د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۹

د ګرځندوی نړیواله ورځ؛ ځینې افغان ګرځندویان: طالبانو د ګرځندوی صنعت اغېزمن کړی


د بامیان ولایت بند امیر یوه څنډه
د بامیان ولایت بند امیر یوه څنډه

نن د سپټمبر ۲۷مه د ګرځندوی نړیواله ورځ ده.

نجیب الله یو افغان ګرځندوی او د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی دی.

هغه وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې هم بېلابېلو ولايتونو ته تفريحي سفرونه کړي دي.

نجیب الله، ازادی راډیو ته وویل چې دا مهال په افغانستان کې تفريحي چاپېریال په بشپړ ډول نارينه شوی دی.

هغه زیاتوي: "د کاپیسا او د دغه ولايت د بېلابېلو ولسوالیو په څېر تګاب، نجراب او صیاد ته لاړم، د تخار برخو ته لاړم، ډېرو نورو ولایتونو ته هم لاړم، ټوله فضا نارینه ده."

روح الله هم وايي چې سږ کال فارياب، بلخ، باميان، جوزجان او بدخشان ولايتونو ته د سېل او تفريحي ځايونو د ليدو په موخه تللی دی.

هغه وايي، د سړک خوندیتوب ښه دی، خو د سېلانیانو شتون د پخوا په څېر نه‌دی.

نوموړي وویل: "په لاره کې کومه ستونزه نه‌شته، موږ ټول کولی شو يوځای شو چکر او سیاحت ته لاړ شو اومېله وکړو، مګر د پخوا په پرتله یو توپیر دا دی چې دلته اوسمهال د خلکو شمېر کم ليدل کېږي. تېرو وختونو کې به دلته بند امير کې ډېر خلک ليدل کېدل چې چکر او مېلو ته به راتلل، خو اوس کمرنګه دي."

د هرات ولایت یو اوسېدونکی نظري چې په وروستیو میاشتو کې یې د افغانستان څو ولایتونو ته سفرونه کړي، په ځینو ولایتونو کې د خلکو د بازار له خرابوالي کيسه کوي.

د هرات تاریخي منارې چې ګرځندویانو یې لیدو ته ورځي. ارشیف
د هرات تاریخي منارې چې ګرځندویانو یې لیدو ته ورځي. ارشیف

هغه وویل: "د پروان، کاپیسا او پنجشېر ښکلي ولایتونه له شنو سیمو څخه دي چې ښه هوا لري او له طبیعي زېرمو ډکه ده، د دغو ولایتونو خلک ډېر مېلمه‌پال دي، خو په دې وروستیو کې د اقتصاد او سوداګرۍ له پلوه ډېر بې‌ثباته او ناخوښ دي."

د بامیان ولایت اوسېدونکې ثریا اساس هم د بند امیر د هوا او هغه ځای کې د خلکو د کارو بار د نه ځلېدو خبره کوي او وايي: "د دې لپاره چې تفريح ته ولاړ شئ، مېله او ننداره وکړئ، له موسم او ښې هوا څخه خوند واخلئ، دا کومه ستونزه نه‌ده. مګر مخکې چې تاسو غوښتل په لېوالتيا، مينه او انګېزه لاړ شئ او له تفریح څخه خوند واخلئ داسې نه‌ده. د اوس لپاره په امیر بند کې بندیز لګول شوی چې د دوکاندارانو فعالیت او عاید یې اغېزمن کړی دی."

د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي د روان کال د چنګاښ په څلورمه بند امير ته د ښځو او نجونو تګ منع اعلان کړ.

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم لري، خو ویاند يې ذبیح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال حیات الله مهاجر فراهي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د ګرځندوی د ورځې په مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې په افغانستان کې د بهرنیو سېلانیانو د زیاتوالي خبر ورکړ.

نوموړي په دغه کنفرانس کې د خپلې وینا په یوه برخه کې چې د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزیون څخه خپره شوه وویل: "د اسلامي امارت له راتګ څخه تر اوسه ۴۲۰۰ بهرني سیلانیان چې له مختلفو هېوادونو سره تړاو لري د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه کړې او دا شمېره ورځ په ورځ زیاتېږي."

بل پلو د ټولنیزو چارو کارپوه شېردل پاڅون وايي، که د طالبانو حکومت د ګرځندوی پر صنعت لګېدلي بندیزونه لرې نه‌کړي، په افغانستان کې به د بهرنیانو حضور کم شي.

هغه زیاتوي: "کله چې بند امير باندې د اسلامي امارت حکومت بنديز ولګاوه، نو زه فکر کوم نړيوالو ته به بله بهانه هم پيدا شي چې بيا به دوی ونه‌غواړي چې خپل ګرځندويان راواستوي، د افغانستان له تاريخي او تفريحي ځايونو څخه ليدنه وکړي. ځکه دوی دا فکر کوي دا محدوديت چې د افغانستان په ښځو باندې وضعه شوی دی، احتمال ډېر دی چې پر موږ هم دا محدوديت وضع شي."

ارشیف: د هلمند بست کلا چې څه موده مخکې بهرني سیلانیان یې لیدو ته تللي وو.
ارشیف: د هلمند بست کلا چې څه موده مخکې بهرني سیلانیان یې لیدو ته تللي وو.

په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د ګرځندوی صنعت په وده کې و، خو اوس یو شمېر کورني ګرځندویان وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو پر ګرځندوی بندیز ولګاوه، په يو شمېر ولايتونو کې يې په دې صنعت او د خلکو پر اقتصاد یې منفي اغېز کړی دی.

د۱۹۸۰کال راهیسې، د ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان د سپټمبر ۲۷مه د ګرځندوی نړيوالې ورځې په توګه نمانځي.

دغه نېټه په ۱۹۷۰ کال کې د ملګرو ملتونو د ګرځندوی د نړیوال سازمان له‌خوا تصویب شوه چې د همدې ورځې په توګه وټاکل شوه. د دې اساسنامې تصویب د نړیوال سیاحت په برخه کې یو مهم ټکی ګڼل کیږي.

سږکال د ګرځندوی نړیواله ورځ د 'سیاحت او زرغونې پانګونې' په نوم نمانځل کېږي چې تر ۲۰۳۰م کاله پورې د ملګرو ملتونو د سازمان تګلاره د غوره نړۍ لپاره د پراختیایي او دوامداره اهدافو د لا زیاتې پانګوونې اړتیا په ګوته کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG