د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

کندز کې یو شمېر افغان سوداګر وايي تاجکستان ورته ویزه نه‌ورکوي


د کندز په شیر خان بندر کې یو شمېر افغان سوداګر شکایت کوي چې تاجکستان دوی ته ویزه نه‌ورکوي.

دغه افغان سوداګر خبرداری ورکوي، که د افغانستان حکومت د دغې ستونزې د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته نه‎کړي، نو دوی به د هېواد سرحدي دروازه د تاجکستان په وړاندې وتړي.

د سوداګرو په وینا چې د افغانستان حکومت ۲۵۰ تنه تاجکستاني موټر چلوونکو ته د ۶ میاشتې لپاره ویزه ورکوي، خو تاجکستان افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته بیا ویزه نه‌ورکوي.

شمس‌الله یو تن افغان سوداګر د نورو سوداګرو په استازیتوب په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:

"افغان موټر چلوونکو او سوداګرو لپاره ویزه نه‌شته، حال دا چې موږ له تاجکستانه په زرګونه ټُنه سمنټ او نور سوداګریز توکي واردوو، خو کله چې له خپل قانوني اسنادو سره د تاجکستان سفارت ته مراجعه کوو موږ ته ویزه نه‌راکوي، حکومت باید زموږ دې ستونزې ته پاملرنه وکړي."

په ورته وخت کې یو تن بل افغان سوداګر سید مجتبی هاشمي بیا وايي:

"موږ په وار وار ټېنګار کړی چې د تاجکستان قونسلګري دې لږترلږه خپله یوه نماینده‎ګي په شیرخان بندر کې پرانیزي، څو د سوداګرو ستونزې هوارې شي، خو تر اوسه زموږ غږ چا نه‎دی اورېدلی."

بل‎خوا د کندز د والي ویاند سید محمود دانش هم د افغان سوداګرو ستونزې تائيدوي وايي چې دوی دغه موضوع له مرکزي حکومت سره شریکه کړې، څو د سوداګرو دغې ستونزې ته پاملرنه وکړي.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش
د کندز د والي ویاند سید محمود دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"موږ په دې اړه ډېرې هڅې کړي. څو که تاجکستان خپله قونسلګرۍ کندز کې د ناامنیو په خاطر نه‌پرانیزي، نو لږترلږه دې په شیر خان بندر کې خپله یوه څانګه خلاصه کړي، ځکه شیر خان بندر یو امن ځای دی، څو د سوداګرو ستونزې هوارې شي او موږ هېله‌مند یو چې تاجکستان دې ستونزې ته توجه وکړي."

سره له ډېرو هڅو ونه‌توانېدو چې په دې اړه د تاجکستان د قونسلګرۍ چارواکو نظر واخلو.

شیر خان بندر له تاجکستان سره په پوله د هېواد له مهمو بندرونو څخه دى چې سوداګريز مالونه ترې د امو سيند له پله تر تېرېدو وروسته د افغانستان او منځنۍ اسيا د هېوادونو تر منځ صادر او واردېږي.

د معلوماتو له مخې له یو کال راهیسې تاجکستان خپله قونسلګرۍ په کندز کې د شته ناامنیو له کبله تړلې چې له کبله‌یې افغان سوداګرو او د شمال ختیځو ولایتونو خلکو ته د ویزې ترلاسه کولو په برخه کې ستونزې جوړې کړې دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG