د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

بودیجې کموالی؛ ​​​​​​​اوچا: په افغانستان کې د ځينې حیاتي پروګرامونه د بندېدو له ګواښ سره مخ دي


ارشیف: د افغانستان په لوېدیځ کې سوالګرې مېرمنې. د کار او روزګار د نشتوالي له کبله په میلیونونو افغانان د خوړو توکو له کمښت سره مخ شوي دي.
ارشیف: د افغانستان په لوېدیځ کې سوالګرې مېرمنې. د کار او روزګار د نشتوالي له کبله په میلیونونو افغانان د خوړو توکو له کمښت سره مخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا خبرداری ورکړى چې په افغانستان کې د دغه سازمان یو شمېر مهم او حياتي پروګرامونه د بودیجې د سخت کمښت له امله د ځنډېدو له ګواښ سره مخ دي.

اوچا وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پروګرامونه د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د دوشنبې په ورځ د چنګاښ مياشتې ۱۲مه په خپله ایکسپاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تر اوسه یې یوازې ۶۹۶ میلیونه ډالره ترلاسه کړي چې د ۲۰۲۴م کال لپاره د غوښتل شوې بودیجې ۲۲.۸ سلنه جوړوي.

اوچا مخکې ویلي وو چې سږ کال په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام یا "ډبليوایف‌پي" وايي چې دا مهال د افغانستان ۱۲.۴میلیونه یا څلورمه برخه وګړي له لوږې سره مخ دي، چې ۲.۴ میلیونه وګړي یې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب په سخت حالت کې دي.

ارشیف: په ارزګان کې د ډبلیوایف‌پي له خوا پر اړمنو د مرستو له بهیره یو انځور
ارشیف: په ارزګان کې د ډبلیوایف‌پي له خوا پر اړمنو د مرستو له بهیره یو انځور

د یاد پروګرام ویاند ضیاالدین صافي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب اوس د بشري مرستو له امله يو څه ښه شوی، خو سخت مالي ناورين دغه مهمې لاسته راوړنې له ګواښ سره مخامخ کړي دي

نوموړى وايي: "اوسمهال د خوړو نړیوال پروګرام یوازې په میاشت کې د یو میلیون خلکو سره د مرستې توان لري او نور یوولس میلیونه خلک د خوراکي توکو مرستې ته اړتیا لري او د بودیجې د نشتوالي له امله مرستې نه‌شي ترلاسه کولی. د خوړو نړيوال پراګرام په بېړنۍ توګه د شپږو راتلونکو مياشتو لپاره د خپلو ټولو پروګرامونو او فعالیتونو روان ساتلو لپاره یو میلیون ډالرو ته اړتیا لري."

په همدې حال کې یو شمېر اړمن کسان هم ازادي راډيو ته وايي چې له سختې بېوزلۍ سره مخ دي او مرستو ته جدي اړتیا لري.

د کابل اوسېدونکې نجيبه، چې پخوا يې په يوه دولتي اداره کې کار کاوه او اوس بې‌کاره ده، وايي چې حاضره ده يوه ښځينه نانوايي پرانېزي څو ژوند ته دواه ورکړي.

هغه وايي: "هغوی د خاص له ما سره دومره مرسته وکړي چې یو تنور واخلم چې د خلکو ډوډۍ پخې کړه خپلو ماشومانو ته روزي وګټم زه نور څه نه غواړم."

د پروان ولايت اوسېدونکې شمسيه هم وايي چې مېړه يې ناروغ دی او څوک نه لري چې کار وکړي.

د پروان اوسېدونکې شمسیه وايي: موږ حيران یو چې څه وکړو او څنګه د خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ پیدا کړو

هغه وايي: "زموږ کور په کرایي دی، موږ حيران یو چې څه وکړو او څنګه د خپلو ماشومانو لپاره ډوډۍ پیدا کړو. زه دومره حيرانه یم چې نه پوهېږم څه وکړم."

زما سره هیڅوک نه‌شته چې مرسته وکړي، زه قسم خورم چې اوړه مو په کور کې خلاص شوي او حيرانه يم چې له کوم ځايه يې راوړم."

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د سرطان مياشتې په دوهمه، نېټه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ويلي وو چې په هرو څلورو افغانانو کې یو یې په دې نه پوهېږي چې خپل د راتلونکي وخت خواړه له کومه کړي.

د اوچا په هغه راپور کې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې د افغانستان وضعیت وړاندې کړی، ویلي چې په دغه هېواد کې د بودیجې د کمښت له امله ډېر پروګرامونه په ځانګړې توګه د روغتیا او ماین‌پاکۍ په برخه کې درول شوي شوي او د مرستو د نشتوالي له امله نورې حياتي پروژې هم د درېدو په حال کې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG