د طالبانو متعدد ودونه، د ملا هبت‌الله اخندزاده د فرمان برعکس لا هم روان دي

انځور - ارشيف

د یوشمېر طالب قومندانانو او ټیټ‌پوړو طالبانو له‌خوا متعدد ودونه، د مخنیوي له فرمانونو سره - سره دوام لري.

د راپورونو پر بنسټ د غور په پسابند ولسوالۍ کې یوشمېر وسله‌وال کسان چې په‌کې طالب وسله‌وال بریښي، یوه نجلۍ په زور له یوه کوره باسي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، شخړه د دوو کورنیو ترمنځ د ولور پر سر رامنځته شوې او په وینا یې پېښه کې دخیل طالب وسله‌وال نیول شوي دي.

دا پېښه که څه هم د څو میاشتو مخکې ده، خو د افغانستان د ښځو یوې فعالې چې دا مهال هم په یوه کلیوالي سیمه کې ژوند کوي ازادي راډیو ته د ورته پېښو د دوام یادونه وکړه.

موږ د امنیتي ملحوظاتو له کبله د دغې مېرمنې نوم نه اخلو او د هغې غږ مو هم بدل کړی دی.

دغې فعالې ازادي راډیو ته وویل، د یوشمېر طالبانو د دویمو، درېیمو یا څلورمو ودونو هدف تر ډېره هغه نجونې وي چې لوستي وي، خو دا مهال پر ښونځیو او پوهنتونونو د بندیز له کبله په کور ناستې دي.

"په رڼو سترګو یې خپله وینم، دغه کوم تحصیل کرده نجونې چې دي، ټولې قرباني شوې، ځکه د دوی فامیلونه تهدیدوي چې که دا لور دې ماته رانه‌کړې، زه تا وژنم

ياده مېرمن وايي: "په رڼو سترګو یې خپله وینم، دغه کوم تحصیل کرده نجونې چې دي، ټولې قرباني شوې، ځکه د دوی فامیلونه تهدیدوي چې که دا لور دې ماته رانه‌کړې، زه تا وژنم، یا دې زوی تروروم، یا دې لور تروروم، یا که د چا پلار یا مېرمن وظیفه لري، هغوی ته اخطارونه ورکول کېږي چې که ته دې دا لور موږ ته را نه‌کړې، زه تا له وظیفې برطرفه کوم، یا دا کوم او هغه کوم، سل ډوله اخطارونه ورکوي، زیاتره تعلیم یافته نجونې د دې قرباني شوې چې اوس له طالبانو سره ودونه کوي."

ازادي راډیو څو داسې نجونې پيدا کړې چې له ټیټ‌پوړو یا لوړپوړو طالب مسولانو سره یې ودونه کړي، خو دغو نجونو له ویرې خبرو کولو ته زړه ښه نه‌کړ.

د ښځو یوه بله فعاله او د پخواني جمهوري نظام پر مهال یوه څارنواله ماریا ساپۍ وایي، طالبانو په پراخ ډول د متعددو ودونو په برخه کې د خپل مشر فرمان مات کړی دی.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل: "طالبان قانون وضع کوي، خو خپله یې بیا د همدې قانون په ضد کړنې ترسره کوي، دوی ښځه د یوې وسیلې په توګه پېژني او استفاده ترې کوي، دوی ته دا جوته نه‌ده چې ښځه انسان ده، ښځه مور، خور او مېرمن ده او ماشومان روزي."

یوشمېر ټولنپوهان په ټولنه کې حاکمه بې‌وزلي او بې‌کاري هم د متعددو ودونو یوه زمینه یادوي او وایي، ګڼ شمېر کسان د اقتصادي ستونزو له کبله مجبوریږي چې خپلې لوڼې په بنو ورکړي.

طالبانو هم واک ته له بیا رسېدو وروسته د یوشمېر فرمانونو په وسیله د دغې ستونزۍ د هوارۍ هڅه وکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، په افغاني ټولنه کې ۷۵ سلنه نجونې او کونډې د نکاح پر مهال اختیار نه‌لري، هغوی بدو کې ورکول کېږي او د میراث حق یې هم نه ورکول کېږي.

مجاهد وایي، همدې ستونزو ته په پام د دوی مشر وپتېیله چې په بدو کې د نجونو د ورکړې د مخنیوي، ښځو ته د میراث د حق او د طالبانو له‌خوا د متعددو (غیر ضروري) ودونو د مخنیوي جلا -جلا فرمانونه ورکړي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده واک ته د طالبانو له بیا رسېدو شاوخوا ۷میاشتې مخکې (د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په نیمایي کې) په یوه فرمان کې له خپلو غړو وغوښتل چې متعدد ودونه دې نه کوي، ځکه چې په وینا یې د مخالفانو د انتقاد ګوته ورګرځي.

نوموړي د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې بیا په‌دې اړه فرمان ورکړ او خپل غړي یې (له غیر ضروري متعددو او په ډېرو لګښتونو سره) له ودونو منع کړل.

هبت‌الله اخندزاده دغه فرمان داسې مهال صادر کړ، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته یوشمېر طالبانو دویمو ودونو ته مخه کړه او د ځينو د ودونو جنجالي کیسې او نانندرۍ ټولنیزو رسنیو ته هم راووتې.

په‌دې ډله کې له الهه نومې نجلۍ سره د طالبانو د کورنیو چارو د پخواني ویاند سعید خوستي د دویم واده لانجمنه کیسه د یوې بېلګې په توګه یادولی شو، چې هغه خپله د ۲۰۲۲ کال په اګست کې دا نکاح تایید، خو رسنیو ته یې وویل چې پرې پښېمانه دی او الهه یې بېرته طلاقه کړې ده.

په دې اړه نور: پر 'قاري سعيد خوستي' په زوره د نکاح ادعا؛ د خلکو غبرګونونه يې پارولي

دغه راز په تېر پسرلي کې د طالبانو د یوه بل مشهور قومندان حمید خراساني د څلورم واده د ورا د کتار ټولنیزې رسنۍ بوختې ساتلې وې.

د خراساني د دغه واده د ورا په کاروان کې ګڼو دولتي موټرو ګډون درلود او د یوشمېر په پیلټونو هم د خراساني نوم لیکل شوی و.

تر دې پیښې وروسته د طالبانو د مرکزي حکومت او خراساني ترمنځ اړیکې خرابې او ان تر دې چې خراساني خپله وسله پر ځمکه کېښوده او وې ویل، هجرت ته اړ شوی، خو د راپورونو له‌مخې دا اړیکې بېرته جوړې او خراساني خپلې دندې ته دوام ورکړی دی.

پوښتنه دا ده چې د متعددو ودونو د مخنیوي په برخه کې د طالبانو د مشر فرمانونه د هغه د نورو فرمانونو پرتله ولې بشپړ نه عملي کېږي؟

"اول خو د دې لاملونه دا دي چې دا خلک په جنسي لحاظ وږي او د کورنیو له غېږې لرې پاتې شوي، کله یې چې ازادي ترلاسه کړه نو دغه عقده یې په افراطي شکل په یوه واده، دوه ودونو او څو ودونو سړه کړه
عصمت قانع

لیکوال او ژورنالېست عصمت قانع دا پوښتنه داسې ځوابوي: "اول خو د دې لاملونه دا دي چې دا خلک په جنسي لحاظ وږي او د کورنیو له غېږې لرې پاتې شوي، کله یې چې ازادي ترلاسه کړه نو دغه عقده یې په افراطي شکل په یوه واده، دوه ودونو او څو ودونو سړه کړه، بله خبره دا ده چې ولور ډېر لوړی دی، پخوا د دوی(طالبانو) د عاید سرچینې زکات، صدقې یا سقاط و، په دغو صدقاتو به ودونه نه کېدل، یا مفشنو نجونو چې د ژوند کچه به یې لوړه وه، یا به متمدنې وې، ورسره ګزاره نه کوله، دوی اوس یو دم قدرت ته راغلل، پیسې یې پیدا کړې، ښځې هم زړه ښه کوي، په ځانګړې توګه ښارۍ ښځې. که هغوی زړه هم ښه نه کړي، دوی یې د پیسو په زور خپلوي."

ښاغلی قانع د طالبانو د متعددو ودونو بل لامل داښېي چې په وینا یې یوشمېر کورنۍ غواړي چې واک کې له شریکو کسانو سره د خپلوۍ او خېښۍ تارونه وغځوي.

د ازادي راډيو خبريال د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهده وپوښتل چې ولې دوی د متعددو ودونو د مخنیوي په برخه کې د خپل مشر فرمان سم نه‌شي پلی کولی، خو هغه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

یوشمېر ټولنپوهان په ټولنه کې حاکمه بې‌وزلي او بې‌کاري هم د متعددو ودونو یوه زمینه یادوي او وایي، ګڼ شمېر کسان د اقتصادي ستونزو له کبله مجبوریږي چې خپلې لوڼې په بنو ورکړي.