د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د غزني او پکتیکا اوسېدونکي وايي، 'سردې بند' دې ملي پارک شي


د سردې بند
د سردې بند

د غزني او پکتیکا ولایتونو ترمنځ د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې د مرسلې تاریخي غونډۍ ولاړه ده.

دغه غونډۍ د دواړو ولایتونو له لېرې سیمو څخه تر سترګو کېږي چې شنې اوبه ترې راګرځېدلې دي، دې اوبو ته د سردې بند وايي.

که څه هم چې له دغه اوبو په زرګونه جریبه ځمکه خړوبیږي، خو د سیمې خلک وايي، له دغه تاریخي بند څخه نوره اقتصادي ګټه هم اخېستل کېږي.

دوی غوښتنه لري چې د سردې بند دې 'د ملي پارک' په توګه ونومول شي.

د اندړو ولسوالۍ قدرت الله چې دا وخت د غزني مرکز په کډوالو ښارګوټي کې ژوند کوي، د سردې بند د ملي پارک په توګه جوړېدل د اقتصادي ګټو ترڅنګ د تفریح ځای لپاره هم یوه ښه زمینه بولي.

د سردې بند
د سردې بند

نوموړی وايي: "دا خو د خلکو لپاره ډېر ګټور کار دی، ځکه چې په افغانستان کې د بې کاري کچه بېخي لوړه ده، داسې کارونه کولای شي چې خلک ورسره په کار شي، د بې کارۍ کچه لږ راټیټه شي."

قدرت زیاتوي چې که دا بند ملي پارک وګڼل شي کورني او بهرني سیلانیان په ورته رامات شي. دغلته به د مرغانو او کبانو د غېرې قانوني ښکارمخه ونیول شي او په زرګونو ځوانانو ته به په کې کاري فرصتونه برابر شي.

احمد وېس د غزني اوسېدونکی دی. دی هم په هر اړخیزه توګه د دغه پارک جوړېدل ګټور بولي: "زما په نظر که غزني ولایت کې داسې یو اقدام وشي، هغه هم د سردې بند په سیمه کې، نو دا به یو ډېر نیک اقدام وي، په دې خاطر دغه د سردې بند چې دی، دغه ښایسته بند دی، غزني ولایت ته به ډېرې ګټې ورسوي."

احمد وېس زیاته کړه چې پر دې بند پانګونه په نورو ګټو سربېره، زرګونه جریبه شاړو ځمکو ته د اوبو ورکولو سبب کېږي او دولت او خلکو لپاره په یوه ښه عایداتي سرچینه بدلیدلی شي.

د سر دې بند چې د غزني او پکتیکا ولایتونو په اړوندو کې موقعیت لري، نو د پکتیکا ولایت اوسېدونکي هم د دغه کار غوښتنه لري.

ارشیف، د پکتیکا مرکز ښرنه
ارشیف، د پکتیکا مرکز ښرنه

عبدالباري نعیمي وايي: د غزني او پکتیکا ولایتونو د ولسونو غوښتنه دا ده چې سردې بند دي ملي پارک شي.

د ده په خبره نه یوازې د غزني پکتیکا بلکې د ځینو نورو ولایتونو اوسېدونکو ته یې هم ګټې رسېږي، په عین حال کې به دولت ته د عوایدو سرچینه هم وي: "د سردې په بند د ملي پارک جوړېدل د پکتیکاوالو غوښتنه هم ده، د خصوصي سکتور له لارې ځینو خلکو وړاندېزونه هم کړي وو چې که دغه سیمه کې موږ پانګونه وکړو او دغه ځای په قراردادي شکل راکړل شي، بیا فکر کوم د دولت یا د ښار جوړولو د استاریو له خوا کوم شین څراغ نه وو ور لګېدلی."

د غزني والي د خلکو دا وړاندیزونه وستایل او ویې ویل چې په دې تړاو به له مرکزي چارواکو سره خبرې وکړي.

برید جنرال سید عمر نورستانی وايي، موږ په سرده کې یوازې د ماهیانو د فارم د جوړولو په برخه کې پلان درلود، خو چې خلک د ملي پارک خبره کوي، نو موږ سر له سبا اړیکې نیسو او ورباندې کار پیلوو: "د ملي پارک په حساب دا ډېره ښه طرحه ده او ښه نظر هم دی، موږ به پاس کابل ته یو وړاندیز ولرو، له هغوی سره به تفاهم وکړو، انشاالله په دغه برخه کې به موږ سره له سبا کار پیل کړو."

د اقتصادي، سوله ییزو او تفریحي ګټو ترڅنګ تاریخ پوهان د سردې بند یو تاریخي بند ګڼي.

لیکول او فولکلوریسټ اسدالله بلهار جلالزی وايي، ۳۰۰ کاله وړاندې احمدشاه دُراني دغه سیمه کې د غرونو د بهیدونکو اوبو او په ورته مهال د هوارو ځمکو شتون او ورڅخه د اغېزمنې ګټې د ترلاسه کېدو اړتیا ته په کتو د سردې بند جوړولو ته اقدام کړی وو، اټکل دا دی چې احمدشاه بابا د دغه بند له جوړېدو سره غوښتل دا سیمه سمسوره او ښېرازه شي.

نوموړی وايي: "سردې بند د افغانستان د بنسټ ایښوودونکي احمدشابابا په وخت کې ایښودل شوی دی، مرحوم عزیزالدین وکیلي پوپلزی په خپل کتاب «غزنی په دوو وروستیو پېړیو کې» لیکي چې د سردې بند کار د پنځوسو طلايي تومنو په لګښت د ۱۱۸۴قمري کال د اعلیحرت احمدشاه دُراني د فرمان له مخې یې کارونه پیل شول."

د سردې بند د رغولو چارې په دوهم ځل په ۱۳۴۶کال د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال پیل شوې وې چې تر کابو۱۳۵۰ کال پورې يې دوام درلود او لا يې هم د ځینو کانالونو او نورو برخو کارونه له دې امله بشپړ نه شول چې جګړه ورباندې را وړاندې شوه.

XS
SM
MD
LG