د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۶

د بشري مرستو نړيوالې مؤسسې: افغانان د نړيوالو د بې پروايۍ بيه پرې کوي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو د واک ته رسېدو د درېيو کالو له پوره کېدو سره هم‌مهاله د بشري مرستو نړیوالې مؤسسې وايي، افغانان د نړیوالو د بې پروايۍ بیه پرې کوي.

نړیوالې مرستندویې مؤسسې وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو درې کاله وروسته میلیونونه افغانان د نړۍ په یوه تر ټولو لوی او پېچلي بشري بحران کې مبارزې ته دوام ورکوي.

د دوی په وینا، افغانان په بشري مرستو پورې تړلي دي، د فقر، بې‌ځایه کېدو او نا امیدۍ په لومه کې ایسار دي.

د نړیوالو له مرستو سره سره ډېری افغانان شکایت لري چې مرستې نه ورسیږي.

د لوږې پر وړاندې عمل "ACF"، د پاملرنې نړیوال سازمان "CARE"، د ډنمارک د کډوالو شورا "DRC"، د ژغورنې نړیوالې کمېټې "IRC"، "INTERSOS" ، په ټوله نړۍ کې د اسلامی مرستو مؤسسې "IRW"، د ناروې د کډوالو شورا :NRC"، خلک یا پیپل این نیډ "PiN" او د ماشومانو ژغورنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړ چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له دوامداره ملاتړ او ښکېلتیا پرته د هېر شوي بحران له خطر سره مخامخ دی.

پرون د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو‌‌ایف‌پي وویل، اټکل کېږی چې ۱۲ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانان به د سږ کال د مې او اکتوبر ترمنځ د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ شوي.

د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته ډېری افغانان پر مرستو تکيه کوي.
د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته ډېری افغانان پر مرستو تکيه کوي.

څلور میلیونه خلک له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ دي، چې ۳.۲ میلیونه یې له ۵ کلونو کم‌عمره ماشومان دي.

د نړیوالو له مرستو سره سره ډېری افغانان شکایت لري چې مرستې نه ورسیږي.

نړیوالو مرستندویو موسسو همداراز ویلي، ۲۳ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانان په بشري مرستو متکي دي.
اوچا پرون (سه‌شنبې) پر خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، د افغانستان ۴۸ سلنه وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۲ میلیونه او ۴۰۰ زره یې د خوړو مصؤنیت نه‌لري.

اوچا همداراز ویلي چې، په افغانستان کې اقتصادي فقر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیات شوی.

اوچا زیاتوي په روان ۲۰۲۴ کال کې یې د افغانستان لپاره د ۳ میلیارد ډالره بوديجې غوښتنه کړې وه چې تر اوسه یې یوازې ۲۵ سلنه ورکړل شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG