه به وخورې."

دا شیدې ورکوونکې مېندې په‌داسې حال کې د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو د شیدو له کمښت او د ماشومنو لپاره د سمې تغذیې له نه‌شتون شکایت کوي چې نن د اګست لومړې نېټه، د مور د شیدو ورکولو د نړیوالې اوونۍ د پیل ورځ ده.

د سمو خوړو تر څنګ د شیدو ورکوونکو مېندو روحي او رواني ارامتیا هم د ماشومانو د سمې تغذیې لپاره ډېره اړینه ده.
د سمو خوړو تر څنګ د شیدو ورکوونکو مېندو روحي او رواني ارامتیا هم د ماشومانو د سمې تغذیې لپاره ډېره اړینه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو‌ايچ‌او" د افغانستان څانګې، نن د اګست په لومړۍ نېټه په خپله ایکس‌پاڼه د افغانستان لپاره د دې سازمان د استازي ډاکتر ایدوین سینیزا سلوادور په حواله د دې اوونۍ په مناسبت لیکلي: "راځئ چې په کور، کار او عامه ژوند کې د ښځو د موقعیت او وضعیت د ښه کولو لپاره په ګډه کار وکړو."

"د مور شیدې د ماشومانو لپاره له زیږون څخه تر شپږ میاشتې پورې یوه بشپړه غذا ده
ډاکټر نوريه

د ښاغلي سلوادور د خبرو په دوام کې راغلي: "موږ کولای شو د یو ملاتړي چاپیریال په رامینځته کولو سره چې د مور د شیدو اهمیت پېژني، ډاډ ترلاسه کړو چې مېرمنې وکولی شي په هر ځای کې او هر وخت د اړتیا وړ ملاتړ ترلاسه کړي."

روغتیاپالان هم وايي، د شیدو ورکولو پر مهال، سمو خوړو ته د مېندو لاس‌رسی ډېر اړین دی او باید په‌دې برخه کې یې ملاتړ وشي.

د نسايي ولادي برخې ډاکټرې نوریې مشکل د مور د شیدو د ارزښت په اړه ازادي راډيو ته وویل: "د مور شیدې د ماشومانو لپاره له زیږون څخه تر شپږ میاشتې پورې یوه بشپړه غذا ده، چې په هغه کې د ماشومانو د رشد لپاره ټول اړین مواد شتون لري، په ځانګړي ډول د مور د شیدو لومړنۍ څاڅکي د ماشوم لپاره ډېر اړین دي ځکه د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې د دوی مقاومت لوړوي."

نوموړې وايي، د سمو خوړو تر څنګ د شیدو ورکوونکو مېندو روحي او رواني ارامتیا هم د ماشومانو د سمې تغذیې لپاره ډېره اړینه ده.

د مور د شیدو ورکولو نړیواله اوونۍ هر کال د اګست له لومړۍ نېټې تر اوومې نېټې، د روغتیا نړیوال سازمان "ډبلیو‌ايچ‌او"، د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق "یونېسف"، د روغتیا وزارتونو او د مدني ټولنې د ډېرو همکارانو په ملاتړ جوړیږي.

د ۲۰۲۴ کال لپاره د دې اوونۍ شعار "د ټولو لپاره د شیدو ورکولو ملاتړ" دی.

XS
SM
MD
LG