د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

د کونړ اوسېدونکي: د مېلو او ساعت تېري لپاره ځانګړی ځای نه لرو


د کونړ اوسېدونکي وايي په ولایت کې يې د مېلو او لوبو لپاره کوم ځانګړي ځایونه نشته چې د اختر په شپو ورځو کې په کې ساعت تېری وکړي.

د کونړ اوسېدونکي وايي، په نورو ولایتونو کې د اخترونو او نورو شپو ورځو کې د مېلو او سیال کولو لپاره ځانګړي پارکونه او مېله ځایونه موجود وي.

هلته ځوانان،غټان او ماشومان مېلې کوي خو په کونړ کې داسې کوم ځای نشته چې هلته ځوانان سره راټول او ساعت تېری وکړي:

"زمانوم عبدالرحیم دی د دمکلي اوسېدونکي یم: دلته مېله ځایونه نشته، ځوانان له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، نورو ولایتونو کې ځوانان داختر په ورځو کې مېله ځایونو ته ځي، که دلته پارکونه وای موږ به هم ورته تللو او ساعت به په کې تېرولو."

دوی وايي څوک چې وس لري ننګرهار، کابل او د هېواد نورو برخو ته چکر او سیال لپاره ځي او څوک چې وس نه لري په خپلو دېرو او حجرو کې ناست وي:

"د چاچې وس وي هغوی جلال اباد او کابل ته ځي او څوک چې وس نه لري هغوی د خپلو دوستانو او خپلوانو کورونو او دېرو ته هلته انډیوالان سره راټولېږي او صحبتونه کوي."

کونړیان وايي د ولایت په بېلابېلو برخو کې يې د سیند پر غاړو داسې بېلې او خالي ځایونه شته چې په کې میله ځایونه جوړ شي خو تراوسه ورته حکومت هیڅ پام نه دی کړی:

"کونړ کې ډېر ښکلي او د مېلو ځایونه شته که چېرته حکومت په کې پارکونه او میله ځایونه جوړ کړي نو د هېواد له نورو ولایتونو او پاکستان څخه خلک ورته مېلو لپاره راځي."

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی هم مني چې په ولایت کې يې مېله ځایونه او د تفریح لپاره کوم ځانګړی لوی ځای نشته خو دوی کوښښ کوي چې د کونړ په یوه برخه کې داسې ځمکه پیدا او پارک پرې جوړ کړي:

"داچې موږ په کونړ کې داسې ځمکه نه لرو چې په کې یو ستر پارک د ځوانانو لپاره جوړ کړو، خو بیاهم هڅې کوو چې د مرکز اسعداباد په کومه ګاونډۍ ولسوالۍ کې داسې ځمکه پیدا کړو چې په کې لوی پارک ورغوو او د ځوانانو یاده ستونزه هواره کړو."

د یادونې وړده چې په ننګرهار، کابل او نورو ولایتونو کې بېلابېل مېله ځایونه موجود دي، ګنې کونړ ښکلې او شینې درې لرې چې د ګاونډي هېواد له سوات او میرې يې ښکلا زیاته ده.

خو دلته د روانې جګړې او دغو ځایونو ته د حکومت دنه پاملرنې په وجه اوس هم افغانان اړدي چې د اختر په ورځو کې نورو ځایونو ته د چکر او سیال لپاره لاړ شي.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG