د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

يونېسف: طالبان دې ژر تر ژره سرپل کې د نجونو د مسمومېدو پېښه وڅېړي


ارشیف: په غزني کې د یوه ښوونځي زده کوونکې مسموم شوې وې
ارشیف: په غزني کې د یوه ښوونځي زده کوونکې مسموم شوې وې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف د افغانستان په شمال کې د نجونو زده‌کوونکو په مسمومېدو اندېښنه ښودلې.

د یونېسف افغانستان څانګې ویلي، د افغانستان واکمن چارواکي دې باید ژر تر ژره د نجونو د مسمومیت پېښه وڅېړي او عاملین دې یې ونیسي.

یونېسف دا خبره دوشنبه په یوه ټوېټ کې کړې ده.

د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په سرپل کې د شاوخوا اتیا نجونو زده کوونکو د مسمومېدو په پېښه باندې اندېښنه ښودلې.

د یونېسف افغانستان څانګې ویلي، ښوونځي باید د زده‌کړو لپاره خوندي ځای وي او ماشومان هلته له وېرې پرته زده‌کړې وکړي.

ملګرو ملتونو همدا راز ټینګار کړی چې ښځې هم باید پرته له دې چې ژوند ته یې خطر پېښ وي کار وکړای شي.

د راپورونو له مخې د سرپل د سانچارک ولسوالۍ په دوو ښوونځیو کبود آب او فیض اباد کې شاوخوا اتیا نجونې او د هغوی د څو ښځینه ښوونکو او ملازمینو په شمول نهه نور کسان هم مسموم شوي.

اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د سرپل په روغتون کې د بستري وړو نجونو ویډیوګانې خپرې کړي، چې په‌کې ښيي څو وړې نجونې د ناروغۍ په کټ بې حالته پرتې دي او په لاسونو کې یې د سیرمونو پیپونه او کنولونه لګېدلي.

دا لا معلومه نه‌ده او نه طالب چارواکو څه ویلي چې نجونې په څه ډول مسمومې شوي.

د سرپل د پوهنې رییس محمد رحماني بیا له اسوشېټېډپرېس سره په خبرو کې د نجونو د وضعیت په اړه ویلي: "لومړنی درسي ساعت کې چې شاګردان مکتب ته تللي وو مسموم شوې وې. زړه بدوالی، سالنډی او سر درد ورته پیدا شوی وو."

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد عمیر سرپلي هم مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې حکومت د دې پېښې په عاملینو پسې ګرځي.

داسې انګېرل کېږي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي دا لومړی ځل دی چې د ښوونځیو وړې نجونې مسمومې شوي دي.

په سرپل کې دا نجونې داسې وخت مسمومې شوي چې په ټوله کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته میلیونونه نجونې له ښوونځيو منع کړي دي.

ښايي په افغانستان کې د نجونو د مسمومیت پېښې کمې وي، خو په ګاونډ ایران کې بیا زرګونه نجونې په تېرو پنځو میاشتو کې مسمومې شوي.

حکومت وایي چې لا یې په عاملینو پسې ګرځي.

XS
SM
MD
LG