د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

په میاشتني عادت کې د نجونو اروایي ستونزې


په روانه خپرونه کې په میاشتني عادت خبرې کوو، په ځانګړې توګه په هغو نجونو کې چې لومړی ځل له دا ډول حالت سره مخ کیږي، دوی په دې مرحله کې له کومو اروایي ستونزو سره مخ دي؟ په دې برخه کې میندو ته څه کول پکار دي؟ او د ډاکترې صحې مشورې به هم واورئ.

زموږ په ټولنه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د نورو ستونزو ترڅنګ دا ستونزه هم ډیره جدي ده چې کله نجونې د بلوغ سن ته رسیږي د صحي ستونزو ترڅنګ له روحي پلوه هم ځوریږي، په دې مرحله کې که په یوې نجلۍ میاشتنی عادت راځي نو دا ورته له مخکې نه ذهني آماده ګي نه لري او کورنۍ هم دې خبرې ته هیڅ پام نه کوي چې خپله لور وپوهوي چې په تا داسې یو حالت راځي، نو په داسې حالت کې نجلۍ خپلې مور یا د کورنۍ بل غړي ته دا حالت نه شي بیانولی، د شرم او ډار احساس کوي، دا فکر کوي چې دا حالت یوازې دې ته پیدا شوی، ځآن سره وایي که چاته ووایم راته غوصه به شي یا به راپورې وخاندي، نو له خلکو ځان پټوي او له روحي اړخه هم له سخت رواني فشار لاندې راځي.

د کابل اوسیدونکې زرغونه له خپلې مور او مشرانو خویندو نه ګیله منه ده وایي دا چې لومړی ځل عادت شوه هیڅ نه پوهیده چې ولې داسې شوې، له شرمه یې له خلکو ځان پټاوه او داسې فکر یې کاوه چې ټول خلک دې ته ګوري، دا وایي میندو ته لازمه ده چې خپلې لوڼې له مخکې نه په دې موضوع وپوهوي.

افغان روانشناس شرف الدین اعظیمي په وینا بلوغ د انسان په ژوند کې یوه جدي مسله ده، په دې وخت کې اکثره کورنۍ له خپلو اولادونو سره مرسته نه کوي، دا پړاو د ژوند تر ټولو خطرناکه مرحله ده.

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:32 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG