نامعلوم برخلیک او افغانستان ته د بېرته استولو احتمال؛ ترکیه کې د افغان خبریالانو پر وضعیت اندېښنه وښودل شوه

ارشیف: د ترکیې پولیس د پلټلو پر مهال

د افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو د افغان خبریالانو، د ښځو د حقونو او مدني فعالانو د ستنولو په اړه د اندېښنو په دوام، د افغان خبریالانو ځینې ملاتړي بنسټونه په ترکیه کې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښیي.

د افغانستان د ازادۍ کور د یکشنبې په ورځ د سپټمبر ۲۲مه په ایکس‌پاڼه کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، هغه افغان خبریالان چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترکیې ته تللي، اوس بې برخلیکه دي او افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

دغه بنسټ ویلي چې په ترکیه کې ډېری افغان خبریالان د لګښتونو د پرې کولو لپاره ساختماني، خیاطۍ او دوکاندارۍ په څېر سختو او د دوی د مسلک خلاف کارونو ته مخه کړې چې له امله یې له رسنیزو کارونو لیرې شوي او د قانوني جواز پرته په رسنیو کې کار هم نه‌شي کولای.

د افغانستان د ازادۍ کور د ترکیې له حکومته غوښتي چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره د هغوی د اوسېدو اسناد تمدید کړي او په ورته وخت کې یې پر لوېدیځو هېوادونو هم غږ وکړ چې په ترکیه کې د افغان خبریالانو قضیو ته رسېدنه وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېری افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو له امله د افغانستان ګاونډیو هېوادونو پاکستان، ایران او د ترکیې په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شول.

په ترکیه کې یوې افغانې خبریالې ازادي راډیو ته وویل چې د کملیک یا د اوسېدو د سند موده یې درې میاشتې پاتې او که تمدید نه شي افغانستان ته په ستنولو سره به له امنیتي ستونزو سره مخامخ شي.

په ترکیې کې یوې افغانې خبریالې وویل: له بده مرغه په دې اړه ډېر ځورېږم، شپه او ورځ وایم چې که کملیک مې رد شي او افغانستان ته مې ډیپورټ کړي نو د هغو میلیونونو نجونو په برخلیک به اخته شم چې له ګواښ سره مخامخ دي.

هغې د نوم د نه ښودلو په شرط ازاي راډیو ته وویل: "له بده مرغه په دې اړه ډېر ځورېږم، شپه او ورځ وایم چې که کملیک مې رد شي او افغانستان ته مې ډیپورټ کړي نو د هغو میلیونونو نجونو په برخلیک به اخته شم چې له ګواښ سره مخامخ دي او د هغه ورزشکارانو او خبریالانو په څېر چې آن ووژل شوې، زه به هم ورسره مخ یم. له کوربه هېواده غوښتنه کوو چې د اوږدمهاله اوسېدنې لپاره دې موږ سره مرسته وکړي."

یو بل افغان خبریال هم چې ورته ستونزه لري، د نوم نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته ووویل: "نن ترکیه هم د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د خبریالانو پر وړاندې راپورته شوې، په جبر ستنول د ترکیې، د افغانستان د سفارت او د کډوالۍ د ادارې د لاسلیک پر بنسټ کېږي، ټول خبریالان له دې وېره لرو چې افغانستان ته ستانه شو او هغه لږه ازادي چې لرو هغه به هم له موږه واخیستل شي، له سختو روحي او رواني ستونزو سره مخ یوو، هیله کوو چې زموږ لپاره غږ پورته کړئ."

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په ترکیه کې د افغان خبریالانو د ناسم وضعیت په تاییدولو سره له لوېدیځو هېوادونو غواړي چې افغان خبریالان امنو هېوادونو ته ولېږدوي.

د دغه مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مسوولې سمیې ولي‌زاده په دې اړه ازاي راډیو ته وویل: "موږ په ترکیه کې ځینې داسې افغان خبریالان لرل چې نیول شوي وو او آن په کمپونو کې وو، ګواښونه یې ترلاسه کول او له ژونده ناهیلي شوي وو، دغه لړۍ لا هم دوام لري، موږ له لوېدیځو هېوادونو غواړو چې ژر تر ژره د دغه خبریالانو قضیو ته پام وکړي او ژر یې امنو هېوادونو ته ولېږدوي."

سمیه ولي‌زاده

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان خبریالانو او د هغوی ځینو ملاتړو بنسټونو له ایران او پاکستان څخه د افغان خبریالانو د شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او په ورته وخت کې یې د کډوالۍ قضیو ته د رسېدنې غوښتنه هم کړه ده.