د طالبانو د واکمنۍ په تېرو درې کلونو کې د تېر جمهوري نظام پوځيانو ته څه پېښ شول؟

ارشیف: د افغانستان د تېر نظام پوځيان

درې کاله وړاندې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د تېرو شلو کلونو روزل شوي پوځ ته څه پېښ شول؟

دا د محمد جواد هغه انځورونه دي، چې په یوې کنده کې د هغه د جسد له پیدا کېدو وروسته اخیستل شوي، دا ښېي چې څومره هغه شکنجه شوی و، د بدن هغه اړخ يې هیڅ د لیدو نه‌دی، په ډېر وحشت او غیر انساني ډول يې وژلی و.

۲۸ کلن محمد جواد د شکیبا داود د تره زوی و، هغه په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له راتګ وروسته ووژل شو.

هغه يې له یوې سیمې يې تښتولی و، بیا يې په یو کانتینر کې اچولی و، ډېر وخت له ډودۍ او اوبو پرته شکنجه شوی و، بیا يې جسد په یوې کنده کې اچولی و، موږ ته يې وویل چې راشئ او وايې‌خلئ.

افغان پوځي داد محمد جواد

شکیبا چې په فرانسه کې ژوند کوي وايي، د جواد ترڅنګ يې د کورنۍ دوه نور غړي هم د طالبانو له‌خوا وژل شوي دي.

۲۳کلن محمد جاوید د شکیبا بل د تره زوی و، د هغې په خبره، جاوید په ۲۰۲۱ کال کې له خپلو نورو پوځي همکارانو سره هغه مهال ووژل شو چې موټر پر یو ښخ شوي ماین ور برابر شو.

افغان پوځي محمد جاوید

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، په تېرو دوو لسیزو کې له ۲۰۰۳م کال څخه د ۲۰۲۱ کال تر اپریل پورې د دفاع وزارت په چوکاټ کې د سرتېرو شمېر یوسلو دوه اتیا زرو ته رسېده.

خو د تېر جمهوریت د ځانګړو ځواکونو قومندان جنرال سمیع سادات چې د کابل د سقوط تر ورځې د طالبانو پر وړاندې په جګړه کې ښکېل و، ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کی وویل: "په ۲۰۲۱ کال کې د سقوط پر مهال د افغانستان د پوځ شمېر ۱۲۰۰۰۰۰ نفره وو، يوه هوايي قول اردو وه، د ټپیانو، معیوبينو او قرارګاهي کسانو شمېر ۷۰۰۰۰ نفرو ته رسېده او ۴۰۰۰۰ محارب عسکر په اردو کې د مقابلې پر مهال وو."

سادات وړاندې وايي: "د سقوط پرمهال د خاصو ځواکونو شمېر شاوخوا ۵۰۰۰ نفره وو، چې اوس‌مهال يې مطلق اکثریت له افغانستانه بهر دي."

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته افغان پوځ وپاشل شو، که څه هم طالبانو ویلي وو، چې یو شمېر سرتېرو ته په خپل پوځ کې ځای ورکوي، خو دا معلومه نه‌ده چې د تېر جمهوریت څومره پوځیان اوس د طالبانو په لیکو کې تر کومو شرایطو لاندې ګومارل شوي دي.

جنرال سميع سادات

خو په ټوله کې هغه پوځیان چې د افغانستان دننه دي، په څه وضعیت کې شپې سبا کوي؟

جګړنې فریبا احمدي چې په تېر جمهوریت کې يې په دفاع وزارت کې کار کاوه وايي، د امنیتي ستونزو سربېره، له اقتصادي او روحي ستونزه هم کړیږي.

هغه وايي: "زه د امنیتي ستونزو له کبله نه‌شم کولی چېرته دنده پیدا کړم، نه‌شم کولی خپله سي وي چېرته ورکړم، ځکه زه یوه نظامي ومه، ما په‌دې برخه کې لس کاله کار کړی دی، هر چېرته ته چې لاړه شم، دنده نه راکوي، ځکه زه یو پوځي ښځه یم، خپله هم پسې نه ګرځم ځکه ویره لرم او تهدیدیږم."

د هغې په خبره، د نظامي زده‌کړو ترڅنګ يې په اقتصاد کې لېسانس کړی او د طالبانو له راتګ وروسته يې د ماسټرۍ زده‌‌کړې په نیمه کې پاتې شوې.

خو د دفاع وزارت دغه ښځینه پوځي کارکوونکې یوازینۍ ښځه نه‌ده، چې د طالبانو له راتګ وروسته په کور ناسته ده.

۳۰ کلنه نرګس چې د پنځو ماشومان مور او د کورنۍ سرپرسته ده وايي، په دفاع وزارت کې يې اووه کاله کار وکړ، خو اوس درې کاله کېږي چې بې‌برخلیکه ده او د امنیتي ستونزو له کبله خپل غږ نه‌شي پورته کولی.

نرګس ازادي راډيو ته وويل: "اقتصادي وضعیت مې ډېر خراب دی، اوس دنده نه‌لرم، د ښځو لپاره هیڅ کار نه‌شته، په ځانګړي ډول زموږ په شان ښځینه پوځیانو ته چې له امنیتي ستونزه سره مخ دي، ځکه ویرېږو."

په دې اړه نور: د افغانستان د پخوانيو پوځیانو د ملاتړ کمېټه: د تېر نظام پوځیان د وژنو، شکنجو او نیولو له ګواښ سره مخ دي

د افغانستان په تېره شل کلنه جګړه د طالبانو پر وړاندې د افغان پوځ سربېره، د ناټو په زرګونو عسکرو هم جګړه کوله.

د راپورنو پر بنسټ، امریکا په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان د ملي اردو، پولیسو، هوايي ځواکونو او ځانګړو ځواکونو پر روزنې، مهماتو او پراختیا باندې څه باندې درې اتیا میلیارده ډالره لګولي وو.

خو له دومره مصارفو او روزنې وروسته، ولې افغان پوځ د طالبانو پر وړاندې ماتې وخوړه او په نژدې شلو ورځو کې ټول افغانستان د طالبانو تر واک لاندې راغی؟

د تېر جمهوریت پوځي کارکوونکی هدایت‌الله فاروقي وايي، د ملي ګټو پر ځای د یو شمېر اشخاصو ګټو ته د پوځ دننه د لوړو پوړو چارواکو ژمنتیا د پوځ د ماتې سبب شوه.

هغه وايي: "د سیاستوالو ترمنځ اختلافات د دې سبب شول، چې په امنیتي ارګانونو کې هغه کسان وګومارل شي، چې د یوې خوا پلوي کوله، که هغوی به ورته وویل چې جنګ وکړه، جنګ به يې کاوه که به يې ورته ویل چې مه کوه، نه به يې کاوه او دا د دې سبب شوه چې قواوې په اشخاصو پورې وتړل شي."

د پوځ لوړپوړو چارواکو ترمنځ اختلافاتو یوازې په ۲۰۲۱ کال کې واک د طالبانو د بېرته ستنېدو لپاره زمینه برابره نه‌کړه، بلکې د هغو پوځیانو شکنجې ته يې هم لاره هواره کړه چې اوس د طالبانو په زندانو کې په بېلابېلو ډولونو شکنجه کېږي.

د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر چې اوس له افغانستانه د باندې د روادارۍ په نوم د سازمان مشري کوي وايي: "موږ د ملي اردو او د پولیسو د منسوبینو هدفي وژنې، له محکمې بغیر وژنې، جبري نادرکه کېدل او ورته نورو موارد مستند کړي، د دې ترڅنګ غیرقانوني نیونې، په توقیف ځایونو کې شکنجې او حتی د شکنجې له کبله مو وژل هم مستند کړي دي."

د دې ترڅنګ غیرقانوني نیونې، په توقیف ځایونو کې شکنجې او حتی د شکنجې له کبله مو وژل هم مستند کړي دي."
شهرزاد اکبر

دا په‌داسې حال کې ده چی طالبانو د خپل راتګ په لومړۍ ورځ په ټول افغانستان کې عمومي عفوه اعلان کړه، خو د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او نور هغه سازمانونه چې د افغانستان وضعیت له نژدې څاري، په‌دې باور دي چې طالبانو دغه عمومي عفوه په پام کې نه‌ده نیولې.

د دې سازمانونو په باور، د طالبانو له‌خوا د عمومي عفوه نه پلي کول، د تېر جمهوریت پوځیان دې ته اړ کړل چې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته، یا د طالبانو له ویرې او یا د کار په لټه کډوال شي.

ایران ته د تللي یو پخواني پوځي مېرمن وايي، له کله يې چې خاوند ایران ته تللی نادرکه دی او دا دلته په افغانستان کې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

دا مېرمن چې نه‌غواړي نوم يې ياد شي وايي: "زموږ وضعیت ډېر زیات خراب شوی دی، یعنې هیڅ څه مو په کور کې نه‌شته، د کور او د ماشومانو خرڅ ته حیرانه یم."

د افغانستان یو شمېر پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه

خو یوازې هغه پوځیان چې له افغانستانه وتلي له ستونزو سره لاس او ګرېوان نه‌دي، بلکې هغه پوځیان چې لا په افغانستان کې دي په خبره يې، له ګڼو امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

يو پوځي چې اوس‌مهال په افغانستان کې دی او نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي: "که نن وي که سبا وي موږ له‌منځه ځو، موږ خپل مور، پلار، هیڅوک مو نه‌دي لیدلي، هیڅ ځای نه‌شو تللی، نه کوم طرف ته ویزې خلاصې دي چې ووځو، یوې خوا ته نه‌شو تللی، په هیڅ طریقه نه کېږي."

په افغانستان کې د امریکا او ناټو په تېرو دوو لسیزو جګړه کې ښکېلو خواو ته درانه تلفات اوښتي دي.

که څه هم دا سخته ده، چې د ښکېلو خواو د وژل شویو او ټپیانو دقیق ارقام وړاندې شي، خو په امریکا کې د براون پوهنتون یوه څېړنه ښېي چې په‌دې موده کې ۶۹،۰۰۰ افغان پوځیان او څه باندې ۵۱،۰۰۰ ملکیان او وسله‌وال وژل شوي دي.

د دې پوهنتون د څېړنې پر بنسټ، له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د ناټو ۳،۵۰۰ ډېر سرتېري وژل شوي او له ۲۰،۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

په دې اړه نور: د افغانستان د مخکینو پوځیانو د ملاتړ کمېټه: د طالبانو تر واک لاندې زندانونه دې وڅارل شي

په څېړنه کې وړاندې راغلي، په‌دې جګړه کې په افغانستان او پاکستان کې له ۸۴،۱۹۱ طالبانو او نور وسله‌وال وژل شوي دي.

د شکیبا ورور اسماعیل یو له دغو وژل شویو سرتېرو دی، هغه په ۲۰۱۹ کال کې په هلمند کې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

د شکیبا په خبره، سرتېرو يې د ورور جسد د هغوو ګاونډیانو ته تسلیم کړی و.

شکيبا ازادي راډيو ته وويل: "مور مې چې کله کور ته راځي او د هغه جسد ویني او ګوري چې د زړه ټوټه يې په مرمیو سورۍ سورۍ او پر سر يې ورته ضربه کړې ده، بې هوشه کېږي او بیا مې مور څو اوونۍ له خبرو کولو پاتې شوه او په ډېر شوک سره مو دا خبر ترلاسه کړ."