د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

د بېلابېلو ولايتونو اوسېدونکي: د مخابراتي خدماتو بيې لوړې او کيفيت يې ټيټ دی


ارشیف: په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه
ارشیف: په افغانستان کې د مخابراتي شبکو انتنونه

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو ځینې اوسېدونکي د انټرنیټي کڅوړو د بیو له لوړوالي او د مخابراتي خدمتونو له څرنګوالي شکایت کوي.

دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې، مخابراتي شبکې خپلو مشتریانو ته سم خدمتونه نه وړاندې کوي.

د کندز ولایت اوسېدونکی مختار وايي، دا مهال ۱۰ جي بي انټرنټ په ۶۰۰ سوه یا ۷۰۰ افغانۍ دی، خو وايي کیفت یې ډېر خراب دی.

هغه وايي: "له بده‌مرغه په افغانستان کې مخابراتې شبکې په عمومي توګه ستونزه لري او هغه انټرنټ هم چې دوی یې ورکوي سم کیفیت نه‌لري، مثلاً موږ ١٠ جي بي انترنت د ٦٠٠ یا ٧٠٠ افغانيو په بدل کې اخلو، خو کیفیت یې سم نه‌دی نو ځکه ژر ختمیږي."

موږ ١٠ جي بي انترنت د ٦٠٠ یا ٧٠٠ افغانيو په بدل کې اخلو، خو کیفیت یې سم نه‌دی نو ځکه ژر ختمیږي."
مختار د کندز اوسېدونکی

د لغمان ولایت اوسېدونکی اورنګزیب هم ورته ستونزه یادوي او ادعا کوي چې مخابراتي شرکتونه یې پر وړاندې ځواب ویونکي نه‌دي.

اورنګزيب ازادي راډيو ته وويل: "زه ١٠ جي بي انترنت په ٦ سوه یا ٧٠ افغانۍ اخلم، هغه لس جي بي انترنت نهایتا ١٠ یا ١٥ ورځې کېږي او ختمیږي، شبکې ته چې زنګ وهو، وايي چې مصرف کړی مو دی."

د پلازمېنې کابل يو شمېر اوسېدونکي هم د انټرنیټي خدمتونو د څرنګوالي او بیو په اړه شکایت کوي.

د کابل ښار اوسېدونکي نعمان په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په افغانستان کې یو جي بي انټرنټ ١٥٠ یا ١٠٠ افغانۍ دی، چې بیه یې لوړه ده او سرعت يې ډېر پڅ دی."

انځور له ارشيفه
انځور له ارشيفه

د مخابراتي ټکنالوژۍ کارپوهان بیا په افغانستان کې د انټرنیټي بیو د لوړوالي لامل له سمندر څخه د افغانستان لرې والي یادوي، خو وايي دا چې د یوې ځانګړې بیې په مقابل کې څومره انټرنیټ باید خلکو ته وړاندې شي، د طالبانو حکومت او مخابراتي شبکې یې باید په اړه خلکو ته ځواب ووايي.

دا د مخابراتو د وزارت د اترا ادارې مسوولیت دی چې ځواب ورکونکي وي.
ساير ځلاند

د جمهوري نظام پرمهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند سایر ځلاند وايي، د مخابراتي شرکتونو له لوري په امنیتي لګښونو کې کمښت د انټرنیټي کڅوړو په بیو اغېز کولای شي.

نوموړی وايي: "پخوا هم مخابراتي شرکتونه د مخابراتو له وزارت سره ښکېل و، دوی چې ځواکمن دي او نه‌غواړي چې د انټرنټ بيه راټيټه کړي، دا د مخابراتو د وزارت د اترا ادارې مسوولیت دی چې ځواب ورکونکي وي. مخابراتي شرکتونه دې ته اړ کړي چې د انټرنټ بيه او هغه کڅوړې چې دوی یې خلکو ته ورکوي یو اندازه وي."

په‌دې اړه مو د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له ویاند عنایت‌الله الکوزي څخه هم وپوښتل، خو هغه د دغه راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

د يوې مخابراتي شبکې انتن
د يوې مخابراتي شبکې انتن

خو د دغه وزارت په وېب‌‌پاڼه کې د نجیب‌الله حقاني له قوله چې د طالبانو د حکومت د مخابراتو وزارت سرپرست دی راغلي، په لرو پرتو سیمو کې د معیاري مخابراتي خدمتونو وړاندې کول د دوی له مهمو موخو څخه دي.

دغه شان د ازادي راډیو خبريال په‌دې برخه کې د مخابراتي شرکتونو د مسوولینو د نظر په اخيستلو هم بریالی نه‌شو.

دا مهال یو شمېر مخابراتي شرکتونه په افغانستان کې د ټیليفوني خدمتونو ترڅنګ انټرنیټي خدمتونه هم وړاندې کوي.

د افغانستان د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي تر ډېره د ورځنیو اړیکو، د مجازي پاڼو د کارونې، د انلاین زده‌کړو، دندو او په نورو برخو کې له انټرنیټ استفاده کوي.

XS
SM
MD
LG