د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۳۸

ازبیکستان ته د الوتکو په اړه د طالبانو خبرداری او د برېښنا کمبود

ارشیف، د برېښنا یوه ستنه
ارشیف، د برېښنا یوه ستنه
  • لاس انجلس ټایمز

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د ملګروملتونو د سرمنشي خبره را سپړلې ده چې ویلي یې دي په میلیونونو افغانان د بشري ناورین له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

انتونیو ګوتیرش له نړیوالې ټولنې هیله کړې ده چې د ملګرو ملتونو د پنځه میلیارډه ډالرو مرستو غوښتنه ومني، د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي، څو د دغه هېواد بانکي سیسټم د پیسو د ورکړې له لارې فعاله کړي او د اقتصادي – اجتماعي ناورین مخه ونیسي.

ورځپاڼه لیکي:

د افغانستان اقتصاد چې تر ډېره په نړیوالو مرستو ولاړ و، د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته او د طالبانو تر واکمنۍ را وروسته د یو مخ ماتېدو په درشل کې دی.

لاس انجلس ټایمز د خپرې کړې مقالې په بله برخه کې لیکي چې د لوږې له زیاتېدو او په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت له خرابېدو سره ځینې اړمنې کورنۍ دې ته هم چمتو شوي دي چې خپل ماشومان وپلوري.

یوه مساله چې د ورځپاڼې پام یې جلب کړی دی، هغه د قندي ګل کیسه ده چې دا لس کلنه پیغله په هرات کې خپل پلار پلورلې ده.

د دې نجلۍ مور ویلي دي چې پرته له دې چې د دې مېړه څه ورته ووایي، قندي ګل یې د پیسو په بدل کې یوه سړي ته په نامه کړه او ویې ویل چې په دې ډول غواړم د خپلو نورو شپږو ماشومانو ژوند وژغورم.

  • ډپلوماټ خپرونه

ډپلوماټ خپرونې په افغانستان کې د برېښنا مساله رااخیستې ده او د طالبانو د رژیم د دفاع د سرپرست وزیر خبرو ته یې اشاره کړې ده.

د مقالې په پيل کې راغلي دي چې د ازبیکستان شپېته فیصده وارداتي برېښنا پر افغانستان قطع شوې ده او ظاهراً ویل کېږي چې تخنیکي ستونزه ده.

خپرونه د برېښنا شرکت د پخواني اجراییه رییس صفي الله احمدزي په وینا لیکي: افغانستان یو زر او شپږ سوه مېګا واټه برېښنا ته اړتیا لري، خو دا هېواد یوازې د ۲۲ سلنه اړتیا د تولید ظرفیت د اوس لپاره لري او نوره برېښنا له څلورو ګاونډیو، ازبیکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایرانه واردوي.

د اکتوبر په میاشت کې برېښنا شرکت د ملګرو ملتونو له ماموریت (یوناما) څخه غوښتي و چې د برېښنا د درې میاشتو پور د ورکړې لپاره له دې شرکت سره نوي میلیونه ډالر مرسته وکړي.

ډپلوماټ لیکي، داسې ښکاري چې برېښنا شرکت دا پیسې نه دي ترلاسه کړي.

خپرونه وړاندې لیکي چې افغانستان ته د ازبیکستان د برېښنا په صادراتو کې په داسې وخت کې کمبود راغلی دی چې د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب ازبیکستان ته خبرداری ورکړ.

ده تېره اوونۍ ازبیکستان او تاجکستان ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان د هوایي ځواک الوتکې دې بېرته افغانستان ته وسپاري.

د راپورونو له مخې د افغانستان څلویښت الوتکې او هلیکوپټرې وروسته تردې ازبیکستان او تاجکستان ته انتقال شوي دي چې طالبانو د اګسټ په پنځلسمه کابل ونیو.

ډپلوماټ د ځینو کتونکو په وینا لیکي چې د ازبیکستان د برېښنا د صادراتو کمېدل د مولوي یعقوب له خبرو سره تړاو لري، خو د خپرونې په وینا ظاهراً داسې ښکاري چې ازبیکستان او تاجکستان غواړي چې د طالبانو له رژیم سره یو ډول تفاهم وکړي، ځکه چې د طالبانو حکومت برېښنا ته اړتیا لري او دا دوه هېوادونه پیسو ته ان که دا پیسې په ځنډ هم ور وسپارل شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG