د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

طالبان وایي افغان پوځي او ملکي پیلوټان دې خپلو دندو ته بېرته ستانه شي


ارشیف، یو شمېر افغان پیلوټان
ارشیف، یو شمېر افغان پیلوټان

طالبان وایي، د افغانستان هوايي حریم د افغان پیلوټانو په خدمت کې دی او خپلو دندو ته دې راستانه شي.

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد نن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د لړم ۱۹» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، دوی د افغانستان د حالاتو د بېرته سمولو لپاره افغان کدرونو ته شدیده اړتیا لري او افغان پوځي او ملکي پیلوټان به بېرته په خپلو دندو او مسلکي تخصصي برخو کې وګماري.

مجاهد دغو پیلوټانو ته د دوی د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ.

دی زیاتوي: "بیا هم زما پیغام دا دی چې افغانستان کې ورته امنیتي ستونزې نه‌شته، عمومي عفوه ورته ده، دا پیلوټان که په پوځي برخه کې وه، که په ملکي برخه کې کېدای شي چې بېرته جذب شي او خپل هېواد ته خدمت وکړي، موږ به ورته زمینه برابره کړو، دوی دې نه‌تښتي موږ دوی ته بلنه ورکوو، هغوی چې تللي دي دا د اندېښنې وړ ده."

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد

خو ښاغلي مجاهد داسې مهال دا خبره وکړه چې د چهارشنبې شپه ناوخته نږدې ۱۴۳ افغان پیلوټان چې ډېری یې امریکا روزلي وو، له تاجکستانه امریکا ته ولاړل.

په تاجکستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت یوه استازي ازادي راډیو ته وویل چې دا ډله به مخکې تر دې چې متحده ایالاتو ته ولاړه شي درېیم هېواد ته انتقال شي.

د افغانستان د هوایي ځواک پیلوټان د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له‌خوا د کابل تر نیول کېدو وروسته تاجکستان ته ولاړل.

دوی تر دې دمه د پلازمېنې دوشنبې په لمن کې په یوه استراحت ځای کې په توقیف کې ساتل کېدل.

بل‌خوا ځینو رسنیو راپورونه ورکړي چې یو شمېر هغه پیلوټان چې د افغانستان هوایي ځواک کې یې دندې ترسره کولې او تر اوسه هېواد کې پاتې دي، د امنیتي ګواښونو له امله پټ ژوند کوي.

د افغانستان د ګوښه شوي جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکومت پر مهال د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د افغان هوایي ځواکونو شمېر شااوخوا اوو زرو ته رسېده چې دغو ځواکونو په هېواد کې دننه او بهر لکه امریکا، چک، روسیه، انګلستان، چین، ازبکستان او یو شمېر نورو هېواودنو کې مسلکي او تخصصي زده‌کړې کړې وې.

چک جمهوریت کې یو شمېر روزل شوي افغان پیلوټان
چک جمهوریت کې یو شمېر روزل شوي افغان پیلوټان

د دې هوایي ځواکونو په ډله کې لسګونه ښځینه سرتېرې او کم شمېر یې بیا پیلوټانې هم وې.

دغه‌شان له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر د پیل پر مهال د افغانستان له هوايي ځواک د ازادي راډيو د راپور پر بنسټ، د افغانستان هوايي ځواک ۱۷۰ الوتکې او هلیکوپټرې درلودې چې د ثابت وزري الوتکو شمېر بیا په‌کې ۹ و.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره ډېری دغه الوتکې طالبانو ته په لاس ورغلې او ځینې یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ورستیو ورځو کې د همدوی له‌خوا له‌منځه یوړل شوې.

د مخکېني حکومت د هوايي ځواک د مسؤلانو په خبره چې ازادي راډیو ته‌یې کړې وه، دوی هغه مهال په ورځني ډول له ۵۰ تر ۶۰ پورې پروازونه درلودل چې وسلې او مهمات او دغه‌شان د افغان ځواکونو وژل شوي او ټپیان به‌یې په‌کې انتقالول.

دغو ځواکونو په دې وروستیو څو میاشتو کې په ځانګړي ډول د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې له هوکړې وروسته د بهرنیو ځواکونو له مداخلې پرته په خپلواک ډول عملیات ترسره کول.

ارشیف، د مخکېني افغان هوايي ځواکونو عملیات
ارشیف، د مخکېني افغان هوايي ځواکونو عملیات

خو د چارو شنونکو بیا نیوکه درلوده چې افغان هوايي ځواک څه ډول چې لازم و، نه‌و پیاوړی شوی.

د یادونې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو، د محمد اشرف غني تر ګوښه کېدو او پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره ګڼ شمېر افغان پیلوټان بېلابېلو هېوادونو ته ولاړل او لا هم په لارو دي چې بېلابېلو هېوادونو ته د پناه غوښتلو په تکل ځانونه ورسوي او یو شمېر نور هم په افغانستان کې دننه دي او له یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG