د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

تودو سیمو کې د شیریخ تود بازار؛ عابد: د کامې شیریخ ته له لرې ځایونو خلک راځي


د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې شیریخ
د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې شیریخ

د افغانستان شیریخ له هغو مشهورو خوراکونو څخه دی، چې د کال په هر فصل کې خوښوونکي لري.

د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ پاکیزه شیریخ مسوول حاجي عابد وایي، دلته دوی ته له ډېرو لرې لرې ځایونو نه سیلانیان راځي.

نوموړی وايي، د کامې شیریخ دومره مشهور دی، چې د بېلابېلو ولایتونو خلک او ان بهر مېشتي هم چې افغانستان ته ورشي، نو د دې شیریخ د خوړلو لپاره یادې ولسوالۍ ته ورځي.

حاجي عابد وایي: "ننګرهار خو خپل کور حساب کړه، خو له نورو ولایتونو لکه هلمند، غزني، پکتیا، کندز له هر ولایت نه خلک راځي، بهر نه هم چې سیلانیان افغانستان ته راشي نو خامخا یو ځل ننګرهار ته او بیا کامې شیریخ ته راځي."

خو دا یوازې پاکیزه شیریخ نه دی، بلکې په کامه کې د شیریخ جوړولو نور دوکانونو هم شته، چې هر یو یې خپل خوښوونکي لري.

په سړو سیمو کې یې ممکن په ژمي کې بازار یو څه ساړه وي، خو په ګرمسېرو ولایتونو کې څلور فصله تود بازار لري.

د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د شیریخ د دوکان یو کاریګر.
د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د شیریخ د دوکان یو کاریګر.

د کامې تر څنګ نن سبا د ننګرهار ولایت د یو شمېر نورو ولسوالیو د شیریخ هم صفتونه په ژبو دي.

تازه د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ شیریخ هم د خلکو پام ځانته اړولی دی.

د خوږیاڼیو په کږې بازار کې د سیکارام شیریخ جوړلو مسوول محمد ګلاب توحیدیار ازادي راډیو ته وویل: "دا چې جنګونه شو، جنګونو له مونږ هر څه واخیستل، اوس مونږ پخوانی نوم بېرته راتازه کړو، نو خوږیاڼیو ولسوالۍ کې اوس همغه د سپین غر له طبعي واورې جوړه شوې ژاله او فالوده او مشهور شیریخ جوړېږي چې د سیلانیانو ورته مخه شوې ده."

توحیدیار که د خوږیاڼیو د شیریخ د مشهورېدا یو لامل د خوند تر څنګ پاکۍ او صفایۍ ته پاملرنه ګڼي، بل لامل یې دا ښيي چې د دوی شیریخ جوړونکي د کافي تجربې خاوندان دي چې د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې یې ډېر کلونه په دې برخه کې کار کړی دی.

د یادونې ده چې د چاریکارو شیریخ هم د افغانستان له مشهور شیریخونو څخه دی.

شیریخ له واورې، شیدو، بورې، پېروي جوړ سوړ خوراک دی، خو نن سبا یو شمېر شیریخ جوړوونکي له ځمکنیو توتانو، امروتو، امو او نورو بېلابېلو مېوو، مېوه يي شیریخ هم جوړوي، چې دا ډول یې هم ډېر خوښوونکي لري.

XS
SM
MD
LG