د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

طالبانو د شېرخان بندر دروازه تړلې


تاجکستان سره په پوله کندز کې د شېرخان بندر یوه څنډه
تاجکستان سره په پوله کندز کې د شېرخان بندر یوه څنډه

د طالبانو د حکومت چارواکي تاییدوي، چې د شیرخان بندر دروازه یې تړلې او چاته د تېرېدو اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد آزادي راډیو ته دا خبره د هغو راپورونو په غبرګون کې وکړه چې وایي، څو تاجک موټر چلونکو ته د طالبانو سیمه ییزو چارواکو اجازه نه ده ورکړې چې بېرته تاجکستان ته ستانه شي.

مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دوی وروسته له هغې دې پرېکړې ته اړشول، چې د تاجکستان چارواکو د افغانانو پرمخ د خپلې پولې د خلاصېدو لپاره د دوی پرله پسې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړ.

هغه زیاته کړه: د تاجکستان خواته زموږ له خوا نه دا څومیاشتې ستونزه نه وه، خو تاجکي اړخ متاسفانه له دې خوا نه په بندرباندې هیڅوک هم نه پرېښودل. له هغې خوا موږ هرڅوک را پرېښودل بیا له دوی نه مو څوواره غوښتنه هم وکړه چې دوی هم ورته تعامل وکړي، دلته تجاران لرواو خلک د ستونزو په درلودلو سره اوړي تاجکستان ته ضرورتونه لري، په قانوني اسنادوله قانوني لارو ځي. خو متاسفانه هغوی همکاري نه کوله. بار بار دا خبره موږ په ناستو پاستو کې مطرح کړې وه او د بهرنیو چارو وزارت له خوا هم دا مسئله تعقیب شوې وه، وروسته موږ هم دې ته مجبور شو چې ورته ګام واخلو. لکه څنګه چې دوی د افغانستان له خوا چاته اجازه نه ورکوي چې هاخوا ته لاړشي، نو موږ هم له هغې خوا د راتګ اجازه بنده کړه.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، څو پورې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتماد او د بهرنیو چارو وزارتونو په سطحه یو تفاهم نه وي رامنځته شوی، د شېرخان بندر دروازه به بنده وي او سیمه ییزو چارواکو ته ویل شوي چې له هغې خوا هم چاته اجازه ورنه کړي چې افغانستان ته را واوړي.

دغه راز پرون سیمه ییزو رسنیو په شېرخان بندر کې د طالبانو د ساتونکو او د تاجکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې راپور ورکړی و، خو د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د نښتو خبره ردکړې ده.

د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان پرافغانستان بیا واکمن شوي، د منځنۍ آسیا د هېوادونو په ډله کې چې له افغانستان سره ګډې پولې لري، د نوروپه پرتله له تاجکستان سره یې اړيکې ښه نه دي.

XS
SM
MD
LG