د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

طالبان: ګاونډیو هېوادونو سره د هلیکوپټرو پربېرته ستنولو بحثونه روان دي


د افغانستان یوه هلیکوپټره
د افغانستان یوه هلیکوپټره

طالبانو د افغانستان د پخواني هوایي ځواک هغو الوتکو او هلیکوپټرو د بېرته راستنولو پر سر له ګاونډیو هېوادونو سره بحثونه روان کړي چې دا مهال له افغانستانه بهر دي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره دا الوتکې بېرته افغانستان ته انتقال شي.

مجاهد وایي: "کومې الوتکې چې د افغانستان له خاورې بهر په نورو ملکونو کې دي، د دې الوتکو پرسر مو له یادو هېوادونو سره تماسونه نیولي او بحثونه روان دي چې د افغانستان دا ملکیت چې یادې الوتکې دي بېرته راستنې کړل شي، البته دا موضوع تر اوسه تر بحث لاندې ده او تر اوسه یې پایله نه ده معلومه چې وروسته به معلومه شي."

ذبیح الله مجاهد وویل دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره الوتکې بېرته افغانستان ته انتقال شي.
ذبیح الله مجاهد وویل دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره الوتکې بېرته افغانستان ته انتقال شي.

که څه هم ښاغلی مجاهد د کوم ځانګړي هېواد نوم نه اخلي، خو د راپورونو پر بنسټ کابل ته د طالبانو د ننوتلو پرمهال د هوایي ځواک له ۶۰ زیاتې پوځي او بار وړونکي الوتکې او هلیکوپټرې ازبیکستان او تاجکستان ته انتقال شوي دي.

تازه رویټرز خبري اژانس په یو ځانګړي راپور کې د افغانستان د هغو بې برخلیکه پوځي الوتکو او هلیکوپټرو ته اشاره کړې چې د طالبانو په لاس د کابل تر سقوط وروسته د افغانستان ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او ازبیکستان ته انتقال شوي دي.

د رویټرز په راپور کې راغلي دي چې ۴۶ الوتکې په ازبیکستان او ۱۷ په تاجکستان کې دي.

رویټرز د پخوانیو پیلوټانو او امریکایي پوځي چارواکو په حواله لیکلي چې دغو الوتکو کې جنګي الوتکې، بلک هاک او ځینې مشخصې نورې پوځي الوتکې هم شاملې دي.

د افغانستان وسله وال هوایي ځواک یو چارواکي چې اوس هم دغه قوماندانۍ کې دنده لري، د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د تېر جمهوري حکومت پرمهال په ټول هېواد کې پوځي الوتکو او هلیکوپټرو شمېر ۱۴۴ ته رسېده.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ډېری پوځي تجهیزات او تسهیلات چې د امریکا له لوري له افغانستان سره مرسته شوې وه، د افغانستان تر سقوط مخکې په بېلابېلو پړاونو کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یا سنټاکام له لوري ځینې یې پنټاګون او ځینې یې یادې قوماندانۍ ته انتقال شول.

خو وروسته له هغه چې طالبانو د اګسټ میاشتې په ۱۵ مه پر ټول افغانستان واک ټېنګ کړ، امریکایي ځواکونو له دغه هېواده د وتلو پر مهال یو شمېر الوتکې تخریب او ځینې یې له منځه یوړل شوې چې دقیق شمېر یې تر دې دمه نه دی معلوم خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې اوس مهال یې ۴۰ بېلابېلي جنګي او ملکي الوتکې رغولي او کار ترې اخیستل کېږې.

XS
SM
MD
LG