د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ تله ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۲۴

افغانستان

د کرونا ویروس؛ د افغانستان اتباع باید چین ته له غیرضروري سفره ډډه وکړي

د جمعې تر ورځې ۲۶ کسان په دې ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، خلک باید چین ته له غیر ضروري سفره ډډه وکړه.

په چین کې د کرونا په نوم یو وژونکی ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او څه باندې ۶۰۰ پېښې يې ثبت شوې دي.

د جمعې تر ورځې ۲۶ کسان په دې ویروس د اخته کېدو له امله مړه شوي دي.

د افغانستان دعامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس بشیر حمید پرون د جنورۍ په ۲۴مه، ازادي راډیو ته وویل، که څه هم چین ته کم شمېر افغانان تګ راتګ کوي خو د سیمې په هېوادونو کې د کورنا په نوم د خطرناک وېروس د خپرېدو امکان د اندېښنې وړ دی.

ښاغلي حمید وویل: "هغه کسان چې له سفره راغلي یا داسې کسان چې له بهره راغلي او د سینه بغل او زکام علایم څرګندوي، باید انتاني شفاخانې ته ولاړ شي، که څوک ډېر ضروري کار نه لري چین ته له سفره ډډه وکړي، له هغو کسانو سره چې ټوخی او ذکام لري باید ډېر نږدې نه شي او خپل لاسونه په اوبو او صابون پرېمینځي."

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب رییس وویل چې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا وېروس هېڅ مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

مالیې وزارت: د لومړنیو خوراکي توکو په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی

ارشیف، د کابل مندوي

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې د دوی له ادرسه د ۱۴ ډوله لومړنیو خوراکي توکه د مالیې د معافولو په اړه خپور شوی مکتوب ناسم بولي.

د دغه وزارت ویاند حامد ارغندیوال په دې اړه رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې ویلي: "هغه خبر چې ګوندي مالیې وزارت د ۱۴ توکه خوراکي توکو مالیه معاف کړې، ناسم دی، د مالیې وزارت اړوند ټول خبرونه د دغه وزارت په ویب پاڼه، فیس بوک پاڼه او توېټر خپرېږي."

په ټولنیزو رسنیو چې د مالیې وزارت له ادرسه کوم مکتوب خپور شوی په کې راغلي چې دغه وزارت د ۱۴ توکه لومړنيو خوراکي توکو مالیه چې نومونه یې هم لیکل شوي معاف کړي او ټول سوداګر او هټیوال مکلف ګرځول شوي چې د مکتوب د صادرېدلو له نېټې د یادو توکو بیې ۴۰ سلنه راکمې کړي.

دا مکتوب چې مالیې وزارت یې جعلي بولي، وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو چې د کابل او بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو رسنیو سره په خبرو کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایتونه وکړل، خو مالیې وزارت وايي، تدابیر شته چې باید د دغو توکو قیمتونه راکم شي.

محسن دَوړ: د غلام خان بندر راتلونکې اوونۍ پرانیستل کیږي

د پاکستان د پارلمان غړی محسن دَوړ

د پاکستان د پارلمان غړي محسن دَوړ په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، غلام خان بندر به تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې په ۲۴ ساعته ډول د سوداګریزې راکړې-ورکړې پرمخ پرانیستل شي.

ښاغلي دَوړ لیکلي، دا پرېکړه د پاکستان د پارلمان د رئیس اسد قیصر په مشرۍ د پاک – افغان د ملګرتیا ګروپ په غونډه کې وشوه.

ښاغلی دَوړ دا هم لیکلي چې دغه ناسته کې د پاکستاني پارلمان مشر اسد قیصر مسوولو چارواکو ته لارښوونه کړې چې غلام خان بندر ته سېکنر او نور هغه ټول اړین توکي ورسوي چې اړتیا یې لیدل کېږي.

د پاکستان پارلمان دا غړی وايي، په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې چې له افغانستانه صادراتو کې تعرفه له‌ منځه یوړل شي او یا دې هم پر ټولو توکو یو ډول تعرفه وضع شي.

دا پاک – افغان د ملګرتیا پارلماني ګروپ پردې موضوع داسې مهال خبرې کوي چې افغانستان ته د طالبانو په راتګ سره د افغانستان ملي شورا غیر فعاله او ډېری غړي یې له دغه هېواده وتلي دي.

ملګري ملتونه څه باندې ۱۰۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته لېږدوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ملګري ملتونه د افغانانو د لاسنيوي په خاطر له سل ټنو زياته بشري مرسته د ازبیکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي.

په منځنۍ اسيا کې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR د اعلامیې پر بنسټ په تېرو درېیو ورځو کې له افغانستان سره د سلو ټنو څخه ډېره بشري مرسته د ازبیکستان د ترمز ښار هوايي ډګر ته چې د دغه هېواد او افغانستان ګډې پولې ته نېږدې دى، رسولې ده.

په اعلاميه کې ویل شوي: "په درېیو الوتکو کې لېږدول شوې مرستې چې خوراکي توکي هم په کې شامل دي، په ټېلرونو کې لوژستیکي مرکزونو ته انتقال او بيا به له ازبیکستانه د بلخ ولايت مرکز مزار شریف ته ولېږدول شي."

ملګرو ملتونو مخکې اعلان کړی و، درې الوتکې چې افغانستان ته بشري مرستې رسوي، ازبیکستان ته به الوتنه وکړي چې له دې خبرې وروسته لومړنۍ الوتکه چې ۳۲ ټنه مرسته په کې وه، د اکټوبر په ۱۵مه د ترمز هوايي ډکر ته ورسېده.

افغان کرکټ لوبډله خپله دویمه تمریني لوبه ویسټ انډیز سره لري

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د شل اووریز نړیوال جام په درشل کې خپله دویمه تمریني لوبه سبا د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کوي.

افغانستان او ویسټ انډیز دواړو خپلې لومړنۍ تمریني لوبې بایللي دي.

افغانستان وړمه ورځ اوله تمریني لوبه پر سویلي افریقا باندې د ۴۱ منډو په توپیر وبایلوده.

ویسټ انډیز هم پرون لومړنۍ تمریني لوبه کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په توپیر د پاکستان پر وړاندې ماته ومنله.

د ویلو وړ ده چې د تمریني لوبو ګټل او بایلل د نړیوال شل اووریز جام په اصلي لوبو او نمرو هېڅ اغېز نه لري او یوازې مرسته کوي چې د ټيم مدیران او مشران تر ټولو تیار لوبغاړي اصلي لوبو کې ولوبوي.

تر تمریني لوبو وروسته به په نړیوال شل اووریز جام کې د افغانستان لومړنۍ لوبه د اکتوبر په پنځه ویشتمه وي. دویمه یوه د اکتوبر په نهه ویشتمه له پاکستان سره ده. نورې درې ګروپي لوبې هم لري.

د کام ایر هوايي شرکت د کابل -ابوظبۍ ترمنځ پروازونه بېرته پيلوي

د کام ایر هوايي شرکت یوه الوتکه

د کام ایر هوايي شرکت سر له سبا د کابل او ابوظبۍ ترمنځ پروازونه بېرته پيلوي.

دا خبره په دوبۍ کې د افغانستان لویې قونسلګرۍ په خپله فیسبوک پاڼه کړې ده.

قونسلګرۍ ویلي چې له ډېرو هڅو وروسته یې د دغو پروازونو پيل ته زمینه برابره کړه.

په دې اړه افغان جنرال قونسل مسعود احمد عزيزي د کام اير هوايي شرکت له ريس تيمورشاه سره ليدلي.

د قونسلګرۍ په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو موافقه وکړه، څو په اماراتو کې د ځینو وفات شوېو افغان مسافرو د جنازو انتقال ته لومړیتوب ورکړل شي.

قونسلګرۍ ژمنه کړې چې دې برخه کې له افغانانو سره همکارۍ ته تیاره ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې کابل ته د اکثرو نړیوالو پروازونو بهیر وځنډېد او لا هم پروازونه عادي شوي نه دي چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ملګري ملتونه: ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسیناسیون پيلوو

ارشیف، جلال اباد کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي څڅوي.

ملګرو ملتونو ویلي، هوډ لري چې راتلونکي میاشت په ټول افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسیناسیون پيل کړي.

په ټول افغانستان کې د پولیو د لوی واکسین پیل ډېره مخینه نه لري، ځکه پخوا به نا امنو سیمو کې د کمپاینونو مخه نیول کېده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د روغتیا نړیوال سازمان پرون په یوه ګډه اعلامیه کې په درېیو کلونو کې به دا لومړی وار وي چې ټولو درې میلیونه او درې لکه ماشومانو ته د پولیو واکسین ولګول شي.

دغو دواړو ادارو د طالبانو له ملاتړه هم هرکلی کړی دی.

طالبانو ژمنه کړې چې دا وار به کور په کور د پولیو د واکسین د تطبیق په برخه کې همکاري کوي.

افغانستان د نړۍ له هغو محدودو هېوادونو دی چې پکې د ماشومانو د ګوزڼ پېښې ثتبیږي.

افغانستان خپله لومړۍ تمریني لوبه جنوبي افریقا ته بایلوده

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

افغانستان د کرکټ د ۲۰ اووریزو لوبو د نړیوال جام په تمریني لوبو کې خپله لومړۍ لوبه جنوبي افریقا ته بایلوده.

لوبه لومړی جنوبي افریقا پیل کړه او په ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې یوازې ۱۰۴ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

د افغان لوبډلې بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له وېسټ انډیز سره ده.

په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ اصلي لوبه د اکټوبر په ۲۵مه نېټه وي چې سیاله لوبډله‌یې تر اوسه نه‌ده معلومه، خو دوهمه لوبه به‌یې د اکټوبر په ۲۹مه له پاکستان سره وي.

همداراز افغان لوبډله به د نومبر په درېیمه له هند سره، د نومبر په اوومه له نیوزیلنډ او د نومبر په ۲۷مه له استرالیا سره مخامخ شي.

تمریني لوبه؛ د جنوبي افریقا کرکټ لوبډلې افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه

د کرکټ د شل اووریزو لوبو د نړیوال جام یو شمېر ګډون کوونکو هېوادونو بیرغونه

د کرکټ د شل اووریزو لوبو د نړیوال جام په تمریني لوبو کې د افغانستان او د جنوبي افریقا د ټیمونو لوبه روانه ده.

لوبه لومړی جنوبي افریقا پیل کړه او په ۲۰ اوورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۴۶ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې بله تمریني لوبه د چهارشنبې په ورځ له وېسټ انډیز سره ده.

په نړیوال جام کې به د افغانستان لومړۍ اصلي لوبه د اکټوبر په ۲۵مه نېټه وي چې سیاله لوبډله‌یې تر اوسه نه‌ده معلومه، خو دوهمه لوبه به‌یې د اکټوبر په ۲۹مه له پاکستان سره وي.

همداراز افغان لوبډله به د نومبر په درېیمه له هند سره، د نومبر په اوومه له نیوزیلنډ او د نومبر په ۲۷مه له استرالیا سره مخامخ شي.

ایران د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه د یوه کنفرانس کوربه‌توب کوي

تهران کې د ازادۍ میدان

د جرمني خبري اژانس خبر ورکړی چې ایران غواړي راتلونکې اوونۍ د افغانستان د سیاسي راتلونکې په اړه د یوه کنفرانس کوربه‌توب وکړي.

ډي‌پي‌اې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب‌زاده له قوله خبر ورکوي چې نوموړي نن د تلې په ۲۶مه ویلي، دا کنفرانس به د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو او د روسیې د استازي په ګډون جوړ شي.

خطیب‌زاده ویلي چې ایران به په دې غونډه کې په افغانستان کې د طالبانو او ټولو سیاسي ډلو په ګډون د یوه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړي. نوموړی زیاتوي چې ایران په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات غواړي.

د خطیب‌زاده په وینا د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هڅو کې باید د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.

طالبان د اګسټ په ۱۵مه نېټه د دوهم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول او خپله سرپرست کابینه‌یې اعلان کړه چې غړي يې تر ډېره یا طالبان دي او یا د هغوی پلویان.

طالبانو د ایران د راروانې غونډې په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

ټاکل شوې چې د راروانې چهارشنبې په ورځ به مسکو کې د طالبانو، متحده ایالاتو، پاکستان او چین د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه وي.

تاجکستان د افغانستان سرحد ته نږدې پوځي تطبیقات پیل کړل

ارشیف، د تاجکستان، ازبکستان او روسیې ګډ پوځي تطبیقات

تاجکستان نن د افغانستان سرحد ته نږدې د شااوخوا ۴ زره سرتېرو په ګډون پوځي تطبیقات پیل کړل.

د جرمني خبري اژانس د روسیې په مشرۍ د ډله‌ییز امنیت د تړون د سرچینو په حواله خبر ورکوي چې دا تمرینات به د شنبې تر ورځې پورې دوام وکړي.

ویل شوي چې په دې تطبیقاتو کې د وسله‌والو نښتو او له سرحدونو د خلکو د غیر قانوني اوښتو په برخه کې سرتېرو ته زده‌کړې ورکول کېږي.

تاجکستان له افغانستان سره شااوخوا ۴۰۰ کیلومتره ګډ سرحد لري.

د منځنۍ اسیا هېوادونو او له هغې ډلې تاجکستان په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په ګډ سرحد کې د ترورېستي ډلو د احتمالي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چهارشنبې په ورځ وویل چې داعش ډله له عراق او سوریې څخه افغانستان ته د خپلو با تجربې جنګیالیو د لېږد په حال کې ده، خو طالبانو دا خبره رد کړې ده.

قزاقستان له افغانستان سره د ۵ زره ټنه اوړو مرسته کوي

ارشیف؛ اوړه

قزاقستان له افغانستان سره د پنځه زره ټنه اوړو د مرستې ژمنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د چارو ادارې په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د رئیس‌الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د لیدو پر مهال د ګڼو سیاسي او دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ، ژمنه کړې چې له افغانستان سره به د پنځه زره ټنه اوړو مرسته وکړي.

بل لور ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې قزاقستاني چارواکي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په لیدنه کې هم په راتلونکي کې له افغانستان سره د اقتصادی همکاریو او اقتصادي مرستو ژمنې کړي.

د قزاقستان د ولسمشر یوه استازي له طالب چارواکو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې 

راپورونه وايي چې د قزاقستان د ولسمشر یوه استازي کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو له چارواکو سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د قزاقستان د جمهوري ریاست د رسنیو څانګې دا خبر پرون- د اکتوبر په ۱۷مه وروسته له هغه ورکړ چې د نړیوالې همکارۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي ایرژان کازي خان کابل ته سفر وکړ.

تاس د ولسمشر د قاسم ژورمات تاقایف د مطبوعاتي څانګې له قوله زیاتوي چې دواړو لورو د تجارتي او اقتصادي راکړې ورکړې او په قزاقستان کې افغان محصلینو ته د بورسیو بیا پیل ته لېوالتیا ښودلې.

د خبر له مخې د قزاقستان پلاوي د دې سفر په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د قزاقستان د حکومت یو پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

د سوداګرۍ خونه: افغانستان کې ۶۰ سلنه صنایع د سقوط له ګواښ سره مخ دي

ارشیف، خوست کې یوه فابریکه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، په افغانستان کې څه باندې ۶۰ سلنه صنایع د سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې د صنعت بازار د سقوط په حال کې دی او ډېری هغه فابریکې چې په دې برخه کې فعاله وې، د تړل کېدو په حال کې دي.

نوموړی زیاتوي، که څه هم په تېرو ۲۰ کلونو کې د پانګې د جذب، د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د اسانتیا برابرولو او خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې پرمختګ وشو، خو د نوي نظام په راتلو سره سوداګر او صنعت‌کاران له جدي ستونزو سره مخ دي.

د ښاعلي احمدیار په خبره، په بانکونو کې د سوداګرو د پیسو بندېدل، د سوداګریزو توکو د رانیولو لپاره صادروونکو هېوادونو ته د پیسو د حوالو بندېدل او د اقتصادي ستونزو له امله د افغانستان په بازارونو کې د توکو د پلور راکمېدل هغه درې عوامل دي چې د افغانستان صنعت‌یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړی دی.

د طالبانو حکومت د مطبوعاتو د ټیم غړی بلال کریمي که څه هم چې د صنعتي شرکتونو د ستونزه ډېره برخه د کرونا ویروس د خپرېدو له امله بولي، خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وایي، حکومت هڅه کوي په دې برخه کې ستونزې حل کړي.

طالبان د پلچرخي زندان بیا پرانیستلو ته تیاری نیسي 

د پلچرخي زندان

د طالبانو حکومت یو چارواکی وايي د پلچرخي زندان بیا پرانیستلو ته تیاری نیسي.

فرانس پرس خبري اژانس د زندانونو د ساتنې د چارو د یوه مسؤل مولوي عبدالله حقیق له قوله خبر ورکوي چې ویلي یې دي د پلچرخي زندان لپاره یو شمېر ساتونکو ته روزنه ورکړل شوې چې ډېر ژر به د دغه زندان چارې سمبالې کړي.

د طالبانو د زندانونو د ساتنې د چارو دغه مسؤل ونه‌ویل چې کله به د پلچرخي زندان بېرته پرانیستل کېږي، خو زیاته‌یې کړه چې دوی به وکولای شي په دې زندان او د کابل ولایت په نورو محبسونو کې له ۶ زرو تر ۷ زرو پورې بندیان وساتلی شي.

د کابل په پلچرخي زندان کې د پخواني حکومت په دوره کې د طالبانو په ګډون په زرګونو بندیان ساتل کېدل چې کابل ته د طالبانو له ننوتو سره ټول بندیان ترې ووتل.

بلېنکن له خپل قطري سیال سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د امریکا او د قطر د بهرنیو چارو وزیران

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغو خبرو په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې بلېنکن دا ومنله چې قطر له افغانستانه د امریکایي وګړو او له خطر سره مخامخ افغانانو لپاره د ترانزیټ په برابرولو کې مرسته کړې ده.

د اګسټ د میاشتې په دوهمه نیمایي کې وروسته له هغې چې طالبانو کابل ونیو، د کابل د نړیوال هوایي ډګر له لارې قطر ته په لسګونو زره کسان ولېږدول شول.

هغه هېواد ته چې د افغانستان په مسئله کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه کتل کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG