د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

'په روغتیايي مرکزونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي'


له څو ورځو راهیسې د کابل د حامد کرزی په نړیوال ډګر کې د اخته کسانو د پېژندنې په هدف تدابیر نیول شوي دي.
له څو ورځو راهیسې د کابل د حامد کرزی په نړیوال ډګر کې د اخته کسانو د پېژندنې په هدف تدابیر نیول شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په ټولو روغتونونو کې یې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د درملنې تدابیر نیولي دي.

یو شمېر کابل ښاریان له دې امله اندېښمن دي چې ګواکي له چین نه به افغانستان ته د کرونا ګواښوونکې ویروس را انتقال شي.

عرفان الله او جمشېد ازادي راډيو ته وویل، د دې لپاره چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د کنټرول لازمې اسانتیاوې نشته اندېښمن دي.

عرفان الله وايي: "کرونا ګواښوونکی ویروس دی، که خدای مکړه زموږ ملک ته دا ویروس سرایت وکړي، دلته د دې ناورغۍ د کنټرول لپاره امکانات نشته."

جمشید وویل: "د کرونا ویروس په اړه له موږ ټولو سره اندېښنې شته، ځکه افغانستان یو وروسته پاتې هېواد دی او دومره وسایل دلته نشته چې دا ناورغي کنټرول کړل شي زما غوښتنه له دولت او د روغتیایي مسوولینو دا ده چې په دې اړې دې جدي تدابیر ونیسي."

د کرونا په نوم وژونکی ویروس د چین له ووهان ښاره خپور شوی دی.

دا ویروس چې انسان ته تنفسي ناروغۍ پيدا کوي د لرې ختيځ ډېرو هېوادونو، فرانسې، امریکا او حتی سعودي عربستان او اسټرالیا کې هم ځينې ښارونو ته رسېدلی دی.

د امریکا متحدو ایالاتو او اروپايي هېوادونو چین ته د سلانیانو پر تګ او راتګ کلک بندیز لګولی دی.

د پاکستان حکومت هم پرون چین ته په خپلو پروازونه بندیز ولګاوه.

خو د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي معلومات د ورکړې او د څارنې او ارزونې برخې مشر سید عطالله سعیدزي چې په افغانستان کې د کرونا ویرویس د مخیوي د تدابیرو د برخې مسوول هم ټاکل شوی وايي، د هېواد په ټولو روغتونونو کې د دې ناورغۍ لپاره تدابیر نیول شوي.

هغه زیاته کړه: "په روغتونونو کې ډاکټرانو ته روزنې ورکړل شوي، چې په کرونا ویروس اخته کسانو نه څنګه لومړی ځان وساتي او بیا یې څنګه درملنه وکړي، چې پوره چمتوالی مو نیولی دی، همدارنګه دا مهال په دې بوخت یو چې دا ناورغي باندې اخته کسان مشخصه کړو که چېرې افغانستان ته دا ناروغي راشي بیا په نورو پلانونو هم کار کړو خو دا مهال دلته هېڅ داسې پېښې نه ده ثبت شوې."

د افغانستان د عامې روغتیا مسوولین وايي، چې له څو ورځو راهیسې په دې اړه په وزارت کې دننه د اړوندو ارګانونو او ادرو ترمنځ څو بېړنۍ ناستې جوړې شوې او نن هم روانه ده.

د دغه وزارت له خوا له څو ورځو راهیسې د کابل د حامد کرزی په نړیوال ډګر کې هم د اخته کسانو د پېژندنې په هدف تدابیر نیول شوي دي.

کابل په هوايي ډګر کې ډاکتر د کرونا ویروس د پېژندنې پرمهال یو کس ګوري.
کابل په هوايي ډګر کې ډاکتر د کرونا ویروس د پېژندنې پرمهال یو کس ګوري.

دا مهال د چین په ووهان او یو شمېر نورو ښارونو که ګڼ شمېر خلک د دغه ویروس د اخته کېدو له امله په کورونو او پوهنتونونو کې قرنطین دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې هم ازادي راډيو ته وویل، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په دغه وزارت کې د روغتیا وزارت، بهرنیو چارو وزارت او د ملکي هوایي چلند ادارې تر منځ ناسته وشوه، چې په هېواد دننه د دغه ویروس د خپراوي د مخنیوي او په چین کې د افغان محصلینو د برخلیک په اړه په کې خبرې وشوې.

د سرچینې په خبره، په چین کې ۱۴ ورځنی قرنطین ۲۰ ورځو ته غځېدلی، او تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د روغتیا وزارت او بهرنیو چارو وزارت د محصلینو د انتقال خبره نه ده منلې.

په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم هم ازادي راډیو ته ویلي، چې دوی په ووهان کې د افغانستان د محصلانو له وضعیته خبر دي خو د ځینو ملحوظاتو له مخې یې افغانستان ته د هغوی لېږد ځنډولی دی.

په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم
په چین کې د افغانستان سفیر جاوېد قایم

د روغتیا نړیوال سازمان په چین کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د مړینې له زیاتېدو وروسته دا نړیوال بېړنی وضعیت بللی، خو ویلي یې دي چې د دې ستونزې له کبله د نړۍ په کچه د سفر محدودیت ته اړتیا نه‌شته.

د راپورنو له مخې، تر دې دمه ګرده نړۍ کې شاوخوا اته زره کسان په دې ناورغي اخته شوي او تر ۱۷۰ پورې کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG