د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

سیف ده چلډرن: هره میاشت شاوخوا ۶۰ افغانان د ماینونو د چاودونو له امله قرباني کېږي


ارشیف: افغان ماشومان چې د ناچاوده ماینونو له کبله معلول شوي دي.
ارشیف: افغان ماشومان چې د ناچاوده ماینونو له کبله معلول شوي دي.

د ماشومانو د نړیوال سازمان یا Save the Children وايي، په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ کسان د ماینونو د چاودونو له امله قرباني کېږي چې ډېری یې ماشومان دي.

د "سیف ده چلډرن" سازمان په یوه تازه راپور کې چې د اپرېل پر دويمه د سه شنبې په ورځ يې خپور کړى ویلي چې په افغانستان کې هره مياشت شاوخوا ۶۰ کسان چې ډېری یې ماشومان دي د ماینونو د چاودېدو قرباني کېږي چې له ډلې يې یو شمېر یې وژل کېږي او يو شمېر نور معلول کېږي.

دغه سازمان افغانستان د دې لپاره چې د ولسواليو دوه پر درېیمه برخه يې ماینونو ککړه ده افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې راوستى چې تر ټولو ډېر په ماينونو لړلي دي.

په افغانستان کې د "سيف ده چلډرن" سازمان مشر ارشد مالک ويلي، دا زړه بوږنوونکی خبر د جګړې د پاتې شونو له امله د متداومو ګواښونو يادونه کوي.

د هغه په وينا، ماشومان ځکه ډېر د ماينونو او د جګړې د ناچاودېدونکو توکو د پاتې شونو ښکار کېږي په طبعي ډول د کنجکاوۍ او ځيرکتيا ډېر حس لري او همداراز د اقتصادي ستونزو له امله د کورنۍ د فشار له وجې د وسپنې پرخچو راټولوي.

خو د ماینونو پر وړاندې افغانانو د مبارزې د موسسې مشر شهاب حکیمي په افغانستان کې هره میاشت د ماینونو د قربانیانو شمېر ۷۰ کسه ښودلی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د روان کال په هره میاشت کې ۷۰ تنه قربانیان لرو چې ډيری یې ماشومان دي."

ارشیف: کارګر ماشومان. په افغانستان کې ډېری وخت هغه مهال ماشومان وژل کېږي چې له ناچاوده توکو سره لوبې کوي او یا کارګر ماشومان یې د خرڅلاو لپاره ټولوي.
ارشیف: کارګر ماشومان. په افغانستان کې ډېری وخت هغه مهال ماشومان وژل کېږي چې له ناچاوده توکو سره لوبې کوي او یا کارګر ماشومان یې د خرڅلاو لپاره ټولوي.

دا په داسې حال کې ده چې چې يو شمېر کسان هم په افغانستان کې وايي چې په دې وروستيو کې له جګړې د پاتې شويو چاودېدونکي توکو ډېرى قربانيان ملکي وګړي دي.

د هرات ولايت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د خواجه تلختان کلي اوسېدونکى عبدالظاهر محمدى وايي چې سږ کال د وري مياشتې په ١٢ يعنې له نن درې ورځې وړاندې د دوى د کلي شپږ ماشومان د دوى په ټکو د روسانو د جګړو د وخت د چاودېدونکو توکو د پاتې شونو ښکار شول چې له امله يې يو ماشوم ووژل شو او پنځه نور ټپپان شول.

هغه وايي: "د کلي کوزې خوا ته يوه دره ده، پخوا هلته روسانو بم اچـولى و، د بم پرخچې د خاورو لاندې پاتې شوې وې، باران چې شوى اوبه راغلې وې دا راوتلې وې ماشومانو هملته لوبې کولې، د بم پرخچه يې موندلې او په ډبره يې ايښې او بله ډبره يې په سر ورکړې چې چاودنه شوې يو ماشوم شهید شوى او پنځه نور ټپپان شوي."

د افغانستان شمالي ولايت تخار اوسېدونکې پريسا وويل چې څلور مياشتې وړاندې د دوى نېږدې خپلوان د سرک د سر ځاى پر ځاى شوي ماين له امله خپله پښه او لاس له لاسه ورکړي.

هغه وايي: "محمد علي دوکاندار دى کومه چاودنه چې د تخار ولايت د امنيه قوماندانۍ مخې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله وشوه د د مور مې د خاله لمسي خپل يو لاس او پښه له لاسه ورکړل ځکه دا ماين يې پلورنځي ته نیږدې د قوماندانۍ مخې ته ځاى پرځاى شوى وو."

د غه شان د وري په ١٣ هم نهه ماشومان چې ۵ نجونې او ۴ هلکان و د غزني ولايت د ګيروى ولسوالۍ ځدران کلي کې وژل شوي دي.

خو "سیف ده چلدرن" سازمان د طالبانو له حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتي چې له جګړې څخه د پاتې شويو ناچاودېدونکو موادو له منځه وړلو او خنثى کولو ته لومړيتوب ورکړي.

XS
SM
MD
LG