د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

په شېرخان بندر کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحد بیا پرانیستل شو


د شېرخان بندر یوه څنډه
د شېرخان بندر یوه څنډه

کندز ولایت په شېرخان بندر کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ سرحد بیا پرانیستل شو.

د شېرخان بندر د ګمرک چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې پرون د غبرګولي یا جوزا په ۲ مه د شېرخان بندر- تاجیکستان ترمنځ پوله د سوداګرو د تجارتی توکو او ترانزیت پرمخ بیا پرانسستل شوه.

د شېرخان بندر د ګمرک رئیس کلیم الله مجاهد بيګا آزادۍ راډیو ته وویل، چې د شېرخان بندر د بندولو علت دا و، چې د تاجکستان اړخ له تېرو اتو میاشتو راهیسې افغانانو ته د ویزې له لرلو سره سره هغه هېواد ته د تګ اجازه نه ورکوله.

د مجاهد په وینا طالبانو د سرحد له بندولو وروسته له مقابل لوري دا ژمنه ترلاسه کړه چې له افغانانو سره به هم د سیال هېواد د وګړو په توګه چلند کوي.

هغه زیاته کړه: "پرون د دوی (تاجکستان) پلاوی راغلی و، بیا یې ژمنه وکړه او نن عام افغانان که تاجران دي، که سیلانیان، که موټر چلوونکي، هرچا چې ویزه درلوده اجازه یې ورکوله نو دروازه خلاصه شوه او دا مشکل پای ته ورسېد."

طالبانو د افغانستان تاجکستان پوله نږدې ۱۳ ورځي مخکې بنده کړه او ویې ویل چې یوازې د بهرنیو چارو د وزارتونو په کچه له تفاهم وروسته به دا سرحد پرانېزي.

طالبانو ولې شېرخان بندر وتاړه؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

د سرحد د بندولو پرمهال د تاجکستان لسګونه وګړي چې ډېری موټر چلوونکي وو، د افغانستان په خاوره کې ایسار پاتې شول.

XS
SM
MD
LG