د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

د چای نړیواله ورځ؛ هر کال افغانستان ته '۶۵ زره مټریک ټنه' چای واردېږي


چای
چای

د مې ۲۱مه د چایو نړېواله ورځ؛ هغه ځښاک چې نړیوال شهرت او په افغانانو کې هم ډېر خوښوونکي لري.

د چایو اصلي سرچینه چین دی، خو په افغانستان کې یې هم څښونکي د پېړیو مخينه لري.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، په کلني ډول ۶۵ زره مټریک ټنه چای له نورو هېوادونو دغه هېواد ته واردېږي چې ارزښت‌یې، کابو ۱۰۴ ملیونه ډالره دی.

د دغه وزارت ویاند فواد احمدي ازادي راډیو ته وویل: ”د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت د موندنو له مخې په کلني ډول د ۶۱ ملیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۴۴ زره ټنه شین چای او د ۴۳ ملیونه امریکایي ډالرو په ارزښت ۲۱ زره ټنه تور چای له بېلابېلو هېوادونو دغه هېواد ته واردېږي."

افغانان چې په مېلمه پالنه مشهور دي، تر ډېره‌یې مېلمه پالنه هم په چایو ده. هم‌یې بډای خپل مېلمه ته مخته ږدي او هم خوار غریب.

دا چې په افغانستان کې د چایو خوشوونکي ډېر دي، د کورونو ترڅنګ د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو په ځانکړي ډول کابل کې بې‌شمېره سماوارونه او چای‌خانې هم جوړې شوې دي.

ارشیف، کابل کې د چایو یو سماوار او رستورانت
ارشیف، کابل کې د چایو یو سماوار او رستورانت

د کابل په زاړه ښار کې ۷۰ کلن سماوارچي یا چای ورکوونکی رجب علي وایي چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې خلکو ته د کابل له اوبو چای برابروي.

دی وایي په همغو پخوانیو پیالو او چاینکو کې خلکو ته چای ورکوي او له دې لارې خپل ژوند مخ ته وړي.

رجب علي زیاتوي: "زه د کابل د پغمان له اوبو چې ټانکر یې موږ ته راوړي چای جوړوم، دا کاروبار راته د ښو ملګرو ترڅنګ عاید هم راکوي، خلک تر ډېره شین چای خوښوي."

د چایو بوټی پنځه زره کاله وړاندې په چین کې وپېژندل شو او په ۱۷مه پېړۍ کې یو شمېر خلکو له چین نه اروپا او له هغه ځایه نورو هېوادونو ته هم یووړ.

د ننګرهار اوسېدونکی ګل ولي پسرلی وایي، چای څښل ورته ورځنی عادت ګرځېدلی دی.

دی وايي: "چای د افغانانو په ژوند کې له ځانګړي ارزښت څخه برخه‌من دی او زموږ هېڅ ناسته بې‌چایو نه‌ده. د چایو څښل زما ورځنی عادت ګرځېدلی او که کومه ورځ په بېړه دفتر ته ولاړ شم او چای ونه‌څښم نو بیا مې په سر درد وي او ټوله ورځ مې فکر جوړ نه‌وي."

ارشیف
ارشیف

دا مهال افغانستان ته له هندوستان، ایران، کینیا، چین، اندونیزیا او سریلانکا څخه چای واردېږي.

خو د شین او تور چای ترڅنګ له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د زعفرانو چای هم ډېر مینه‌وال پیداکړي.

د افغانستان زعفران د خوند له اړخه د نړۍ په کچه لومړی نوم لري او کوم سیلانیان چې دغه هېواد ته راځي هم‌یې خپله چای ډېر څښي او هم‌یې د ډېر قیمتي سوغات په توګه خپلې کورنۍ او دوستانو ته اخلي.

XS
SM
MD
LG