د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۶

ایم‌ایس‌ایف: افغانان لومړنۍ او بېړنۍ روغتيايي پاملرنې ته د لاسرسي لپاره مبارزې ته دوام ورکوي


ارشیف: په ارزګان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم
ارشیف: په ارزګان کې په خوارځواکۍ اخته ماشوم

د بې‌پولې ډاکترانو بنسټ وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ اصلي لاملونه په‌داسې حال کې په خپل ځای پاتې دي چې افغانان لومړنۍ او بېړنۍ روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسي لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

یاد بنسټ د سه‌شنبې په ورځ د جولای په ۱۶مه په یوه راپور کې ویلي دا په‌داسې حال کې ده، چې افغانان لومړنۍ او بېړنۍ روغتیايي پاملرنې ته د لاس‌رسي لپاره په مبارزه بوخت دي.

د "ایم‌ایس‌ایف" په راپور کې راغلي، د دې بنسټ روغتونونو او کلینیکونو او همدارنګه د عامې روغتیا وزارت هغه روغتونونو ته چې د "ایم‌ایس‌ایف" له‌خوا یې ملاتړ کېږي ډېری هغه ناروغان ورځي، چې اوږد واټن سفر کوي ځکه چې دوی خپلو کورونو ته نږدې با کیفیته روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی نه‌لري، یا دا چې اغېزمن شوي ماشومان د تغذیې پروګرامونو لپاره ډېر کوچني وي.

په‌دې راپور کې د بې‌پولې ډاکترانو بنسټ یو شمېر کورنیو سره خبرې کړي چې خپل ماشومان دې مرکزونو ته د درملنې لپاره راولي.

ارشیف: په افغانتان کې په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.
ارشیف: په افغانتان کې په خوارځواکۍ یو اخته ماشوم تر درملنې لاندې دی.

دوی وايي، کورنیو ته یې د خوړو د پیدا کولو لپاره د مبارزې اصلي لامل د خوراکي توکو کموالی نه‌دی، بلکې د پیسو نشتوالی دی، سربېره پردې ځینې میندې چې ناکافي تغذیه لري د دې توان نه‌لري چې کافي شیدې تولید کړي او دا په ماشومانو باندې ډېر اغېز لري.

د راپور له‌مخې، د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې ډېری هغه خلک چې پخوا به یې په شخصي کلینیکونو کې د درملنې توان درلود اوس په هغو روغتیايي مرکزونو تکیه کوي چې د نړیوالو موسسو له‌خوا یې ملاتړ کېږي.

په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ چې ماشومان یې خوارځواکي دي، وايي چې د ماشومانو د ناروغۍ لامل یې خراب اقتصادي وضعیت او د سمو خواړو نشتوالی دی.

د یوه درې نیم کلن خوارځواکي ماشوم مور فرشته وايي، پخوا به یې خپل ماشوم لپاره له روغتیايي مرکزونه څخه یو څه مواد ترلاسه کول، خو اوس چې هغه مواد پرې بند شوي توان نه‌لري چې خپل ماشوم ته سم خوراکي توکي واخلي.

فرشته وايي: دومره پیسې نه‌شته چې دا ډاکټر ته بوځو دوا او درمل یا مېوه او نور څه ورته واخلو، اقتصادي وضعیت مو ښه نه‌دی.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "مواد یې چې بند کړ موږ هم ورپسې ونه ګرځېدو. خاوند مې دومره کار کوی چې د شپې ورځې خواړه برابر کړو بس. دومره پیسې نه‌شته چې دا ډاکټر ته بوځو دوا او درمل یا مېوه او نور څه ورته واخلو، اقتصادي وضعیت مو ښه نه‌دی."

د بغلان ولایت اوسېدونکی خداداد وايي، یو نیم کلن ماشوم یې خوارځواکی دی، د اقتصادي ستونزو له امله یې شخصي کلینیک ته نه‌شي بیولی او د نړیوالو سازمانونو په ملاتړي مرکزونو کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړی وايي: "خوړو ته مو سم لاسرسی نه درلود دا مو چې کلینیک ته یووړ، معاینه یې وکړه ویې ویل خوارځواکی دی، خوراکي توکي له کلینیک څخه راوړو، اوس یو څه ښه دی."
دا په‌داسې حال کې ده چې د خوړو نړیوال سازمان یا "ډبلیوایف‌پي" د جولای په ۹مه په یوه تازه راپور کې ويلي، ۴ میلیونه افغانان چې ۳.۲ میلیونه یې له پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان دي له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

یادې ادارې دغه شان ویلي، په روان زېږدیز کال کې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له ډلې یې ۱۲.۴ میلیونه وګړي تر را روانې اکټوبر میاشت پورې، د خوړو د نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخامخ دي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG