د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۸

يونېسف: څلوېښت سلنه افغان مېرمنې د وينې کمښت له ناروغۍ کړېږي


د روغتیايي چارو پوهان په افغانستان کې د وینې د کمښت یا انیمیا د مواردو د زیاتېدو یو علت بې‌وزلي او د مناسبې تغذیې نشتوالی بولي.
د روغتیايي چارو پوهان په افغانستان کې د وینې د کمښت یا انیمیا د مواردو د زیاتېدو یو علت بې‌وزلي او د مناسبې تغذیې نشتوالی بولي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې له څلوېښت سلنې ډېرې مېرمنې د وینو د کمښت یا انیمیا ناروغۍ څخه کړېږي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، د کرک په نوم د خیریه ټولنې په مرسته د افغانستان په بېلابېلیو سیمو کې اميندواره ښځو ته ویټامینونه او منرالونه ویشي څو د وینې د کمښت د ناروغۍ یا انیمیا مخنیوی وکړي.

یونېسف پرون دوشنبې پر خپله ټویټر پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د افغانستان په سلو کې څلوېښت ښځې له دې ناروغۍ څخه کړېږي.

دا ادارې وايي د مقوي خوړو لرونکې کوچنۍ بستې د انیمیا او د خوړو د کمښت پر وړاندې د مېندو ساتنه کوي، د اميندوارۍ پرمهال د ښځو روغتیا ډاډمنه کوي او په نتیجه کې یې مېندې روغ او د مناسب وزن لرونکي ماشومان زېږولای شي.

د فرشتې په نوم یوه مور چې د یونېسف د مرستو دا کڅوړه یې ترلاسه کړې ده، په‌دې اړه وايي: "نن له خپل مېړه سره د حمل د اوومې میاشتې لپاره ډاکټر ته تللې وم. زه هره میاشت د وینې د کمښت ټابليت اخلم. په‌دې میاشت کې چې ورغلم ماته یې یوبل ډول ټابليټ راکړ چې زما ګنګس‌توب، کمزورتیا او بې‌حالي یې لېرې کړل."

د داخلې یو بل ډاکټر جواد نورزی وايي، ښه خواړه لکه مڼې، پالک، خرما، انار، ترکاري، شیدې او غوښه د انیمیا له مخنیوي سره مرسته کولای شي.
د داخلې یو بل ډاکټر جواد نورزی وايي، ښه خواړه لکه مڼې، پالک، خرما، انار، ترکاري، شیدې او غوښه د انیمیا له مخنیوي سره مرسته کولای شي.

یونېسف ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د اميندواره مېرمنو د حال پوښتنې ته به دوام ورکړي.

د داخله ناروغیو ډاکټر فریدون ځدراڼ وايي چې، د وینو کمښت- انیمیا د ناروغۍ پرمهال د ښځو روغتیا ته پاملرنه ځکه مهمه ده چې، ښځې د میاشتني عادت په وخت کې ډېره وینه ضایع کوي او که انیمیا ناروغي هم ورسره یوځای شي نو د وینې د کمښت کچه یې څوځلې زیاتېږي.

"ځینې نسايي ناروغۍ دي چې د وینې د کمښت سبب کېږي

ډاکټران وايي چې د وینې کمښت خفیفه، متوسطه او لوړه درجه لري.

د انیمیا د عواملو او اعراضو په اړه ډاکټر ځدران تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "ځینې نسايي ناروغۍ دي چې د وینې د کمښت سبب کېږي او ورسره د ښځو اشتها او خوراک کمېږي او د معدې درد ترې پیدا کېږي او له کبله آیرن نه جذبېږي. بل ځینې ناروغۍ دي لکه بواسیر یا د وینو سرطانونه چې سبب د انیمیا کېږي او په نتیجه کې یې وینه کمېږي او ناروغ د انیمیا خوا ته ځي. څوک چې انیمیا ولري، د وجود د فعالیت سیسټمونه یې راکمېږي چې ورسره انتان ته موقع مساعدېږي."

د داخلې یو بل ډاکټر جواد نورزی وايي، ښه خواړه لکه مڼې، پالک، خرما، انار، ترکاري، شیدې او غوښه د انیمیا له مخنیوي سره مرسته کولای شي.

د ښاغلي نورزي په باور که د وینې کمښت په خفیف پړاو کې وي، د ښو خواړو په وسیله یې علاج ممکن دی، خو د ده په وینا په منځني او شدید پړاو کې ناروغ باید ډاکټر ته مراجعه وکړي څو د ناروغۍ اصلي علتونه معلوم شي او د اړتیا په صورت کې ناروغ ته د وینې د کمښت درمل او منرالونه ورکړل شي.

د روغتیايي چارو پوهان په افغانستان کې د وینې د کمښت یا انیمیا د مواردو د زیاتېدو یو علت بې‌وزلي او د مناسبې تغذیې نشتوالی بولي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG