د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

چین کې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو شمېر ۵۶۳ تنو ته ورسېد


په چین کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی چې روغتیايي کارکوونکي یې لېږدوي.
په چین کې د کرونا ویروس له امله مړ شوی چې روغتیايي کارکوونکي یې لېږدوي.

په چین کې د کرونا ویروس له کبله د وژل شویو شمېر ۵۶۳ ته لوړ شو. شااوخوا ۲۸ زره نور کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

دا خبره نن د پنجشنبې په ورځ د چین چارواکو وکړه.

د کرونا ویروس له کبله د چین ښارونه او شرکتونه تړل شوي او نړیوال هوايي سفرونه‌یې اغېزمن کړي.

په تېرو دوو اوونیو کې د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو د چین سیلانیان له ورتګه منع کړي دي.

چین کې په کرونا ویروس اخته کسان
چین کې په کرونا ویروس اخته کسان

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا ټاکل شوې ده راتلونکې اوونۍ د فبرورۍ په ۱۱مه او ۱۲مه په ژنیو کې سلګونه متخصصین راټول شي او د دې ویروس د مخنیوي لپاره د درملو او واکسینو د تحقیقاتو پر چټکولو خبرې وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان په مشرۍ به د ګڼو هېوادونو د متخصصینو دا ټیم چین ته هم سفر وکړي.

په افغانستان کې هم په کرونا ویروس احتمالي اخته شویو لپاره یو شمېر تدابیر نیول شوي دي. د روغتیا وزارت تېره ورځ وویل چې د احتمالي ناروغانو لپاره‌یې ځانګړی روغتون جوړ کړی دی.

په کابل کې د کرونا ویروس د احتمالي ناروغانو لپاره ځانګړی روغتون
په کابل کې د کرونا ویروس د احتمالي ناروغانو لپاره ځانګړی روغتون

همداراز د راپورونو له مخې افغانستان په بدخشان ولایت کې له چین او تاجکستان سره ګډې پولې تړلي. د ځايي چارواکو په وینا پر پوله روغتیايي ټيمونه ګومارل شوي چې بدخشان ولایت ته د ورتلونکو معاینه کوي.

افغان چارواکي وايي تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبته پېښه نه‌ده ثبت شوې.

په چین کې یو شمېر افغانانو په دې وروستیو ورځو کې هیله څرګنده کړې چې بېرته به هېواد ته راوستنول شي.

د چین په ووهان ښار کې، هغه ځای چې د کرونا ویروس مرکز ګڼل کېږی، یوه افغان محصل مشال جمالزي ازادي راډیو ته وویل چې په چین کې له افغان سفارت سره په تماس کې دي او له دولته غواړي چې هېواد ته‌یې ستانه کړي.

ده زیاته کړه: "له دولت څخه زموږ هیله ده موږ یا هېواد ته ستانه کړي یا مو امنې ساحې ته انتقال کړي. که موږ دلته پاتې شو له دوو ستونزو سره به مخامخ شو. یو کېدای شي په کرونا ویروس اخته شو او بل له روحي فشار سره مخامخ شو. دولت دې ژر تر ژره همکاري وکړي."

"د چین په ووهان کې افغانان به دوې اوونۍ قرنطین وي"
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:15 0:00

په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه هېواد کې له افغانانو سره په تماس کې دی او هڅې کوي چې هلته بند پاته افغانان هېواد ته ستانه کړي.

اوس‌مهال د کرونا ویروس لپاره هېڅ ډول واکسین یا درمل نه‌شته او د چین د روغتیا وزارت باور لري د "اېچ ای وي" یو شمېر درمل پر دغه ناروغي اغېز کوي.

XS
SM
MD
LG