د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

امریکا: تاجکستان او ازبیکستان کې د افغان پوځ الوتکې طالبانو ته نه ورکول کېږي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي چې د اګسټ پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تاجکستان او ازبېکستان ته انتقال شوې پوځي هلیکوپټرې به د طالبانو په واک کې به ور نه کړل شي.

د پنټاګون ویاند جان کربي د سې شنبې د شپې ناوخته (د جنورۍ په ۱۸نېټه) په واشنګټن کې د یوې خبري ناستې پرمهال د یوې خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان اوس له تاجکستان او ازبېکستان څخه د هلیکوپټرو د بېرته ترلاسه کولو په لټه کې دي، پنټاګون به په دې اړه څه پرېکړه وکړي؟

کربي وویل: "موږ لا هم د دې هلیکوپټرو د برخلیک د معلومولو په اړه کار کوو. دا چې له دې هلیکوپټرو سره به څه کېږي، زه په دې اړه تازه جزئیات نه لرم، خو زه فکر کوم دا تصور تراوسه پر خپل ځای دی چې یادې هلیکوپټرې به بېرته افغانستان ته نه استول کېږي چې طالبان ترې استفاده وکړي. خو دا چې د دې هلیکوپټرو برخلیک به څنګه کېږي، چېرته به وړل کېږي او چاته به په واک کې ورکول کېږي، موږ تراوسه د همدې پرېکړې کولو په مرحله کې یو."

د پنټاګون ویاند جان کربي
د پنټاګون ویاند جان کربي

خو د طالبانو د حکومت دفاع وزارت چارواکي، د امریکا د دفاع وزارت د ویاند پر څرګندونو تًند غبرګون ښیي او وایي چې دا الوتکې د افغانستان د خلکو ملکیت دی او د دوی په خبره، نن وي که سبا، بېرته به اخیستل کېږي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د جان کربي د تازه څرګندونو په اړه ازادي راډیو ته وویل، امریکا باید د افغانستان په کورنیو چارو کې له مداخلو لاس واخلي: "امریکایانو چې مخکې الوتکې کومې راوړې وې، دوی رسماً هغه 'دې هېواد' ته تسلیم کړې وې او دا د افغانستان سرمایه حسابېده او حسابېږي، نو له دې اړخه دا د افغانستان د خلکو شخصي ملکیت او پانګه ده او چې پر هر تقدیر کېږي دا الوتکې بېرته ترې اخیستل کېږي که نن وي که سبا، نو موږ هغه څه ردوو چې د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي او دا په یو ډول موږ د هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه بولو."

دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ مخکې د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د هوایي ځواک د تمریناتو په تړاو جوړو شوېو مراسمو کې، تاجکستان او ازبیکستان ته په خطاب کې خبرداری ورکړی و چې د افغان پوځ الوتکې دې بېرته ورستنې کړي که نه په خبره یې له بدو عواقبو سره به مخ شي.

تر دې وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې د اګسټ په پنځلسمې نېټې کله چې طالبان پر ټول افغانستان واکمن شول، ۴۶ پوځي هلیکوپټرې ازبېکستان او ۱۷ تاجکستان ته انتقال شوي دي.

رویټرز د پخوانیو پیلوټانو او امریکایي پوځي چارواکو په حواله لیکلي وو چې دغو الوتکو کې جنګي الوتکې، بلک هاک او ځینې مشخصې نورې پوځي الوتکې هم په دې شمېر کې شاملې دي.

د افغانستان مسلح هوایي ځواک د پخوانیو چارواکو د معلوماتو له مخې د تېر جمهوري حکومت پر مهال په ټول هېواد کې پوځي الوتکو او هلیکوپټرو شمېر ۱۴۴ ته رسېده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ډېری پوځي تجهزیات او تسهیلات چې د امریکا له لوري له دغه هېواد سره وړاندې مرسته شوې وه، د افغانستان تر سقوط مخکې په بېلابېلو پړاونو کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام له لوري ځینې یې پنټاګون او ځینې یې یادې قوماندانۍ ته انتقال شول.

خو وروسته له هغه چې طالبان د اګسټ میاشتې په ۱۵مه پر ټول افغانستان واکمن شول، امریکایي ځواکونو له دغه هېواده د وتلو پرمهال یو شمېر الوتکې تخریب او ځینې یې له منځه وړې وې چې شمېر یې تر دې دمه دقیق نه دی معلوم.

بل خوا د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یاده خبري ناسته کې په افغانستان کې بشري حقونو او ښځو او ماشومانو سره چلند ته هم اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې متحده ایالات غواړي دا باور تر لاسه کړي چې د افغانستان له خاورې د دوی د هېواد پر ضد ګټه وانه خېستل شي.

دی وايي: "طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دی پېژندل شوي، موږ غواړو چې بشري حقونه او مدني حقونه خوندي شي او طالبان له خلکو سره د ښه چلند په باب خپلې کړې ژمنې عملي کړي، له دی ور هاخوا، د امریکا دفاع وزارت هلته 'افغانستان کې' وضعیت څاري، زه خپلې مخکینۍ خبرې ته راځم، موږ له ترهګری سره د مبارزې برخه کې یو لړ مهم او جدي مسوولیتونه لرو. موږ له افق هاخوا 'له لېرې لارې' د عملیاتو وړتیاوې لرو او موږ غواړو دا ډاډ رامنځته کړو چې بیا به له افغانستانه زموږ د هېواد پر ضد د برید کولو لپاره استفاده نه کېږي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د جان کربي د دغو څرګندونو په اړه د طالب ویاندویانو نظر واخلي خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب ور نه کړ.

خو وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي په ځلونو ازادي راډیو سره خبرو کې ټینګار کړی چې دوی په نړیواله کچه د خپلو ټولو کړو ژمنو عملي کولو ته ژمن دي او د افغانستانه له خاورې به هم د دوی په حکومت کې هېڅ بل هېواد ته ګواښ متوجه نه وي.

XS
SM
MD
LG