د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

امریکا او تاجکستان د افغان هوايي ځواک الوتکو برخلیک په اړه خبرې کوي


آرشیف - د کابل هوايي ډګر کې د افغانستان الوتکې
آرشیف - د کابل هوايي ډګر کې د افغانستان الوتکې

د امریکا حکومت او تاجکستان د افغانستان د هوايي ځواک د هغو الوتکو په اړه خبرې کوي، چې د تېر کال د اګست په ۱۵ مه د افغانستان د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته افغان پیلوټانو تاجکستان ته یووړې.

په دوشنبې کې د امریکا سفیر ویلي، دا الوتکې به طالبانو ته ونه سپارل شي ځکه چې د دوی نه دي.

تر دې مخکې ازبکستان هم ویلي و، چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره هممهاله له افغانستانه ورغلې الوتکې به طالبانو ته ونه سپاري ځکه چې دا الوتکې د امریکا دي.

په تاجکستان کې د امریکا سفیر جان مارک پومیرشیم په دوشنبې ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې امریکا او تاجکستان د تېر کال په اګست کې له افغانستانه تاجکستان ته د وړل شویو الوتکو د برخلیک په اړه په خبرو بوخت دي.

پومیرشیم یادونه وکړه، چې امریکا نه غواړي چې دا الوتکې طالبانو ته ورکړي.

په تاجکستان کې د امریکا سفیر جان مارک پومیرشیم
په تاجکستان کې د امریکا سفیر جان مارک پومیرشیم

د امریکا سفیر د دغو الوتکو په اړه د امریکا او تاجکستان د خبرو جزییات څرګند نه کړل.

امریکايي چارواکي، وايي چې د ۲۰۲۱ د اګست تر ۲۱ پورې ازبکستان ته ۴۶ او تاجکستان ته ۱۸ الوتکې وړل شوي وې.

یوه امریکايي چارواکي، د نوم د نه څرګندولو په شرط ویلي، چې امریکا دا الوتکې د افغان هوايي ځواک لپاره اخیستې وې او اوس د امریکا دفاع وزارت د هغو په اړه نهايي پرېکړه کوي.

د پنتاګون ویندوی جان کربي په جنورۍ کې ویلي و، چې دا الوتکې افغانستان ته نه ورکول کېږي خو دا چې چېرته به وړل کېږي، او بالاخره به څوک ورڅخه کار اخلي؟ په دې اړه لا پرېکړه نه ده شوې.

طالبانو بیا غوښتنه کړې، چې دا الوتکې دې دوی ته وسپارل شي.

طالبانو پر افغان پېلوټانو هم غږ کړی، چې بېرته خپل هېواد ته وروګرځي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سرمفتش د دفتر یا سیګار په وروستي درې میاشتني راپور کې ویل شوي، چې د افغان هوايي ځواک زرګونه پرسونل د طالبانو له حکومت سره یوځای شوی دی.

د سیګار په راپور کې په عین حال کې د پنټاګون په قول ویل شوي، د هغو پوځي تجهیزاتو چې له ۲۰۰۵ م کال څخه په ۱۸ میلیارد او ۶۰۰ میلیون ډالرو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره رانیول شوي وو، زیاته برخه په جنګي عملیاتو کې له منځه تللې ده.

تېره اوونۍ د طالبانو د دفاع وزارت ویندوی عنایت الله خوارزمي وویل، چې د دوی تخنیکي ډلې تراوسه پورې ۶۰ غیرفعالې الوتکې او هیليکوپترې ترمیم کړي دي.

XS
SM
MD
LG