په اوسنیو حالاتو کې څوک افغانستان ته په سفر او چکر تللی شي؟

د غزني ښار یوه څنډه. غزني هم د تاریخي سیمو په درلودو سره سیلانیان ورځي

نن د سپټمبر ۲۷مه د ګرځندوی یا سیاحت نړیواله ورځ ده.

د کابل یوه اوسېدونکې هیله ده.

د هغې هیله په ټول افغانستان کې د سیاحت ده، خو دمګړی د خپل کور تر څنګ پارک ته له تلو هم منعه ده.

هغه وايي: "افغانستان بېلابېل ښایسته او تاریخي ځایونه لري، خو موږ نه شو کولی هلته ولاړې شو، ځکه موږ ته اجازه نه شته. زموږ د کور خواته یو پارک و، موږ هر مازدیګر هلته تللو، نورې ښځې به هم راتلې، وخت به مو ډېر ښه تېرېده، یوبل سره به مو خبرې او کیسې کولې او تفریح به مو کوله، خو کله چې د طالبانو حکومت راغی هغه هر څه بند شول او اوس ښځې نه شي کولی دې پارک ته ورشي."

په افغانستان کې د لسیزو جګړو او ناامنیو دې هېواد کې هم کورنی سیاحت او هم له بهره د سیلانیان ورتګ سخت زیانمن کړی دی.

په افغانستان کې د پرځېدلې جمهوریت د واکمنۍ پر مهال د حکومت مخالفو وسله‌والو په ځانګړې توګه طالبانو ډېر کله په افغانستان کې بهرني وګړي په بریدونو او تښتونو کې په نښه کول او همدارنګه د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په ځینو سیمو کې تودو جګړې هم فضا داسې کړې وه چې په کې د سیاحت په اړه فکر کول هم تر لیونتوب کم نه و.

خو اوس چې طالبان خپله په واک کې دي او په څرګنده یې پر وړاندې د جګړې بل تود لوری یا داسې ستره ډله نه شته چې د پراخې ناامنۍ سبب شي نو د طالبانو د حکومت چارواکي بهرني سیلانیان هڅوي چې دې هېواد ته سفر وکړي.

د الجزیرې تلوېزیوني شبکې د طالبانو په حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه له خولې لیکلي: " بهرني سیلانیان به خامخا په افغانستان کې د هېواد ښه انځور وړاندې کړي."

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه

خیرخواه زیاته کړه چې د طالبانو مخالفین معمولاً د افغانستان وضعیت ښه نه بیانوي.

بامیان د بودا د هغو مجسمو چې طالبانو په خپله تېره واکمنۍ کې ونړولې او د بند امیر د طبیعي پارک له کبله د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو لپاره په زړه پورې سېمه ده.

د دې سیمې یو اوسېدونکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، له بده مرغه په اوسني حکومت کې سیاست داسې دی چې د سیاحت له صنعت څخه سیاسي استفاده کېږي.

هغه وايي: "سیاست داسې دی چې له توریزم یا د بهرنیو سیلانیانو څخه په یوه بڼه استفاده کېږي او بهرنیو سیلانیانو ته د سفر د شرایطو په برابرولو غواړي نړۍ ته دا پیغام واستوي چې افغانستان د پخواني حکومت یا پخوانیو حکومتونو په مقایسه ډیر بهتره شوی، فضا ښه ده او امن ده، دا هماغه څه دي چې اوسنیو واکمنو بیا بیا په رسنیو کې یاد کړي او په یو ډول خپله لاسته راوړنه یې بولي، خو په اصل کې د افغانستان له خلکو او د بامیانو له خلکو سره چلند له دې سره ډېر په تضاد کې دی."

په بامیان کې د بند امیر یوه څنډه. طالبانو دغې سیمې ته د ښځو په ورتګ بندیز لګولی دی.

د بامیانو د دې اوسېدونکي په وینا، هغه چلند چې د طالبانو حکومت یې په ځانګړې توګه ښځو او نجونو سره کوي او کوم محدودیتونه یې چې پرې لګولي او آن په نارینه‌وو یې هم لګولي هغه څه دي چې د نوموړي په وینا د افغانستان ریښتینی تصویر دی.

یوه مېرمن وايي: ښځې په بامیان ولایت کې اجازه نه لري تاریخي او تفریحي ځایونو؛ لکه بندامیر ته ورشي. په ښار او بازار کې زموږ پر تګ راتګ او آن غږ هم بندیز دی، خو بهرني سیلانیان که ښځې هم وي هر چېرې تلی شي.

د بامیانو یوې بلې اوسېدونکې مېرمنې چې د امنیتي اندېښنو له کبله یې نه غوښتل نوم او غږ یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "طالبان په اوسنې شرایطو کې یواځې بهرني سیلانیانو ته د سیاحت اجازه ورکوي، هغوی کولي شي د بندامیر له پارک نه لیدنه وکړي چې دا د نړیوالو پر وړاندې د دوی له‌خوا یو نمایشي حرکت دي او دلته ښځي خپلو لومړیو حقونو نه منع شوي دي، ښځې په بامیان ولایت کې اجازه نه لري تاریخي او تفریحي ځایونو؛ لکه بندامیر ته ورشي. په ښار او بازار کې زموږ پر تګ راتګ او آن غږ هم بندیز دی، خو بهرني سیلانیان که ښځې هم وي هر چېرې تلی شي."

په دې وروستیو کې ډېري بهرنې سیلانیان چې ډېری یې بهرنې یوټیوب چلوونکې دي، افغانستان ته ځي او په هغو ځایونو کې ویډیوګانې جوړوي چې هلته افغانې ښځي د ورتګ اجازه نه لري.

د پخواني جمهوري نظام د اطلاعتو او فرهنک وزارت ویاند صابر مومند هم په دی اړه ازادي راډیو ته وویل: "د رسنیو په برخه کې مونږ باید کورنیو او بهرنیو رسنیو لپاره یو شان قوانین ولرو که داسې نه وي نو دا یو نمایشي حرکت ده چې ډېر ژر به نړیوال هم په دې پوه شي."

که څه هم طالبان د بهرنیو سیلانیانو لپاره د اسانتیاوو او امنیت د برابرولو په برخه کې په اقداماتو سره غواړي دې هېواد ته د سیاحت لپاره د بهرنیو ورتګ وهڅوي، خو د امریکا متحده ایالتونو، کاناډا، بریتانیا او د اروپايي ټولنې ګڼ شمېر هېوادونو خپلو اتباعو ته افغانستان ته د سفر نه کولو په اړه خبرداري ورکړي او په دې هېواد کې یې د احتمالي بریدونو تښتونو او نورو ناوړو ممکنه پېښو څخه وېرولي دي.

د مې په ۱۷مه نېټه د بامیان په مرکز کې د بهرنیو سیلانیانو په یوې ډلګۍ وسله‌وال برید چې په کې دري اسپانوي سیلانیان او اوه تنه افغانان ووژل شول، د بهرنیو سیلانیانو د امنیت په برخې اندېښنې نورې هم ډېرې کړې.

له دې پېښې وروسته د طالبانو حکومت هغه بهرنیان چې افغانستان ته د سیاحت په نوم سفر کوي، په دې هېواد کې د ګرځېدو پر مهال په امنیتي ساتونکو بدرګه کوي.

خو څوک غواړي چې په اوسنیو حالاتو کې افغانستان ته سفر وکړي؟

شاه محمود میاخېل چې په تېر جمهوري نظام کې یې د دفاع وزارت د سرپرست دنده درلوده، وايي: "وضعیت هغسي نه دی لکه طالبان چې يې وړاندي کوي، بلکې په افغانستان کې بشري امنیت، فزیکي او روانې امینت وجود نه لري. خلک ورځ تر بلې له هېواده د وتلو په هڅه کې دي او افغانستان ته د څو تنو بهرنیانو تګ د امنیت د شتون معیار نه شي کېدلی."

په تېر جمهوري نظام کې د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل

په هغو بهرنیانو کې چې افغانستان ته سفرونه کوي او د طالبانو د حکومت چارواکي یې هم ورتګ هڅوي یو شمېر یوټیوبران دي.

په دوی کې کې ښځینه هم شته چې افغانستان ته ځي، له عامو افغانانو، د طالبانو چارواکو سره او همدارنګه بېلابېلو تاریخي ځایونو کې ویډیوګانې جوړوي او وروسته یې د خپلو یوټیوب چینلونو له لارې خپروي.

په کابل کې یوې مېرمنې چې خپله هم د یوټیوب چینل لري، د نوم او غږ نه خپرولو په شرط وویل، دا حالت ورته ځورونکی دی چې دوی نه‌شي کولی په خپله خاوره کې له خپلو تاریخې ځایونو راپورونه یا ویډیوګانې جوړي کړي، خو "بهرني وګړي خصوصاً مېرمنې په ازاده توګه زموږ په وطن کې د لیدونکو لپاره ویډیوګانې جوړوي او په یوټیوب چینلونو یې له خپرېدو څخه ښه عاید ترلاسه کوي."

د طالبانو د حکومت په څو کلنه واکمنۍ کې داسې دقیقې شمېرې نه شته چې دې هېواد ته د ورغلیو هغو بهرنیانو جزییات ترې څرګند شي چې د سیاحت په موخه یې افغانستان ته سفرونه کړي دي.

خو د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په یو راپور کې کابل کې د طالبانو د حکومت د ګرځندوی ریاست مشر محمد سعید له خولې ویلي چې په ۲۰۲۱م کال کې ۶۹۱ بهرني سیلانیان ورغلي وو.

نوموړې په ۲۰۲۲م میلادی کال کې دا شمېره ۲۳۰۰ او په ۲۰۲۳م کال کې بیا ۷۰۰۰ تنه ښودلې ده.

دا څرګنده نه ده چې له دغو کسانو څخه څو تنه د سیاحت او څو تنو د سوداګرۍ لپاره افغانستان ته تللي دي.

په دې موده کې سلګونه افغانان چې له کلونو راهیسې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي او د دغو هېوادونو تابعیت یې ترلاسه کړی، هم د خپلو خپلوانو او کورنیو سره د لیدو لپاره افغانستان ته تللي دي.

په ورته توګه په کور دننه د سیاحت په اړه هم کره شمېرې او معلومات نه شته، خو دا څرګنده ده چې د افغانانو نیمايي برخه چې ښځې او نجونې دي په یو مخ سیاحتي سیمو ته له ورتګ منعه شوې او نارینه بیا کولی شي تر پخوا په بهتره امنیت کې د هېواد بېلابېلو سیمو ته سفرونه وکړي، خو بې ننګونو هم نه دي.

د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي: اوس هم خنډونه شته؛ مثلاً ستا فردي حریم ښايي خوندي نه وي، ښايي ودرول شې یو څوک درنه وپوښتي چې د ویښتو سټایل دې سم دی که‌نه، ږیره لرې که‌نه.

د ننګرهار یو اوسېدونکي په دی اړه وویل: "په افغانستان کې دا مهال د نارینه ځوانانو لپاره ښايي د سیاحت په برخه کې ستونزې دومره ډېرې ونه اوسې، که چېرته په تفریح یا چکر ته ځي، تللی شي، که څه بې ننګونو نه دي، خو بیا هم د نارینه‌وو ننګونې او ستونزې د نجونو او ښځو سره د مقایسې وړ نه دي. مخکې د امنیت ستونزې وې، باید حقیقت ومنو چې اوس امنیتي اندېښنې نه شته، مخکې که ته ننګرهار کې کومې لرې سیمې ته تللې، یا نورستان ته تللې یا هلمند یا نورو شمالي ولایتونو ته تللې امنتیې ستونزې وې چې اوس نه شته او دا یو څه دي چې باید یاد شي، خو اوس هم خنډونه شته؛ مثلاً ستا فردي حریم ښايي خوندي نه وي، ښايي ودرول شې یو څوک درنه وپوښتي چې د ویښتو سټایل دې سم دی که‌نه، ږیره لرې که‌نه."

په ځوانانو کې بې‌کاري او د عاید نشتوالی چې د بې‌وزلۍ سبب شوې، بله ننګونه ده چې افغان ځوانان یې په کور دننه له سیاحت منعه کړي دي.

ګرځندوي په نړیواله کچه یو متحرک صنعت دې چې هېوادونه یو بل پورې تړلي ساتي.

سیاحت ډېری وختونه د یوه هېواد په اقتصادي پراختیا کې مهم رول لوبوي او تر څنګ یې د سولې په وده کې هم مهم کڼل کېږي.

د۱۹۸۰کال راهیسې، د ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان د سپټمبر ۲۷مه د ګرځندوی نړيوالې ورځې په توګه نمانځي.

سږ ۲۰۲۴م میلادی کال دا ورځ د همدي اداری له‌خوا د "ګرځندوی او سولې " تر عنوان لاندی نمانځل کېږي.

که څه هم دا مهال افغانستان د نړۍ د سیلانیانو لپاره او افغانان د نړۍ د سیل لپاره ډېر چمتو نه ښکاري، خو کابل میشتې افغانه هیله، هیله‌منه ده چې یوه ورځ به نه یوازې افغانستان د بهرنیو سیلانیانو لپاره د ننداری او سیاحت په امن او په زړه پورې سیمه باندې بدل شي، بلکې په کور کېنول شوې افغاني ښځې او نجونې به نه یوازې په هېواد دننه دسفر او سیاحت ازادي ولري، بلکې د نړۍ د سفر او سیاحت لپاره به ازادي، امکانات او شرایط ورته برابر شي.

دا چې دا هېله به یې کله پوره کېږي، دمګړی یې په نژدې راتلونکې کې اټکل نه کېږي.